د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

ایران کې د افغان کډوالو د قانوني کولو هڅه؛ حنیف اتمر تهران ته ځي


د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې غونډه
د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې غونډه

افغان چارواکي وايي، په نږدې راتلونکي کې به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ایران ته سفر وکړي او هلته به له ایراني چارواکو سره په ایران کې د افغان کډوالو د قانوني کولو پر لارو چارو او نورو مسایلو خبرې وکړي.

ایران ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر د سفر پرېکړه په هغه غونډه کې وشوه چې د سې شنبې په ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا غونډه په ایران کې د افغان کډوالو د حضور د قانوني کولو پر لارو چارو راڅرخېده او په‌کې پر افغان چارواکو سربېره، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ رئیس هم ګډون درلود.

افغان حکومت په ایران کې د افغان کډوالو د حضور په قانوني کولو په داسې حال کې بحث کوي چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې دوو مرګونو پېښو په افغانستان کې دننه د خلکو پراخ اعتراضونه راوپارول.

لومړۍ پېښه د غوایي میاشتې په ۱۳مه نېټه وه چې ادعا کېږي د افغانستان او ایران پولې ته نږدې شااوخوا ۵۰ تنه افغان کډوال چې په غیر قانوني توګه ایران ته اوښتل، شکنجه او یو شمیر یې د هریرود سیند کې ډوب کړای شول. له پېښې ژوندیو وتلو کسانو ادعا وکړه چې ایراني پوله‌ساتو لومړی افغان مسافر وهلي او ډبولي او وروسته‌یې سیند ته په غورځېدو مجبوره کړي دي.

ایران
ایران

دوهمه پېښه هم د غبرګولي په ۱۴مه نېټه د ایران په یزد ښار کې رامنځته شوه چې ایراني پولیسو د افغان کډوالو په یو موټر ډزې وکړې. وروسته موټر اور واخیست، درې کسان په‌کې ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

دې دواړو پېښو په ټولنیزو رسنیو کې د ایران د چارواکو پر ضد د افغانانو پراخ عکس‌العملونه راوپارول او په افغانستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې یې د ایران د سیاسي نمایندګیو مخې ته اعتراضونه وکړل. ایران پر دې اعتراضونو د اعتراض په توګه تهران کې افغان سفیر غفور لېوال احضار کړ او د ایران ضد اعتراضونو له کبله‌یې ورته شکایت وکړ.

بهرنیو چارو وزارت: ایران سره په پوله د ځینو افغانانو د وژنې راپورونه څېړوو

د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د افغان کډوالو مرګ‌ژوبله څېړي

معترضو افغانانو همدارنګه افغان چارواکي هم د خپلو وګړو په وړاندې په بې‌پروایۍ ملامته کړل.

د ولسمشر لومړي مرستیال د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل: "په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلی اتمر به په نږدې راتلونکي کې ایران ته سفر کوي. له ایراني چارواکو سره به دغلته د افغان کډوالو د ستونزو په اړه په ځانګړې توګه په وروستیو کې چې کومې پېښې افغان کډوالو ته رامنځ ته شوې او کومې ستونزې چې ورته پېښې شوې دي، خبرې وکړي او د حل لارې چارې به‌یې ولټوي. په دې غونډه کې چې د کډوالو چارو وزیر هم په‌کې و په دې هم خبرې وشوې چې څنګه ایران کې میشت افغان کډوال برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي، برېښنايي پاسپورټونه ورته جوړ شي."

د ولسمشر لومړي مرستیال د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد
د ولسمشر لومړي مرستیال د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد

د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د دفتر د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد زیاته کړه، په غونډه کې په دې هم خبرې وشوې چې "په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته هلته د اوسېدو او کاروبار لپاره قانوني اسناد برابر شي، څو دا پلمه له‌منځه ولاړ شي چې په ایران کې ګڼ افغانان په غیر قانوني توګه اوسېږي."

دا چې ښاغلی اتمر به کله ایران ته سفر کوي، رضوان مراد او یا بلې کومې حکومتي سرچینې یې د دقیقې نېټې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې هم ویل شوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره "په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت، الکترونیکي تذکرې او پاسپورټ پروسې د پیلولو او د دوی د حضور د قانوني کولو په اړه د افغانستان حکومت د چمتووالي په هکله خبرې وکړي."

ارګ کې ایران ته د اتمر د سفر په اړه غونډه
ارګ کې ایران ته د اتمر د سفر په اړه غونډه

ارګ وايي دا غونډه د ملي امنیت شورا او یوې بلې غونډې په دوام چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او ارزونې په موخه د روانې اوونۍ په پیل کې جوړې شوې وې، وشوه.

اوونۍ مخکې د ملي امنیت شورا په غونډه کې په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې وروستۍ پېښې وارزول شوې او ایران ته د یو لوړپوړي افغان پلاوي د استولو پرېکړه شوې وه څو له ایراني چارواکو سره د پولې د امنیت پر ډاډمنیتا، د غیر قانوني تګ راتګ پر مخنیوي، د افغان کارګرو د استخدام د تنظیم د هوکړې د مسودې پر وروستي کولو او هلته د مېشتو کډوالو پر قانوني کولو خبرې او بحث وکړي.

د کډوالو سربېره ایران چې له طالبانو سره څرګندې اړیکې لري د افغانستان په سوله کې هم رول لري. ګومان کېږې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر به د طالبانو سره د سولې په برخه کې هم د ایران په ملاتړ د دې هېواد له چارواکو سره وغږېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سې شنبې په ورځ مسکو کې له خپل روسي ساري سره په لیدنه کې په نورو مسایلو سربېره د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې کړي.

روسي رسنیو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خولې ویلي، روسیه او ایران به په افغانستان کې د ملي پخلاینې د پروسې د پیل لپاره خپلو کې د هڅو همغږۍ ته دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې ایترتاس خبري اژانس وايي، لاوروف په مسکو کې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره تر لیدنې وروسته وویل: "موږ به د افغانستان د (کړکېچ) هواري لپاره او د افغانستان ملي پخلاینې د پروسې د ژر پیل لپاره او د داسې یو سوله‌ییز او خپلواک افغانستان د بیا احیا لپاره خپل دریځونه همغږي کړو چې د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو د قاچاق سرچینه به نه‌وي."

د ایترتاس په وینا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم یادونه وکړه چې د افغانستان د سولې په اړه تهران او مسکو ورته دریځونه لري او هېواد یې تل دې برخه کې د روسیې د هڅو ننګه کړې.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG