د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ تله ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۳۳

جورج فلوید خاورو ته وسپارل شو


د جورج فلوید د جنازې مراسم

په امریکا کې د هغه تور پوستي د جنازې مراسم ترسره شول چې د پولیسو په توقیف کې یې مړینه د امریکا په عدلي سیستم کې د بدلونونو لپاره د غږ پورته کولو سبب شوه.

دغه مراسم د تکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې په داسې حال کې جوړ شوي وو چې د دې وژنې له کبله په نړۍ کې د نژادي تبعیض ضد اعتراضونه روان دي.

خاورو ته د جورج فلوید د سپارلو مراسمو ته پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په یوه ثبتي وېډيويي پیغام کې وویل، د فلوید مړینه به په ټوله نړۍ کې نژادي برابرۍ ته زمینه برابره کړي.

بایډن د ډونالد ټرمپ په وړاندې د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند احتمالي کاندید ګڼل کېږي.

جوبایډن
جوبایډن

جورج فلوید د مې میاشتې پر ۲۵مه، د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې په داسې حال کې چې یوه سپین پوستي پولیس‌یې پر غاړه زنګون ایښی و، ساه ورکړه.

له هغې راهیسې پر لارو او سړکونو مظاهرو، د پولیسو او د جنايي عدالت په سیستمونو کې د اصلاحاتو راوستلو غوښتنه تقویه کړه.

دې موضوع د امریکا په متحده ایالاتو او نورو هېوادونو کې ګڼ کسان اړ کړل چې پر نژادي بې‌عدالتیو اعتراض څرګند کړي.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په لسګونو زره کسان په مظاهرو کې له برخې اخیستو سره، د پولیسو په چلند کې د اصلاحاتو راوستلو له غوښتنې سره خپل غږ ملګری کړ.

پاریس کې مظاهره‌چیان
پاریس کې مظاهره‌چیان

په پاریس کې پرون په زرګونه کسانو دا لیکلي شعارونه له ځانونو سره لېږدول "د پولیسو زورزیاتی بند کړئ، د نژادي تبعیض مخه ونیسئ."

دوی د پاریس په پلاس دولا رپبلیک میدان کې په سمبولیک ډول د اتو دقیقو او ۴۶ ثانیو لپاره چوپتیا غوره کړه، دا دقیقاً هغه موده ده چې سپین پوستي پولیس دیریک چاوین د فلوید پر غاړه خپل زنګون ایښی و.

که څه هم فلوید د پولیسو افسر ته همدا خبره کوله چې ساه نه‌شي اخیستی، خو پولیس خپل زنګون لیرې نه‌کړ. د دې صحنې وېډیويي تصاویرو په انټرنټ کې هم غوغا جوړه کړه.

په خپله پر چاوین د قتل تور دی او هغه درې نور افسران چې په دې قضیه کې دخیل وو، په قتل کې په همکارۍ تورن شوي دي.

په واشنګټن کې د کانګرس غړو تېره دوشنبه د پولیسو د نظارت او اجرااتو په کړنلارو کې داسې پراخ اصلاحات پېشنهاد کړل چې په تېرو څو لسیزو کې بې‌ساري ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG