د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۴

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳۰،۴۵۰ واوښت

افغان-جاپان روغتون
افغان-جاپان روغتون

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت نن رسنیو ته په یوه لېږلي معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۸ کسان مړه شوي او ۱۳۲ تنه نور روغ شوي دي.

له دې سره د وزارت په حواله په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۰ زره ۴۵۱ او د مړو شمېر په ټوله کې ۶۳۸ ته ورسېد.

روغتیا وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغه ویروس څخه د خوندیتوب لپاره لاسونه په وار وار په صابون پرمینځي، له نورو خلکو لږترلږه یو متر فاصله وساتي او خپله خوله او پوزه په ماسک وپوښي.






This item is part of
XS
SM
MD
LG