د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

افغانستان کې زیاتېدونکی کرونا ویروس؛ د ګوزڼ پېښې هم مخ پر زیاتېدو دي


ارشیف، ننګرهار کې روغتیايي کارکوونکي د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف، ننګرهار کې روغتیايي کارکوونکي د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال

په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو سره د ګوزڼ مثبتې پېښې هم مخ پر زیاتېدو دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ۱۹ پېښې ثبت شوې دي.

د دې وزارت چارواکي وايي د کرونا ویروس خپرېدل او په یو شمېر سیمو کې د ناامنۍ له امله ونه‌توانېدل چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د پولیو منظم کمپاین ترسره کړي.

د دې وزارت د کتلوي معافیت د برخې مشر غلام دستګیر نظر يې لوی لامل په تېرو ۱۸ میاشتو کې د پولیو د منظم کمپاین نه‌کېدل یادوي.

‎ښاغلی نظر زیاتوي: "له بده مرغه د کرونا ویروس د خپرېدو نه وړاندې د ۱۸ میاشتو لپاره په پرله‌پسې شکل موږ د پولیو د له‌منځه وړلو کمپاینونه ونه‌شو کړای ځکه مخالفو وسله‌والو موږ ته په یو شمېر سیمو کې د کمپاین اجازه نه‌راکوله، نو دا د دې لامل وګرځېدل چې د ماشومانو په وجود کې معافیتي خلا رامنځته شي او دا واکسین هم ورته ونه‌رسېده."

ارشیف، هرات کې کور په کور د پولیو واکسین
ارشیف، هرات کې کور په کور د پولیو واکسین

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا پېښې ۱۱ په سوېل او ختیځ، ۴ په لوېدیځ، ۱ په شمال (بلخ) ولایت کې او ۱ هم په بدخشان ولایت کې ثبت شوې دي.

‎د دغه وزارت په خبره، په ټول ۲۰۱۹ کال کې د پولیو ۲۹ پېښې ثبت شوې وې.

‎په ۲۰۱۸ کې بیا دا شمېر ۲۱ پېښو ته رسېده.

‎دغه وزارت وایي مخکې د پولیو پېښې به ‌‌‌‌‌‌ډېر یې په جنوبي او ختیځو سیمو کې وې، خو سږ کال‌یې شمالي ولایتونو ته هم سرایت کړی او دلیل د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د واکسینونو نه‌رسېدل او د وسله‌والو مخالفینو له لوري د نه‌اجازې خبره کوي.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د برخې مشر غلام دستګیر نظر وايي په تېر ۲۰۱۹ کال کې دوی پلان درلود چې ۹،۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي، خو دی وايي د ناامنۍ او کرونا ویروس له امله پنځه میلیونه ماشومان له واکسین پاتې شول."

‎ خو طالبان بیا دا خبره ردوي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل مخکې به د پولیو واکسین د تطبیق په پلمه د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې استخباراتي معلومات ټولېدل، خو په خبره‌یې وروسته‌یې د روغتیا نړیوال سازمان سره په ګډه په یوه مېکانیزم توافق وکړ چې دا مهال د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین د هم هغو شرایطو په اساس تطبیقېږي.

‎بل‌خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه څرګندوني چې افغان ماشومان د ټولو نورو ناخوالو ترڅنګ روغتیایي اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه‌لري.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د دغه کمېسیون د عامه اړیکو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "له بده مرغه افغان ماشومان د خپلو بشري او اساسي حقونو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي، حکومت او نور نړیوال بنسټونه مکلف دي چې روغتیایي خدماتو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي په برخه کې اساسي ګامونه واخلي، زموږ هیله دا ده چې له دې وروسته دې افغان ماشومانو ته په ټولو په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې جدي پام وشي."

‎ښاغلی فرهنګ وایي د جګړو او تاوتریخوالي له امله افغان ماشومان له پامه غورځول شوي دي.

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي تر راتلونکو دوو میاشتو به د پولیو ضد کور په کور کمپاینونه او د واکسین تطبیق بېرته پیل شي.

XS
SM
MD
LG