د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د هلمند چارواکي سنګین ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما ادعا ردوي


د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ ټپي شوی ماشوم
د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ ټپي شوی ماشوم

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي د سنګین د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما خبره ردوي.

عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل تر وخت وړاندې ده چې د یوناما دا ادعا چې په سنګین کې ملکي کسان افغان ځواکونو وژلي دي، ومنو.

ځواک وايي، په دې اړه د دوی څېړنې لا هم روانې دي.

ښاغلی ځواک زیاتوي: "د ځینو ادعاوو پر بنسټ چې حقوق بشر او یوناما کړي چې ګواکې دا برید افغان ځواکونو کړی دی او د خلکو مېله بازار ته‌يې هاوانونه ورغورځولي دي، خو زموږ معلومات ښيي چې هلته دوه چاودنې شوې دي او خلکو ته ځاني او مالي زیان رسېدلی دی. د دې ټولو ادعاوو د معقول ځواب ویلو په خاطر ولایتي اداره هڅه کوي چې خپلې پلټنې بشپړې کړي او پلاوی مو ټاکلی دی."

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک

عمر ځواک وايي که څه هم د دوی څېړنې دوام لري، خو په خبره‌یې په سنګین کې پر مېله بازار هغه توغندیز برید چې ګڼ شمېر ملکيان‌يې ووژل، طالبانو کړی دی.

په سنګین کې پر یوه مېله بازار دغه برید کې ۳۰ کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د هلمند د دوشنبې ورځې برید پړه پر افغان ځواکونو اچولې او ویل شوي چې دا برید د طالبانو د ډزو په ځواب کې شوی، خو هدف نه‌دی ویشتل شوی.

حکومت او طالبانو د دې برید پړه پر یوه او بل وراړولې ده، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندیه دفتر یوناما د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي دي چې په سنګین کې د دوشنبې د ورځې برید چې ګڼ شمېر ملکي کسان‌يې ووژل افغان ځواکونو کړی دی.

یوناما له حکومته غوښتي چې په دې اړه باید بې‌پرې څېړنې وشي.

د لښکرګاه د اېمرجنسي روغتون مخته ناست یو سپین ږیری محمد لعل اغا په روغتونونو ګرځي چې د خپل زوی مړی یا ژوندی پیدا کړي.

د ده زوی صنم د سنګین د دوشنبې ورځې تر توغندیز برید وروسته چې پر مېله بازار وشو او ګڼو ملکیانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته، ورک دی.

محمد لعل اغا وايي زوی یې صنم د خپلو پسونو د پلورلو لپاره مېلې ته تللی و چې تر اوسه‌يې د مړي او ژوندي درک نه‌شته. دی د سنګین، موسی کلا او ګرشک ولسوالیو ترڅنګ کندهار کې هم په روغتونو کې تر پوښتنې وروسته لښکرګاه ته راغلی دی چې صنم پیدا کړي.

هلمند کې اېمرجنسي روغتون
هلمند کې اېمرجنسي روغتون

محمد لعل اغا زیاتوي: "هلک ورک دی. موږ د سنګین اېمرجنسي ته ورغلي یو. ګنج ته ورغلم. د شرافت جامع ته هم ورغلی یم نه‌شته. په ګنج کې یو مخ غوښې وې. چمپلان و او شیان پراته و. اوس لښکرګاه ته راغلی یم. دا یوه شپه او ورځ کېږې‎ چې هېڅ معلومات نه راته کېږې. خدای ته معلومه ده چې زموږ سره دا ظلم چا وکړ. ویل کېږي چې د ملي اردو د قرارګاه نه‌يې بمونه راوغورځول."

طالبانو د پېښې نه څو دقیقې وروسته رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي ول چې د ملکي کسانو پر مېله برید، حکومتي سرتېرو کړی دی.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزی هم دا خبره چې برید ملي اردو کړی دی رد کړې ده او په دې اړه‌يې د بې‌پرې پلټنو د پیل هرکلی کړی دی.

جنرال ولي محمد احمدزی
جنرال ولي محمد احمدزی

که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په سنګین ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو برید پر افغان ځواکونو وراړوي، خو افغان حکومت د دوشنبې په ورځ تر یادې حملې وروسته په یوه اعلامیه کې دا کار یو ترورېستي عمل یاد کړ او پړه‌يې پر طالبانو ورواړوله.

په هلمند کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر مسؤلین وايي روانه اوونۍ د جګړو له امله په هلمند کې ۳۷ ملکيان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

دوی د جګړې پر دواړو غاړو غږ وکړ چې د ملکي خوندیتوب ته پام وکړي او په هېڅ ډول‌يې هدف ونه‌ګرځوي.

XS
SM
MD
LG