د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

افغان کوچیان: د ژوند په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ یوو


د افغانستان د کوچیانو یوشمېر استازي دوی ته د حکومت د نه پاملرنې له امله شکایت لري او وايي چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کوچیان وايي، د ښوونځیو، روغتیايي کلینیکونو، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی او د څړ ځایونو غضب هغه عمده ستونزې دي چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي.

دوی چې د شنبې په ورځ له ۳۴ ولایتونو د خپلو ستونزو د شریکولو او د دغو ستونزو د هواري په هدف، په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې سره راټول شوي، حکومت کوچیانو ته په نه پاملرنه تورن کړ او ویې ویل چې په وزارتونو او ان د ولایتونو په څوکیو کې دوی ته ونډه نه ده ورکړل شوې.

د کوچیانو د شمال او شمال ختیځ زون دوو تنو استازو ملک میرحمزه او عبدالحق حقیار په دې اړه وویل:

"په ټول افغانستان کې زموږ څړځایونه غضب شوي، کوچیان له فقر او بې وزلۍ سره مخامخ دي، حکومت باید کوچیانو ته د کار زمینې برابرې کړي او د کوچیانو ریاست په وزارت بدل شي."

"کوچیان کوم اضافي بار نه دی، هر څه چې ورباندې راځي، را دې شي، زموږ کوچیان د دغه هېواد اصلي وارثین دي او باید ژوند ته یې پاملرنه وشي."

په ورته وخت کې د کوچیانو چارو د سمون رئیس دلاور فیضان وايي، که څه هم د کوچیانو د خدمت لپاره هلې ځلې کوي، خوغږ یې د کابینې د غړو په ګډون، د حکومتي چارواکو له خوا نه اورېدل کېږي.

دی زیاتوي:

"نېږدې دوه کاله کېږي چې زه دلته رئیس یم او اعتراف کوم چې ما د کوچیانو لپاره هېڅ کار ونه کړ، حتی په څلورو میاشتو کې د کابینې غړو ما او زما ټيلیفون ته ځواب نه دی ورکړی."

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو زرګونه دغه کوچیان د شنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې سره راټول شوې وو.

دوی په دغه ناسته کې د حکومت د سولې له طرحې، د برښنايي تذکرو د وېش او دغه شان له راتلونکو انتخاباتو خپل ملاتړ اعلان کړ.

کوچیان وايي، دوی چې په ټولو ملي پروسو کې برخه اخيستې او باید له پامه ونه غورځول شي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست بیا وايي چې د کوچیانو د ژوند ښه والي ته یې تل پام کړی او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت د کوچیانو حقونو ته متوجه دی او دوی هم د افغانستان د نورو وګړو په څېر مساوي حقوق لري، حکومت د تعلیم او روغتیا په برخو کې هغوی ته پام کړی او په راتلونکې کې به یې هم ستونزې حل کړي. "

په ورته وخت کې د کوچیانو چارو د سمون خپلواک ریاست وايي چې کابل ته راغلي د کوچیانو یو شمېر استازي به د خپلو ستونزو د هواري په هدف، له ولسمشر سره هم وګوري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG