د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

'افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري د ملکیانو ژوند ته درناوی نه کوي'


هلمند کې د توغندويي برید قرباني چې روغتون ته لېږدول کېږي. Monday, June 29, 2020
هلمند کې د توغندويي برید قرباني چې روغتون ته لېږدول کېږي. Monday, June 29, 2020

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، د ملکيانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل جوتوي، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکیانو ژوند ته درناوی نه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د جګړې لپاره کوم جواز نه پاتې کېږي.

خو د سازمان په حواله، د هغې موافقې له لاسلیک سره- سره په افغانستان کې د ناامنیو پېښې روانې دي او ملکیانو ته هم په کې د سر او مال زیانونه اړوي.

د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل ازادۍ راډیو ته وویل، د ملکیانو د مرګ ژوبلې مستقیم مسوولیت د جګړې ښکېلو لوریو ته اوړي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

هغه زیاتوي: "بیا هم موږ د جنګ پر ښکېلو خواوو په کلکه غږ کوو، چې نور په افغانستان کې د انسان وژنې، مسلمان وژنې او افغان وژنې لپاره هېڅ مجوز نه پیدا کېږي، هغه هم وروسته له هغې چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، چې د هغې په رڼا کې بین الافغاني خبرې پیلېږي، اسیران تبادله کېږي او د دې سولې په ترڅ کې به په ټول هېواد کې یو عمومي اوربند رامنځته کېږي، که چېرې په افغانستان کې وروستۍ پېښې چې قربانیان یې ملکیان دي او حکومت دغه راز طالبان یې مسئولیت نه اخلي، په دې خاطر چې په اکثرو کې ملکیانو قرباني شوي دي، دا موږ ته هېڅکله د منلو وړ ځکه نه دي، که دوی له دغو پېښو ځان منکروي دا ورسره نه شو منلی، ځکه د جګړې لامل دوی دي."

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو په خپلو کې موافقه د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک کړه، چې له مخې یې طالبانو د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه.

تر موافقې وروسته هم په افغانستان کې ناامني او جګړې کمې شوې نه دي.

د امنیت شورا وايي د دې موافقې تر لاسلیک وروسته د مارچ له لومړیو د اپرېل تر ۱۹ مې د طالبانو له خوا ۳۳۷ ملکیان وژل شوي، ۴۵۲ تنه ټپیان او ۱۶۴ تنه نور تښتول شوي دي.

خو طالبانو دغه راپور رد کړی دی.

د ناامنیو تر ټولو تازه مورد د جون پر ۲۹مه د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د یوې دودیزې مېلې پر مهال د شا و خوا ۳۰ ملکیانو وژل کېدل وو.

دغه پېښه له هغې وروسته لانجمنه شوه، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو کار وباله او حکومت یې لا هم مسئولیت پر طالبانو اړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، چې د دوی د موندنو له مخې د طالبانو د یوې حملې په ځواب کې د افغانستان ملي اردو درې هاوانونه توغولي چې په نتیجه کې یې په یوه دودیزه مېله کې نږدې ۳۰ ملکیان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

خو د هلمند ولایت چارواکي وايي دغه توغندي د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله هم وسلوالو طالبانو اړولې ده.

که څه هم د هلمند محلي چارواکو په سنګین کې د شوې پېښې د هر اړخیزې څېړنې ژمنه کړې، خو تر اوسه د دغو څېړنو نتایج معلوم شوي نه دي.

لس کلن ناصر خان چې د هلمند د څنګلوري ولایت کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی، درې میاشتې مخکې د ماین چاودنې له یوې پښې بې برخې کړ، اوس یې هم د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې درملنه روانه ده.

هغه زیاتوي: "د نېښونو او کوډۍ وخت و، مکتبونه او مدرسې رخصت شوې، لوبې مې کولې، غوښتل مې نورو کوچنیانو ته ورشم چې راباندې چاودنه وشوه، د چاودنې په وخت کې هلته شناخته کسان رانږدې وو، چې راپورته یې کړم، خپله پښه مې ولیده چې د ماین چاودنې خرابه کړې وه، چې دلته یې راوستلم ډاکترانو وویل چې پښه یې خرابه ده پرې کوو یې، پښه یې راپرې کړه، پښه مې په زنګانه کې پرې ده، لاس مې خوږ دی.‎"

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل شپږ میاشتني راپور کې چې تېره پنج شنبه خپور شو ویلي، لومړني ارقام ښيي چې د ۲۰۲۰میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر ملکیانو په قصدي حملو کې تر ۸۰۰ زیات ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د جګړو دوام او په دغو جګړو کې د ملکیانو زیانمنېدل جوتوي، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکیانو خوندیتوب ته پام نه کوي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله فرهنګ ازادۍ راډیو ته وویل: "د افغانستان د جګړې ښکېل لوري د بشرپالنې د نړیوالو قوانینو اصولو، معیارونو او ارزښتونو ته درناوی نه کوي او نه یې رعایت کوي، دغه مقررات د تفکیک، تناسب او دقت پر اصل ټینګار کوي، موږ په افغانستان کې د غیر نظامي وګړو او ملکیانو د مرګ ژوبلې شاهدان یو، موږ تل د افغانستان له حکومت، طالبانو او نورو هغو ډلو چې د افغانستان په شخړه کې ښکېل دي غوښتنه کړې، چې د بشرپالنې نړیوال حقونه رعایت کړي، چې د هېواد په ټولو ساحو کې ملکي او غیرنظامي کسان خوندي وي، خو له بده مرغه لا هم د ملکیانو د ژوند او بشري حقونو د محرومولو شاهدان یو."

په افغانستان کې د ناامنیو په پېښو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوړي او داسې ښکاري چې د تېرې جون میاشتې نیمايي دغو ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ وه.

امنیت شورا د جون پر ۲۲ مه ویلي وو، چې د یوې اوونۍ په لړ کې په هېواد کې ۲۹۱ سرتېري وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي چې د مرګ ژوبلې د شمېر له پلوه هغه اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ بلل شوې وه.

امنیت شورا ویلي وو، چې په هغه موده کې ۱۴۸ ملکیانو ته هم د وسله والو طالبانو په بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې زیاتېدونکی تاوتریخوالی کم او سولې ته د رسېدو پر لارو چارو تمرکز وکړي.

د دغه سازمان عمومي منشي یوسف العثیمین تېره یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه د خواشینۍ وړ بللي او غوښتنه‌یې کړې چې ټول لوري باید تلپاتې سولې ته زیاته هڅه وکړي.

یوسف العثیمین
یوسف العثیمین

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې ټاکل شوې وه، د سولې بین الافغاني مذاکرې د مارچ میاشتې پر لسمه پیل شي، خو د بندیانو د تبادلې پر سر د اختلافاتو له کبله دغه مذاکرې تر اوسه نه دي شوي.

له هغې راهیسې په هېواد کې د ناامنیو پېښې روانې دي او لا هم په دغو پېښو کې ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اوړي.

محمد قسیم په وروستیو کې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ له یوې ناامنې سیمې بلې هغې ته کډه په شاه کړې ده.

هغه زیاتوي: "موږ د طالبانو له لاسه هېڅ کښت نه شو کولای، کډې مو په شا دي، شپه او ورځ په تشویش کې یو چې څه به کوو. خامخا به ۱۵۰ یا ۲۰۰ کورنۍ اوس وتلې وي."

لا هم بې دفاع ملکیان د جګړې درنه بیه پرې کوي.

محمد قسیم د زرګونو نورو لالهانده افغانانو په څېر د سر پناه کولو لپاره نامعلوم لوري ته روان دی، دا لکه د افغانستان د سولې پروسه چې له لوړو ژورو تېره شوې، خو اوس هم نه ده معلومه چې کوم لوري ته روانه ده.

XS
SM
MD
LG