د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

خلک: د پخوا په پرتله غزني کې صحرايي محکمو ته د خلکو مراجعه زیاته شوې


په غزني کې وسله وال طالبان
په غزني کې وسله وال طالبان

د غزني ولایت اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي، د پخوا په پرتله په اوس وخت کې زیات خلک خپلې قضیې د دولتي محاکمو پرځای پر وسله‌والو طالبانو حلوي.

دوی د دغه کار د زیاتوالي لامل په ډېری ولسوالیو کې د محکمو نه‌شتون او په دولتي محکمو کې لوړ فساد یادوي.

دوو تنو سیف‌الله او عبدالرحیم په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د غزني په ټولو پښتون مېشتو ولسوالیو کې له نظامي ادارو پرته دولتي ټولې ادارې فلج دي، محکمې نه‌شته، بله دا چې د غزني په دولتي محکمو کې فساد اوج ته رسیدلی، خلک مجبور دي چې د وسله‌والو طالبانو محکمو ته لاړ شي."

د غزني د ولایتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال بیا د دغه کار لامل د دولتي محکمو په ناحقه پرېکړو، زیات فساد او د دوسیو په ځنډولو پورې تړي.

ښاغلي جامرادوال په‌دې اړه ازادي راډیو ته یې وویل:

"دغه لامل دی چې صحرايي محکمو ته د خلکو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي. "

بل لورته د غزني چارواکي د خلکو او ولایتي شورا د غړو دغه اندېښنې بې ځایه بولي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي: په‌دې کې شک نه‌شته چې دولتي محکمې دې له فساده خالي وي، خو بیا هم خلک ټولې لوېې قضیې دولتي محکمو ته وړي او ځینې وړې ستونزې په وسله‌والو طالبانو او قومي مخورو خلاصوي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي رآډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي رآډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې

ښاغلي نوري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"څو ورځې وړاندې د غزني والي وحیدالله کلیمزي له استناف محکمې څخه لیدنه کړې وه او ټیګار یې کړی و چې باید د خلکو کارونه پر وخت او پرته له کوم فساده خلاص شي. "

له دې څخه پرته ځینې نورکسان بیا په‌دې باور دی چې په غزني ولایت کې عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو په وړاندې خپل باور له لاسه ورکړی دی، دوی وايي، مرکزي دولت باید دې پام واړوي، څو محکمې بېرته له لاسه ورکړی حیثیت خپل کړي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر، غزني

XS
SM
MD
LG