د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د ازادي راډیو موندنه: د کرونا ناروغانو شمېر په اړه د روغتیا وزارت ارقام ناقص دي


افغان-جاپان روغتون کې د کرونا ویروس ازمیښت
افغان-جاپان روغتون کې د کرونا ویروس ازمیښت

په وروستیو څو ورځو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېرو په اړه د افغانستان عامې روغتیا وزارت له‌خوا وړاندې شوي ارقام له اصلي هغو سره توپیر لري.

دغه وزارت تېره ورځ راپور ورکړ چې د کرونا ویروس له ۵۲۹ مشکوکو پېښو ۱۶۵ هغه‌یې مثبتې ګڼل شوي، خو په دې کې یو مورد هم په کابل پورې اړه نه‌لري.

ازادي راډیو د دغه وزارت د شنبې ورځې «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۷» راپور په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره له څو روغتونونو سره شریک کړ او په پایله کې دا معلومه شوه چې یاد راپور رښتینی نه‌و او دغو روغتونونو په همدغه ورځ ۱۴۳ مورده ثبت کړي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په دې اړه سپیناوی وکړ ویې‌ویل چې ولې په کابل کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته کوم مورد نه‌دی ثبت شوی: "له روسیې هېواد څخه هغه کېټونه چې له موږ سره مرسته شوې وه هغه له لابراتوار سره جوړ نه‌راتلل، همدغه دلیل و چې مرکزي لابراتوار خپل معاینات سم ترسره نه‌کړل."

خو په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره د افغان-جاپان روغتون رئیس حکیم‌الله صالح بیا بل څه وايي: "تېره ورځ مو له ۲۵۰ کسانو څخه سمپلونه واخیستل چې په‌کې ۱۴۳یې وازمایل شول او له ډلې یې د ۱۱۳ کسانو ټسټ مثبت و."

د افغان-جاپان روغتون رئیس حکیم‌الله صالح
د افغان-جاپان روغتون رئیس حکیم‌الله صالح

د ښاغلي صالح په خبره په دغه روغتون کې پرون اته کسان بېرته روغ او څلور کسه مړه شول.

په سیټي خصوصي روغتون کې هم پرون ۲۸ کسان په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي، د دغه روغتون رئیس رضوان احمدزی وايي، روغتیا وزارت له خصوصي روغتونونو او لابراتوارنو اصلاً ارقام نه‌اخلي.

د سیټي خصوصي ازمیښت ځای
د سیټي خصوصي ازمیښت ځای

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "د عامې روغتیا وزارت او شخصي روغتونونو ترمنځ هېڅ ډول همغږي نه‌شته، د عامې روغتیا وزارت باید د شخصي روغتونونو نه هم ارقام واخلي، خلک حق لري چې د کرونا ویروس وروستيو او واقعي شمېر باندې وپوهېږي او باید ورته وړاندې شي."

په بلاسم خصوصي روغتون کې هم پرون په کرونا ویروس د اخته کسانو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي، خو په امیري روغتون کې بیا پرون له دغې ناروغۍ دوه تنه مړه شوي دي.

په کابل کې بلاسم خصوصي روغتون
په کابل کې بلاسم خصوصي روغتون

هڅه مو وکړه چې د ازادي راډيو د دغو موندنو په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر واخلو، خو مسؤلینو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو دغه وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د ۳۵۱ مثبتو پېښو د ثبت خبره کوي چې د معلوماتو پر بنسټ له دې ډلې ۳۴ کسه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې دغه‌شان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې ویروس نه شااوخوا ۲ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ټول شمېر نږدې ۳۱ زرو ته ورسېد چې له دې ډلې ۷۳۷ کسان مړه شوي او شااوخوا ۱۳ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG