د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

یو جاپانی ستورمزلی غواړي راتلونکي سفرونه يې مريخ ته وي


یو جاپانی ستورمزلی چې په دې وروستيو کې له فضا راستون شوی، غواړي راتلونکي سفرونه يې مريخ ته وي.

نوریشګي کینای ته دا خبر ډېر خوشاله کوونکی وو چې بالاخر په مریخ کې د اوبو شتون ثابته شو.

دغه ۴۱ کلن ستور مزلي په نړيواله فضايي بيړۍ کې ۱۶۸ ورځې تېري کړي او تېره اوونۍ بېرته مځکې ته راستون شو.

ده فرانسې خبري اژانس ته وويل چې باور لري، د مځکې تر څنګ پر نورو سيارو او ستورو هم ژوند شته.

کينای د هغه څه په اړه چې په فضا کې ورباندې تېر شوي، هم خبرې کړي:

"کله چې له فضا بېرته راستون شوم، د وخت د کمښت له کبله مې خپل قد اندازه نه کړ، خو وروسته مې چې اندازه کړ، پوه شوم چې قد مې تر هغه وخت چې فضا ته نه وم تللی، يو سانتي ميتر لوړ شوی دی."

تر اوسه د مځکې پرته په بله هيڅ سياره کې هېڅ ډول ژوندي موجودات نه دي ثابت شوي، خو جاپانی ستورمزلی وايي، تمه لري چې ثابته شي تر مځکه دباندي په نورو سیارو کې هم ژوي وي چې په دې توګه ورته د نورې مطالعې زمينه برابره شي.

نوريشګي کينای چې د طب یو ډاکټر هم دی، د تېر کال په ډسمبر مياشت کې فضا ته ولاړ او اوس غواړي بيا بیا هلته لاړ شي او د ده په وينا غواړي چې فضا او ستوري نور هم وپېژني او په دې سفر کې یو قدم نور هم نيږدې شي.

XS
SM
MD
LG