د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د عامې روغتیا وزارت له بندیز سره سره کابل کې د کرونا ویروس چټک ټسټونه کېږي


د کرونا ویروس د چټک ټسټ الې
د کرونا ویروس د چټک ټسټ الې

په افغانستان کې یو شمېر خصوصي روغتونونه د عامې روغتیا وزارت د لارښوونې خلاف د کرونا ټست له ۲۴ ساعتونو څخه په کم وخت کې ترسره کوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تازه اقدام کې ټولو خصوصي روغتونونو ته امر شوی چې د کرونا ویروس چټک ټسټ ترسره نه‌کړي.

عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې له دې وجې سپارښتنه کړې چې د 'کووېډ-۱۹' زر معلومول د اعتبار وړ نه‌وي او بايد په ټاکلي وخت کې ترسره شي.

د کرونا ویروس چټک ټسټ د ناروغ د وینې له لارې ترسره کېږي، د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د کرونا ویروس چټک ټسټ اخیستل د باور وړ نه‌دي ممکن ۵۰ فیصده د دې ژر ټسټ اخیستل غلط وي، له دې وجې باید له ژر ټسټ اخیستلو څخه ډده وشي، د افغانستان عامې روغتیا وزارت دغه ډول ټسټونه په شخصي روغتونونو کې منع کړي."

خو یو شمېر خصوصي روغتونونه بیا د عامې روغتیا وزارت دغو سپارښتنو ته جدي پاملرنه نه‌کوي.

د اریانا شخصي روغتون رئیس عبدالواحد صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وايي: "زما په باور هغه هېواد کې چې په میلیونونو وګړي نفوس لري او د پي سي ار څو محدوده لابراتوارونه ولري، نو څنګه له شخصي روغتونونو غواړي چې د کرونا ویروس چټک ټسټ ونه‌کړي، دغه کار په هغه هېوادونو کې کېږي چې د پي سي ار لپاره لازم ظرفیتونه لري، د کرونا ویروس چټک ټسټ په هغه هېوادونو کې نه‌کېږي چې هغوی د پي سي ار کافي لوازم ولري نه په افغانستان غوندې هېواد کې چې د دې کار مخه هم په‌کې نیول کېږي."

کریمي روغتیايي مجتمع هم د کرونا ویروس د چټک ټسټ کولو بهیر پیل کړی. دغه روغتون ان تر دې چې د خپلې ودانۍ پر دېوال‌یې لیکلي چې په ۲۴ ساعتونو کې دغه چاره ترسره کولای شي.

د کابل په لوېدیځ کې کریمي روغتون
د کابل په لوېدیځ کې کریمي روغتون

خو له بلې خوا سیټي لابرتوار چې د کرونا ویروس د چټک ټسټ چاره‌یې پر مخ وړله، اوس‌یې دغه کار بند کړی.

د دې لابراتوار مشر رضوان‌الله احمدزی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "تر اوسه موږ له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۳۰ زره کسانو لپاره د پي سي ار کېټونه راوړي دي او ټاکل شوې له دې ډېر وارد کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې اعلان وکړ چې په هېواد کې خصوصي روغتونونه کولای شي د کرونا ویروس ټسټونه ترسره او درملنه‌یې وکړي.

د کابل په یوه شخصي روغتون کې ډاکتر د ناروغ د راپور د ارزونې پر مهال
د کابل په یوه شخصي روغتون کې ډاکتر د ناروغ د راپور د ارزونې پر مهال

هم‌مهاله د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۹۳ نویو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي چې له ډلې یې ۱۳ کسه مړه شوي او شاوخوا ۴۰۰ کسان بېرته روغ شوي دي.

له تازه ثبت شویو پېښو سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې پېښې ۲۶،۳۱۰ شوې چې له ډلې یې ۴۹۱ کسان مړه او ۵،۵۰۰ کسان بېرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG