په ګڼو امریکايي ورځپاڼو کې په افغانستان کې ۸۶۰۰ سرتېرو ته د امریکايي سرتېرو د شمېر د راکمېدو په اړه لیکنې خپرې شوې دي.
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو راپور کې د امریکايي جنرال فرانک مکنزي له خولې لیکلي، د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو سره د سولې د ابتدايي جوړجاړي له مخې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړی دی.
ورځپاڼه وايي، دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو د پلان نور اړخونه له شاتګ او یا ځنډ سره مخ دي.
خپرونه وايي، د افغانستان د لس کلنې جګړې په اوج کې په دې هېواد تر سل زرو زیات امریکايي سرتېري د ناټو د نورو غړو او متحدانو د لسهاوو زرو سرتېرو سره موجود وو.
خو وروسته له هغې چې ټولو خواوو ومنله دا جګړه په پوځي لاره نه ګټل کېږي، په وروستیو کلونو کې د بهرنیو سرتېرو شمېر کم شو او د امریکا متحدو ایالتونو خپل ستراتیژي د سیاسي حل لارې موندلو ته بدله کړه، هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا تر اوسه ځنډني او پېچلي ثابت شوي دي.
نیویارک ټایمز په دوحه کې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوي تړون ته اشاره کوي او وايي، په دې تړون کې په څو پړاوونو کې له افغانستان څخه په دې هېواد کې د پاتې ۱۲ زره امریکايي سرتېرو پر ایستلو هم هوکړه وشوه.
په تړون کې د بندیانو د تبادلې او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د دې هېواد پر راتلونکې د مستقیمو خبرو د پیل خبره هم شوې ده.
- ورلډ پولیټیکل رویوو
د ورلډ پولیټیکل رویوو خپرونې بیا په افغانستان کې د سولې پر هڅو لیکنه کړې چې سرلیک یې دی "ولې د افغانستان د سولې خبرې د شطرنج سیالۍ ته ورته دي."
د لیکنې لېکوال وايي، افغانستان لا هم تر سولې اوږده لاره مخکې لري، خو په وینا یې په دې اونۍ کې هغه خبرونه چې وایې د افغان حکومت مرکچیان به ډېر ژر په قطر کې له طالب مشرانو سره مستقیمې خبرې پیل کړي، د دې څرګندونه کوي چې سوله ممکنه ده، او یا لږ تر لږه دا سولې ته د نژدې کېدو یو وړوکی ګام دی.
لیکوال وړاندې زیاتې وي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې یوازې څو میاشتې وروسته تر دې ځایه را رسېدل دا هم ښيي چې اعتماد جوړونه کار ورکوي.
خو لیکوال په عین حال کې وايي، که چېرې د جګړې دواړه خواووې او یا احتمالي ګډوډونکي لکه پاکستان دا ګڼي چې ګوندې د ښو شرطونو د منلو لپاره په بهتر دریځ کې دي، نو دوی ممکن په دې نه پوهېږي چې د شطرنج لوبه روانه ده.
د ورلډ پولیټیکل رویوو لیکي، تر اوسه یوازې د امریکا او پاکستان دریځونه په روانو هڅو کې شامل دي.
د چین، هند ایران، روسیې د خلیج د هېوادونو حساب هم باید وشي همدارنګه په سیمه کې د القاعده پاتې شوې او د داعش وسله واله ډله هم باید په پام کې ونیول شي.
خپرونه د ملګرو ملتونو یو راپور ته اشاره کوي چې په کې ویل شوي د طالبانو استازو د افغانستان په ختیځ کې د ایمن الظواهري او حمزه بن لادن سره کتلي.
خپرونه وايي دې رسوایۍ په واشنګټن او په بروکسل د ناټو په مقر کې اضطراب رامنځته کړی.
د لیکوال په باور د حزب ولایت په نوم د ایران ملاتړ لرونکې او له طالبانو د یوې نوې جلا شوې ډلې راپورته کېدو هم له حالاتو سره مرسته نه ده کړې.