د امریکا ولسمشر غواړي یو اجرائيه فرمان لاسلیک کړي چې له مخې بهیې له زوره د کار اخیستو په برخه کې پولیس په ښه توګه روزل کېږي او د دوی ناوړه چلند به هم ثبتېږي.
ټاکل شوې ډونالد ټرمپ نن د سې شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د جون ۱۶» د پولیسو اړوند دغه اجرائیه فرمان لاسلیک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تور پوستي جورج فلويد تر وژل کېدو وروسته ښارونو او ایالتونو د پراخو لاریونونو د غوښتنو په غبرګون کې په خپله اقدامات وکړل.
ویل کېږي دا فرمان به په امریکا کې (د تور پوستو ژوند هم مهم دی) په نوم د پیل شوي غورځنګ او هغو فعالانو غوښتنې پوره نهکړای شي چې د نژادي نا انډولۍ او پولیسو د ظلمونو پر ضد لاریونونه کوي.
د ټرمپ د ادارې چارواکي وايي، اجرائیه فرمان به د پولیس افسرانو د چلند په اړه معلومات ټولولو ته زمینه برابره کړي چې په اړهیې له زوره د کار اخیستلو په خاطر شکایتونه شوي او دوی به نهشي کولای له یوه مأموریته بل ته ځان تبدیل کړي.
ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل: "عمومي هدف دا دی چې قانون عملي شي او په عدالت او خوندیتوب سره دا کار وشي."
ټرمپ په داسې حال کې یاد فرمان لاسلیک کوي چې په ټوله امریکا کې وروسته له هغه پراخ لاریونونه پیل شول چې یوه سپین پوستي پولیس د یوه تور پوستي سړي جورج فلویډ پر غاړه نهه دقیقې خپل زنګون ايښی وو او وروسته د هغه د مړینې خبر خپور شو.
دا امر به همداراز یو سیستم رامنځته کړي چې فدرال مالي مرستې د پولیسو ادارو ته ورسېږي او له زوره د کار اخیستلو په برخه کې به د پولیسو پر چلند مصرف شي.
په واشنګټن کې له تغییراتو سره به پر ځايي کچه هم تغیيرات عملي شي.
په دا ډول وروستیو مواردو کې یو د اتلانتا ښاروالې کیشا لانس باټومز نن د جون په ۱۶مه د پولیسو په سیستم کې له زوره د کار اخیستلو په برخه کې چټک اصلاحات اعلان کړل.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې تېره اوونۍ پولیسو یو بل تور پوستی امریکايي په ډزو وواژه.
د سیاټل ښار شورا هم تصویب کړه چې نور پولیس نهشي کولای پر سولهيیزو لاریونونو اوښلن ګاز، د مرچکو سپرې او یا نور د کنټرول وسایل وکاروي.
د امریکا په ګڼو سیمو کې پرون د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۵مه نېټه د نیویارک ښار پولیسو وویل چې په ملکي کالو کې د جرایمو پر ضد د پولیسو واحدونه منحلوي.
د نیویارک د پولیسو په وینا، په نامناسبو ډزو کې د دغو واحدونو د لاس لرلو په اړهيې ډېر شکایتونه ترلاسه کړي دي.