د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

پاکستان سږ کال د افغان کوچیانو پر وړاندې خپل څړ ځایونه بند کړل


په داسې حال کې چې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ اړیکې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي له کبله ورځ تر بلې خرابې شوې دي، همدا سیاسي کړکېچونه د کډوالو په ګډون پر نورو ټولنیزو اړخونو هم بې‌اغېز نه‎دي پاتې شوي.

د همدغو کړکېچونو په دوام پاکستان سږ کال د هغو کوچیانو پر وړاندې خپل څړ ځایونه بند کړل چې هر کال‌یې خپلې رمې د افغانستان له ختیځو او مرکزي سیمو د ډیورند کرښې بلې غاړې ته د څړ لپاره بیولې.

روېټرز خبري اژانس د جرمني د یوې خیریه ډلې هغه وروستۍ ارزونه راخیستې چې وایي، ۲۰۰ زره کوچیان چې د پاکستان لار ورباندې تړل شوې، د افغانستان په خوست ولایت کې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

دغه اداره وایي، دا شمېر کوچیان یوازې د راتلونکو دوو اوونیو لپاره کافي خوراکي مواد لري.

افغان کوچیان
افغان کوچیان

په همدې حال کې د افغانستان د کوچیانو چارو د سمون خپلواکه اداره هم په‎دې اړه اندېښنه ښیي او وایي، له اړوندو وزارتونو څخه‌یې د مرستې غوښتنه کړې، خو لا تر اوسه دا مرسته نه‎ده رسېدلې.

د دغې ادارې مشر دلاور فیضان ازادي راډیو ته وویل چې پر محیطي عواملو سربېره سیاسي کړکېچونو د کوچیانو پر ژوند ډېر اغېز کړی دی.

۲۰۰ زره کوچیان چې پاکستان پرې لار تړلې، خوست کې له سختې لوږې سره مخ دي.

دی وايي:

"له بده مرغه پر کوچیانو یې ډېر اغېز ځکه کړی چې کوچیانو باندې پولې بندې شوي او دوی په افغانستان کې ایسار دي چې ډېری یې په خوست او ننګرهار کې دي. طبیعي خبره ده چې له یوې خوا پاکستان پولې ورباندې وتړلې او بل‎خوا ژمی او واورې شروع شوي، نو رښتیا هم له کوچیانو سره مرستې نه‎دي شوي او ډېری مالدارۍ یا له واورې او یا د وچکالۍ له کبله له‎منځه ولاړې."

ښاغلی فیضان وایي، د کرنې او مالدارۍ وزارت په ګډون له نورو اړوندو ادارو سره‌یې دا اندېښنه شریکه کړې ده، خو تر اوسه نه دغو او نه هم د افغانستان په نورو سیمو کې کوچیانو ته کومه مرسته رسېدلې.

دلاور فیضان
دلاور فیضان

فیضان زیاتوي:

"زموږ چې کوم څړ ځایونه دي هغه تر ګواښ لاندې دي که د هوا او بارانونو له وجې وي، که نور سیاسي او تخنیکي مسئلې وي. طبیعي خبره ده چې افغانستان یو زراعتي او مالداري هېواد دی، نو که مالدارۍ ته پام ونه‎شي هم د افغانستان په اقلیم او هم د روغتیا پر برخې اغېز کوي، حتی سیاسي او اقتصادي ستونزې راولاړېږي او دا نه‌یوازې د افغانستان، بلکه د سیمې په سطح لوی زیان دی. زه بیا هم خپله خبره تکراروم چې ولې خلک توجه نه ورته کوي؟"

روېټرز خبري اژانس هم په خپل راپور کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې په نوم یوې خیریه ټولنې د مشرې له قوله ویلي چې په خوست ولایت کې د وروستیو شااوخوا دوه لکه ایسار شویو کوچیانو سره د مرستې لپاره‌یې له دوو لویو مرسته رسوونکو ادارو سره اړیکه نیولې، خو وایي هغو دا مرسته رد کړه.

«کېنګا کوموروسکا» د دغو مؤسسو نومونه ونه‌ښودل، خو وایي یوې مؤسسې د دغو کوچیانو په اړه د ناکافي معلوماتو له کبله او بلې یوې له دې کبله مرسته رد کړه چې وایي، هغه سیمه د دوی په کاري چوکاټ کې شامله نه‎ده.

په افغانستان کې د کوچیانو د اړتیاوو دا وروستۍ ارزونه یوې برلین مېشتې خیریه ډلې «Johanniter International Assistance» کړې چې وایي، نور کلونه هم پاکستان د تګ راتګ لاره بندوله، خو کوچیانو ته به‌یې اجازه ورکوله چې خپلې رمې څړ ځایونو ته بوځي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچ د دې لامل شوی چې پاکستان په هغه هېواد کې مېشتو شااوخوا دوه میلیونه کډوالو ته دوه میاشتې وخت وټاکي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG