د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

امریکا کې د مظاهرو په دوام د ځینو تاریخي شخصیتونو مجسمې ونړول شوې


امریکا کې د یوې مجسمې نړول
امریکا کې د یوې مجسمې نړول

په متحده ایالاتو کې د نژاد پالنې پر ضد د مظاهرو په دوام د یو شمېر هغو تاریخي شخصیتونو مجسمې نړول شوي چې په یو ډول سره‌یې له مرییتوب او نژادي توپیر سره اړیکه لرله.

په متحده ایالاتو کې د تېرو ۱۶ ورځو اعتراضونو په دوام پرون پنجشنبه د امریکا د بومي وګړو فعالانو په میناسوتا ایالت کې د امریکا قارې د کشفوونکي ایټالوي کریستوف کولمب مجسمه هم ویجاړه کړه. همداراز د هغو نښو او سمبولو لیرې کول هم پیل شوي دي چې د نژادي توپیر ملاتړ کوي.

په متحده ایالاتو کې د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تور پوستي جورج فلوید له وژل کېدو وروسته د نژاد پالنې ضد د هڅو په لړ کې د هغو سیمبولو او نښو لیرې کول هم پیل شوي دي چې د نژادي توپیر ملاتړ کوي.

تېره شپه ناوخته د کورنۍ جګړې په کلونو کې د بېلتون‌پال جنوب د ولسمشر جفرسون دیویس مجسمه د ویرجینیا ایالت په ریچموند سیمه کې ویجاړه او د یوې څلورلارې په منځ کې پرېښودل شوه.

په امریکا کې د اعتراضونو په دوام د یوې مجسمې نړېدل
په امریکا کې د اعتراضونو په دوام د یوې مجسمې نړېدل

دا مجسمه څو ساعته وروسته له هغه ونړېده چې د میناسوتا ایالت په سینت پاول سیمه کې د کریستوف کولمب مجسمه په نښه شوه. د ایالتي کانګرس د ودانۍ مخې ته دا درې متره لوړه د زېړو مجسمه د لسګونه کسانو له‌خوا چې په میناسوتا کې د امریکا د بومي وګړو فعالانو یې مشري کوله له‌منځه یوړل شوه.

اکثر فعالان وايي، امریکا ته کریستوف کولمبوس له راتګ سره اروپايي استعمار او د بومي امریکایانو قتل عام یا جینوسایډ پیل شو. په نورو ښارونو کې هم په وروستیو څو ورځو کې د کولمبوس مجسمې زیانمنې شوې دي. په ریچموند کې د دې سیاح یوه بله مجسمه یوه جهیل ته غورځار شوه او په باستن ښار کې بیا ده ته د یوې منسوبې مجسمې سر وهل شوی دی.

دا پېښې په متحده ایالاتو کې د هغو مجسمو، څلیو او نورو سمبولونو د لیرې کولو په لړۍ کې چې په غیر مستقیم ډول د نژادي توپیر پلوي کوي او تور پوستو امریکایانو له ډېر پخوا راهیسې د هغو د لیرې کولو غوښتنه کوله یو بل ګام دی.

د تور پوستو د حقونو یوه فعال چې د کریستوف کولمب د مجسمې له ویجاړېدو وروسته‌یې له روېټرز خبري اژانس سره خبرې کولې وویل، له څه باندې دوو اوونیو اعتراضونو وروسته دا ډېر سم کار دی.

د فلوید له وژل کېدو وروسته د ناڅاپي بدلونونو په لړ کې هغه راپور چې وايي د امریکا پوځ د یو شمېر پوځي اډو د نومونو د بدلولو په اړه خبرو ته چمتو دی، د ولسمشر ډونالد ټرمپ سمدستي غبرګون وپاراوه. ټرمپ د ټویټونو په لویه لړۍ کې استدلال کړی چې دا پوځي اډې د سترې امریکا د میراثونو یوه برخه ده.

د جورج فلوید وژل کېدو په امریکا کې پراخ اعتراضونه وپارول. په واشنګټن کې په پرونیو اعتراضونو کې د جورج فلوید ورور فیلونایز هم ګډون کړی و. هغه د استازو جرګې په عدلي کمېټه کې له څرګندونو وروسته د مظاهره‌چیانو پر لیکو ورګډ شو. فیلونایز د استازو جرګې غړو ته په یوه احساساتي وینا کې وویل زه له تاسو غواړم چې دا وضعیت او دا درد نور پای ته ورسوئ. د هغه له وینا وروسته د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي له کانګرس څخه د کورنۍ جګړې د مهال د ۱۱ مشرانو او سرتېرو د مجسمو د لیرې کولو غوښتنه وکړه او ویې‌ویل چې دا مجسمې د تاریخي میراثونو سره نه، بلکې د کرکې سمبولونه دي.

XS
SM
MD
LG