د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

شمال کې کوچیان: روغتیايي او تحصیلي چوپړتیاو ته اړتیا لرو


کوچیان وايي چې په خپلو استوګنو ځایونو کې ورته سیار او ثابت روغتیايي کلینیکونه نشته او همدارنګه ماشومان یې ښوونځیو ته لاس رسی نه لري.
کوچیان وايي چې په خپلو استوګنو ځایونو کې ورته سیار او ثابت روغتیايي کلینیکونه نشته او همدارنګه ماشومان یې ښوونځیو ته لاس رسی نه لري.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کوچیان خپلو ستونزو د سیمه حکومتونو له بې پامۍ شکایت لري.

په شمال زون کې د کوچیانو د سمون اداره وايي چې په سرپل، بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې ورته هېڅ ډول بشري مرستې نه دي ترسره شوي او همدا راز حکومتونه یې په وړاندې له تبعیض څخه کار اخلي.

په یو شمېر شمالي ولایتونو کې کوچیان د دولت له لوري ورته د ژوندانه د اساسي چوپړتیاو د نه برابرولو په اړه شکایت کوي.

په بلخ کې کوچیان وايي چې په خپلو استوګنو ځایونو کې ورته سیار او ثابت روغتیايي کلینیکونه نشته او همدارنګه ماشومان یې ښوونځیو ته لاس رسی نه لري.

په سمنګان ولایت کې کوچیان ادعا کوي چې مواشي مالڅرونه یې د سیمه ییزو زورواکو او غیر مسئوله وسله والو لخوا غصب شوي دي.

په سرپل کې کوچیان شکایت کوي چې د مالڅرو د غصب، ښوونځیو او روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي د ستونزو ترڅنګ دوی استوګنو کسانو لخوا ځورول کېږي او سیمه ییز چارواکي یې هم په وړاندې د مور او میرې چلند کوي.

په شمال کې د کوچیانو د لویې اتحادیې مشر سید محمد حریق ازادي راډیو ته ووېل: "اساسي او عمده ستونزه دا ده چې د کوچیانو د ژوند اساسي او مهمې برخې ته چې د زده کړې او صحي خدماتو برخه ده بې پامي شوې ده، دا ستونز په ټولو شمالي ولایتونو له سمنګان څخه تر سرپل شته ده او زمونږ مالڅر غصب شوي."

په همدې حال کې په شمال زون کې د کوچیانو د سمون ریاست وايي چې روغتیايي چوپړتیاو ته د نه لاس رسي، د ښوونځیو نه شتون او د کوچیانو د مالڅرونو د غصب مسئلې یې مرکز دولت له چارواکو سره شریک کړې دي، خو تر اوس هېڅ ډول عملي اقدام نه دی شوی.

په شمال کې د کوچیانو د سمون ریاست مشر غلام فاروق عبیدي ازادي راډیو ته وویل سره له دې چې په بلخ ولایت کې د کوچیانو لپاره د پوهنې وزارت او عامې روغتیا وزارت له لوري دوه ښوونځي او دو روغتیايي کلینیکونه منظور شوي، خو سیمه ییز اداره په دغه برخه کې اقدام نه کوي.

عبیدي زیاتوي: "د پوهنې وزارت او د عامې روغتیا وزارت د دوه ښوونځیو او کلینیکونو د جوړښت امر کړی، خو سیمه ییزه اداره په دې تړاو هېڅ مرسته او همکاري نه کوي."

په بلخ کې د عامې روغتیا ریاست مسئولان کوچیانو ته د دغو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو د امر له ترلاسه کېدو خبر ورکوي، خو د بلخ پوهنې اداره نه غواړي چې کوچیانو ته د ښوونځیو د جوړښت د تکمېلولو په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي.

تر دې پخوا د افغانستان د پوهنې وزارت اعلام کړی و چې د ۱۳۹۹ هجري کال په ترڅ کې به په شمال زون کې د کوچیانو لپاره لس ښوونځي منظور شي، خو تر دمه حتا د یوه ښوونځي د جوړېدو تشکیل هم نه دی بشپړ شوی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د شمال زون په هغه غرنیو سیمو او دښتو کې چې کوچیان اوسېږي د دوی لپاره څه کم لس سیار روغتیايي کلینیکونه فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG