د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

سروې: ۵۵ سلنه افغانان د خپلو شخړو حل لپاره قومي جرګو ته مخه کوي


آرشیف، یوه قومي جرګه
آرشیف، یوه قومي جرګه

د افغانستان د رونټیا د څار بنسټ د خپلې یوې څېړنې له مخې پر دولتي محکمو د خلکو د باور د کمېدو په اړه راپور خپورکړی دی.

دغه سروې ښيي چې د دې هېواد ۵۵ سلنه اوسېدونکي، د قومي مشرانو جرګو ته مخه کوي.

په افغانستان کې د ټولنې د دود او دستور له مخې، عدلي او قضايی ارګانونو پورې اړوندې لسګونه قضیې، د خلکو او قومي مشرانو په جرګو کې حلېږي.

د کونړ ولایت د خاص کونړ د ولسوالۍ قومي مشرارباب سعدالله ازادي رادیو ته وویل، د وژنو دوه قضیې یې نن دوشنبه د قومي مشرانو په یوه جرګه کې حل کړي دي.

د ده په خبره دغه قضیې له څو کلونو راهیسې په عدلي او قضايي ارګانونو کې څېړل کیدلې، خو د دغې قومي جرګې نه مخکې پرې پرېکړه نه وه شوې.

هغه زیاته کړه: "نن دوه جرګې وې، یوه د څلویښتو- پنځه څلویښتو کلونو یوه فتنه وه، مړي په کې شوي وو، نن یې روغه جوړه وشوه، بله یوه ښځه وژل شوې وه په دې کې حکومت، خلکو او ولسونو ډېرې هلې ځلې کړې وې، خو حل شوې نه وه، یو څو مسلمانان راټول شول، او د ښځې د قضیې په اړه یې هم روغه وکړه، د خیر دعا پرې وشوه او حل مو کړه."

آرشیف، د یوې قومي جرګې انځور
آرشیف، د یوې قومي جرګې انځور

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د خپلې یوې سروې پرمټ ویلي چې، خلک د دولت د عدلي اوقضايي ادارو په پرتله، پر قومي جرګو ډېر باوري دي.

د دغه بنسټ سروې ښيي چې، په دولتي محکمو کې د فساد د شتون له امله، خلک پر دغو ادارو لږ باور لري.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ په دې اړه خپل راپورد دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې چې د طالبانو په ولکه کې نه دي ، له ۸۰۰۰ نارینه او ښځو سره د مرکو پرمټ چمتو کړی دی.

په دغې سروې کې ۵۵ سلنه مرکه کوونکو ویلی چې، په غیر دولتی محکمو په متوسط ډول ډېر باور لري خو پر غیر دولتي محکمو یې د باور کچه ۴۰ سلنه ده.

د سروې موندنې داهم ښیی چې ۶۰ سلنه خلک د طالبانو پر محکمو هېڅ باور نه لري.

په سروې کې داهم راغلي، فساد لامل شوي، چې پر دولتي محکمو د خلکو باور لږ او د طالبانو په هغو ډېر شي .

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکي ناصر تیموري ازادي رادیو ته وویل: "دغه سروې ښیي چې، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر قضاییه قوه د خلکو باور کمزوری شوی او دا د دې لامل شوی چې، خلک غیر رسمي محکمو په تېره طالبانو ته مخه کړي، باور موندل یوه اوږده پروسه ده او ستره محکمه ژمنه شوې چې د علني محکمو کچه لوړه او له خلکو سره اړیکې ټینګې کړي."

ناصر تیموري
ناصر تیموري

ښاغلی تیموري وايي، دغه سروې په ۲۰۱۸ کال کې پای ته رسېدلې وه خو د څېړونکو تحلیلونه او د سترې محکمې د نظر په څرګندولو کې ځنډ لامل شو چې خپرېدل یې وځنډېږي.

د دغه راپور لیکونکي باوري دي چې په قضاییه قوه کې د فساد شتون او د مجرمینو د مجازاتو لپاره د قانون په پلي کولو کې د رسمي عدالتي سیستم کمزورتیا د دې لامل کېږي، خلک د طالبانو محکمو ته چې سخت مجازات هم په کې دي، مخه کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د قضاییه قوې نظر هم ولري خو مسئولین خبرو کولو ته حاضر نه شول.

XS
SM
MD
LG