د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

پاکستان کې پر پولیو ضد کمپاین د کرونا ویروس اغېزې


پاکستاني چارواکو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره کور په کور واکسین درولی څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.
پاکستاني چارواکو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره کور په کور واکسین درولی څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

پاکستان، چې له کلونو راهیسې د ماشومانو له ګوزڼ سره په مبارزه بوخت دی اوس له یوه بل ویروس سره مخامخ دی.

پاکستان د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد خپلې سرچینې د کرونا ویروس پر ضد مبارزې ته ځانګړي کړي او دې کار په دغه هېواد کې میلیونونه ماشومان د پولیو له خطر سره مخامخ کړي دي.

په پاکستان کې له ډېرو کلونو راهیسې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد مبارزه د وسله والو سختدریځو د حملو، توندلارو ملایانو او د واکسین ضد تبلیغاتو له کبله له ستونزو سره مخامخ ده.

اوس د جنوبي اسیا دغه هېواد ته، چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، یوه نوې ستونزه ورپېښه ده چې دا د کرونا ویروس وبا ده.

پاکستاني چارواکو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره کور په کور واکسین درولی څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

د پولیو واکسینران او نور امکانات یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي مبارزې ته ګومارلي دي.

پاکستان د کرونا ویروس تر ۱۶ زره ۷ سوه زیاتې پېښې ثبت کړي او ویلي یې دي چې د اپریل تر دېرشمې پورې په دغه هېواد کې ۳۵۸ تنه په کرونا ویروس مړه شوي دي.

خو باور کېږي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو او ورڅخه د مړو شویو حقیقي شمېر به تر دې په ځلونو ډېر وي ځکه چې په دغه هېواد کې د ډېرو لږو کسانو ټېسټ اخیستل شوی دی.

حکومت په پیل کې ګرځبندیز ولګاوه او خلک یې له رایوځای کېدو منع کړل مګر وروسته یې بندیزونه نرم کړل.

د پاکستان روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي چې د ماشومانو د ګوزڼ د واکسیناسیون درېدا به لسګونه میلیونه ماشومان له واکسینه بې برخې کړي او دا ناروغي به یو وار بیا زیاته شي.

په وروستیو کلونو کې په نایجریا کې د واکسیسناسیون د پرله پسې تطبیق له کبله دا ویروس په دغه هېواد کې ورک شوی خو پاکستان او ګاونډی یې افغانستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ پکې له منځه نه دی تللی.

ټاکل شوې وه چې په اپریل میاشت کې په پاکستان کې۴۰ ملیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي خو د کرونا ویروس له کبله د واکسیناسیون دا پروګرام وځنډول شو.

په خيبر پښتونخوا کې د ولسي روغتیا د څانګې متخصص ډاکټر نديم جان په دې اړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د پولیو ضد واکسیناسیون څومره اغېزمن شوی دی.

د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "د پولیو د واکسین د درېدو له کبله به د ګوزڼ پېښې ډېرې شي، او هسې هم تېر کال تر ورتېرو کلونو په پاکستان کې د پولیو پېښې ډېرې شوې وې."

د پاکستان لپاره د ماشومانو د پولیو پر ضد واکسین له دې کبله مهم و چې تېر کال په دغه هېواد کې د ګوزڼ ۱۴۷ پېښې ثبت شوې چې دا تر ۲۰۱۷ ډېرې زیاتې وې.

په ۲۰۱۷ میلادي کال په پاکستان کې ۲۲ تنه په پولیو اخته شوي وو.

سږ کال تر اوسه پورې چارواکو د پولیو ۴۱ پېښې ثبت کړي دي.

اکثره پېښې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي چې ملایان او سختدریځې ډلې پکې د واکسین پر ضد زیات تبلیغات کوي.

په کرونا ویروس هم د پاکستان تر بل هر ایالت ډېر کسان په خیبر پښتونخوا کې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG