د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

افغان ولسمشر: ډاکترانو او نرسانو ته دې په بېړه تنخواه ورکړل شي


په افغان-چاپان روغتون کې یو شمېر ډاکتران
په افغان-چاپان روغتون کې یو شمېر ډاکتران

د افغانستان ولسمشر پرون (د جون په ۲۷) امر کړی چې هغو نرسانو او ډاکترانو ته چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کار کوي، باید په بېړني ډول تنخواه ورکړل شي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماسپښين د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه پلاوي، د افغان-جاپان روغتون او د محمد علي جناح روغتون له مسؤلینو سره د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې کړې دي. په دې وېډیو کنفرانس کې د چارو ادارې عمومي رئیس هم برخه درلوده.

ولسمشر غني همداراز مسؤلو ادارو ته ویلي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له امکاناتو او وسایلو د ناوړه استفادې په اړه راپورونه په جدیت ورازوي او د څېړنې پایلې دي ورسره شریکې کړي.

د افغانستان د طبي شورا رئيسې نسرین اوریاخېل تر دې څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې هغه ډېرو نرسانو او ډاکترانو چې له کرونا ویروس سره مبارزه کوي معاشونه نه‌دي اخیستي او پر روحیه‌یې ناوړه اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG