د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

واشنګټن ایګزمینر: "ولې جي ار یو" په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وژني؟


افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو انځور
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو انځور
  • واشنګټن ایګزمینر

دا واشنګټن ایګزمینر ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې چې سرلیک یې دی: "ولې جي ار یو" په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وژني؟

لیکوال څو دلیلونه یاد کړي او ویلي چې جي ار یو یا د روسیې د پټو استخباراتو یونټ، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژل، د سي ای اې څخه د هغه ملاتړ غچ بولي چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال یې دې هېواد کې د جهادي ډلو څخه کوه.

لیکنه وړاندې وايي، په سوریه کې د امریکا بریدونه چې د روسیې مهم متحد دی، د جي ار یو له خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو بلل دلیل دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستیو کې د امریکا د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د روسیې د پوځ یو پټ استخباراتي یونټ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو پر سر طالبانو ته پیسې ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز دا راپور رد کړی او هغه یې جعلي بللی. روسیې او طالبانو هم د نیویارک ټایمز دا راپور رد کړی دی.

  • ډیلي میل​

د ډیلي میل ورځپاڼې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ماشومانو په شمول تر شلو د زیاتو ولسي وګړو پر وژل کېدو تمرکز کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، سره د دې چې ښايي راتلونکې میاشت په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت د استازو ترمنځ خبرې اترې پیل شي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه تر اوسه راښکته شوې نه ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون د خپرونو او اړیکو رئیس ازادي رادیو ته ویلي، په داسې حال کې چې طالبان او افغان حکومت په سنګین کې د دې پېښې پړه پر یو بل اچوي، د جګړې اصلي پېټی د ولسي وګړو پر اوږو بار دی.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر ویلي، د دوشنبې په ورځ د دوشنبې په ورځ د سنګین ولسوالۍ د ګڼې ګوڼې پر بازار څو راکټونه لګېدلي او وروسته له چاودېدونکو موادو بار موټر چول شوی دی.

طالبانو ادعا کړې چې مرګ ژوبله پر سیمه د حکومتي ځواکونو له خوا ویشتل شویو توغندیو اړولې ده.

دا سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده، او دا چې د خبریالانو لاس رسی ورته محدود دی نو د پېښې جزییات په خپلواکه توګه تاییدول ستونزمن دي.

XS
SM
MD
LG