د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدو په اړه د بشر حقونو کمېسیون او ولسي جرګې اندېښنه


کابل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دفتر
کابل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دفتر

په کابل کې د بمي چاودنو په وسیله د هدفي وژنو زیاتېدو د خلکو د استازو او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنې زیاتې کړې دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي حکومت په ځانګړي ډول امنیتي او کشفي بنسټونه د هدفي وژنو په مخنیوي او د پېښو د عاملینو په پېژندنه کې پاتې راغلي دي.

د دې کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ د ملکي وګړو په نښه کول بشري جنایت بولي او وايي چې د دغه ډول پېښو دوام د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي فرهنګ د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۸» ازادي راډیو ته وویل: "دغه ډول پېښې چې هغه کسان په‌کې په نښه کېږي چې په هېڅ کشمکش کې ښکېل نه‌دي، یو وحشیانه عمل دی. له بده مرغه حکومت هم د دغه ډول پېښو په ځانګړي ډول د کمېسیون د کارکوونکو د وژنې د عاملینو په پېژندنه کې په تېرو ۱۸ کلونو کې هېڅ عملي ګام نه‌دی پورته کړی، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د دوه کارکوونکو وژونکي باید ژر تر ژره ونیول شي او سزا ورکړل شي."

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي د کابل د احمد شاه بابا مېنې اړوند سیمه کې د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شول.

تر دې دمه د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

افغان حکومت، د بشر حقونو څار نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو دا حمله غندلې ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له دې وړاندې هم په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د دوی کارکوونکي په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

د دې کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ وايي، خو حکومت‌يې د عاملینو د نیولو په برخه کې عملي ګامونه نه‌دي اخیستي.

د افغانستان ملي شورا یو شمېر غړي د هدفي وژنو عاملین ترورېستي ډلې او بانډونه یادوي.

د افغانستان ولسي جرګې تالار
د افغانستان ولسي جرګې تالار

د ولسي جرګې غړی عبدالعزیز حکیمي په ټینګار سره وايي که حکومت د هدفي وژنو مخه ونه‌نیسي، نو د دغه ډول پېښو مسؤلیت ورګرځي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د دا شان پېښو تر شا خطرناک مجرمین لاس لري چې د دوی په خبره له ترورېستي ډلو سره مرسته کوي.

دا وزارت تأييدوي چې د هدفي وژنو د عاملینو د پېژندنې په برخه کې ستونزې شته، خو د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د دغو مجرمینو د نیولو هڅې روانې دي او په وروستیو اوونیو کې د هدفي وژنو په پېښو کې کموالی راغلی دی.

ښاغلی ارین زیاتوي: "دا د ترورېستانو د تاوتریخوالي څپه ده چې ترسره کوي يې، دغه‌شان لویې جرمي شبکې هم هڅه کوي چې ترورېستي حملې ترسره کړي او خپل اهداف ترلاسه کړي، د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره نوې طرحه جوړه شوې او په نږدې ورځو کې به د کابل په وضعیت کې بدلون راشي."

طارق ارین
طارق ارین

وسله‌والو طالبانو په هدفي وژنو او د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ډول پېښو عاملین غواړي چې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.

که څه هم په افغانستان کې د هدفي وژنو دقیقې شمېرې نه‌شته، خو وخت نا وخت د دې هېواد له بېلابېلو سیمو د هدفي وژنو راپورونه ورکول کېږي.

تېره اوونۍ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د شاعر او لیکوال او سیاسي شنونکي اسدالله ولوالجي په موټر بمي حمله وشوه چې له امله‌يې د نوموړي د کورنۍ دوه غړي ووژل شول، له دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د دوه جوماتونو مشهور خطیبان او دغه‌شان د یو خصوصي ټلوېزیون خبریال هم په ورته بمي حمله کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG