د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د کابل پولې‌تخنیک نوي مشر ته د 'فساد د دامونو' په اړه د پخواني مشر خبرداری


د کابل پولې‌تخنیک پوهنتون
د کابل پولې‌تخنیک پوهنتون

د کابل د پولې‌تخنیک پخواني مشر محمد سعید کاکړ، د دغه پوهنتون نوي مشر ته خبرداری ورکړی چې د فساد په دام کې ونه‌ولېږي.

‎ښاغلي کاکړ په خپله فېس‌بوک پاڼه ځینو مواردو ته اشاره کړې چې په خبره‌یې ممکن فساد په‌کې وي او نوی رئیس باید ترې ځان وساتي.

‎‎ نوموړي دغه خبرې، عبدالرشید اقبال ته چې نوی د یاد پوهنتون مشر ټاکل شوی لیکلي دي.

‎له اوو مواردو یو هم چې ښاغلي کاکړ ورته اشاره کړې د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو موضوع ده چې د افغانستان د ټرافیکو د مقرراتو خلاف دی او دغه‌شان د دغه پوهنتون د برښنا د لابراتوار لپاره د تجهیزاتو پېرل دي چې په خبره‌یې د تړون خلاف ده.

د ده په خبره، په همدغه عنوان یو شمېر کتابونه هم د نړیوال بانک له پروژې، د لګښت په تفاوت تر ۸۰ زره افغانیو دغه پوهنتون ته پېرل شوي دي.

ښاغلي کاکړ لیکلي چې د دغې موضوع د څارنې لپاره‌یې له غوښتنو سره سره ونه‌شو کړای چې دغې موضوع ته د رسېدنې لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي کاکړ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۹» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په یو استولي پیغام کې ټینګار کړی چې د هغه خبرې حقیقت او په دې اړه اسناد هم لري.

‎له دې سره د پولې‌تخنیک پوهنتون نوی ګمارل شوی رئیس عبدالرشید اقبال وایي، دی به د فساد پر وړاندې ودرېږي.

‎ښاغلی اقبال زیاتوي: "موږ تل له فساد سره مبارزه کړې، مبارزه کوو او مبارزه به وکړو. هغه څه چې ښاغلي کاکړ لیکلي ما یاداښت کړي او کله چې په دې اړه ماته کوم سند ورسېد اقدام به وکړم، زموږ ژمنه له فساد سره مبارزه ده هغه که په هره کچه وي."

عبدالرشید اقبال
عبدالرشید اقبال

له دې سره د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د محمد سعید کاکړ خبرې یوه ادعا بولي او په اړه‌یې د اسنادو غوښتونکی دی.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد حنیف فرزان د دوشنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د لوړو زده‌کړو وزارت دا موضوع یوه ادعا بولي، هر کله چې ښاغلي کاکړ په دې اړه اسناد، شواهد او هغه مدارک چې په اختیار کې یې لري له موږ سره شریک کړي، موږ به‌یې په اړه څېړنې وکړو."

‎محمد سعید کاکړ له ۳ کالو زیات د دغه پوهنتون مشري پر غاړه درلوده.

‎مخکې تر دې هم داسې تورونه لګېدلي چې په دولتي ادارو کې د فساد ښکارندویي کوي.

‎د افغانستان په دولتي بنسټونو کې د فساد خبره تل هغه څه دي چې د بحث وړ او د حکومت پر ضد یې زیاتې نیوکې راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG