د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

امریکا کې د خلکو غصه، خپګان او د نه کنټرولېدونکو اعتراضونو دوام


په ګڼو سیمو کې خلک له پولیسو سره لاس او ګریوان شوي، د پولیسو او نورو خلکو موټر سوځول شوي او په مغازو باندې چور او تالان ور ګډ دی.
په ګڼو سیمو کې خلک له پولیسو سره لاس او ګریوان شوي، د پولیسو او نورو خلکو موټر سوځول شوي او په مغازو باندې چور او تالان ور ګډ دی.

په امریکا کې د جورج فلویډ په وژنې د خلکو غوصې او خپګان ډېرې ژورې او نه کنټرولیدونکې رېښې ځغلولي دي.

"ساه نه شم اخیستلی" دا د ۴۶ کلن تور پوستي جورج فلویډ وروستۍ خبرې وې چې سپین پوستي پولیس دیریک چاوین لاس تړلی پړ مخ څملولی و او خپل زنګون یې نږدې نهه دقیقې په غاړه او ملا ور اېښی و.

د مې په پنځه ویشتمه د یوه سپين پوستي پولیس په لاس د جورج فلویډ وژنې د امریکا په نږدې یو نیم سل لویو او وړو ښارونو کې لکونه خلک پارولي او دا هېواد د توکمیز تعصب ضد تر ټولو تریخ پاڅون تجربه کوي.

د پولیسو په لاس د جورج فلویډ د نیولو او له ډېر درد او فشاره د هغه د ساه وتلو ویډیو د پېښې څو شاهدانو په خپلو مبایلونو کې ثبت کړې وه چې خواله رسنیو او ټلویزیونونو کې تر خپرېدو وروسته یې خلک وپارول.

په ګڼو سیمو کې خلک له پولیسو سره لاس او ګریوان شوي، د پولیسو او نورو خلکو موټر سوځول شوي او په مغازو باندې چور او تالان ور ګډ دی.

د جورج فلویډ ورور تیرانس فلویډ دوشنبه له ګڼو نورو کسانو سره په مینیاپولیس ښار کې هغه ځای ته ورغی چې ورور یې وړمه دوشنبه پکې وژل شوی و.

تیرانس د عدالت پر تامین د ټینګار تر څنګ وویل دا یې لار نه ده چې خلک په لوی لاس ټولنه او نظام ګډوډ کړي.

هغه زیاته کړه: " که چېرته زه دلته ګډوډي نه کوم، هر څه نه ماتوم او که چېرته زه د ټولنې نظم نه مختلوم نو تاسو ولې دا کار کوئ؟ ځکه دا ټول کارونه زما ورور بېرته نه شي راوستلای، زه پوهېږم زما ورور له تاسو نه غوښتل چې د هغه په خاطر داسې کارونه وکړئ."

جورج فلویډ په دې تور پولیسو نیولی و چې ګواکې د ډالرو یو جعلي شلګون یې کارولی و.

په امریکا کې د تورپوستو پر وړاندې د پولیسو د تُند چلند په غبرګون د خلکو د پاڅون انګېزې په څه کې دي؟

افریقايي امریکایان د پولیسو له خوا له دوی سره د ناسم چلند په اړه له څو لسیزو راهیسې شکایت کوي او په دې نیوکه لري چې ولې خلک د رنګ، قوم، مذهب او جنسیت په اساس درول کیږي او پوښتنې ورڅخه کیږي.

تورپوستي امریکایان یا د افریقايي امریکایانو نفوس شاوخوا څلوېښت میلیونو ته رسېږي چې د امریکا د ټول شاوخوا ۳۳۰ میلیونو خلکو دیارلس فیصده جوړوي.

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې یو تحلیلي مطلب دا جوتوي چې د دغو افریقايي – امریکایانو شپیتو فیصدو په یو ډول نه یو ډول حبس تېر کړی او د هغو چې بیا د امریکایي پولیسو له خوا وژل شوي فیصدي ۲۶ ته رسېږي یعنې له هرو دریو بې وسلې کسانو چې د امریکايي پولیسو په لاس وژل شوي یو پکې خامخا تورپوستی وي.

د امریکا د عدلیې وزارت د ټولنیزو پولیسي خدمتونو پخواني مشر رونالډ ډېوېس څه وخت مخکې کانګرس ته وویل : "دا به ډېره تصادفي نه وي چې ډېر زیات شمېر تورپوستي د پولیسو له خوا وژل شوي."

له هغو پولیسو سره محکمې څه ډول چلند کړی چې تور پوستي یې ځورولي یا وژلي؟

په اوسنۍ قضیه کې خو دیریک چاوین نیول شوی او د غیرعمدي قتل تور پرې لګول شوی خو د تېرو قضیو ګڼ عاملین سرې سترګې ګرځي او په محکمو کې اکثر بې ګناه اعلان شوي.

سپين پوستي پولیس سره له دې چې پر ضد یې ویډیويي شواهد او اسناد وړاندې شوي خو د تورپوستو د وژنې یا د هغوی په وړاندې د ډېرې زیاتې قهریه قوې د استعمال په خاطر مجرم نه دي بلل شوي او دې ښکارندې په افریقايي امریکایانو کې دا باور رامنځته کړی چې د امریکا عدلي سیسټم بې پرې نه دی.

د امریکا د کانګرس ځینو غړیو وخت په وخت د پولیسو له خوا له تور پوستو سره د ناسم چلند په اړه غږ پورته کړی او مستقیم یې د هغو پالیسیو د بدلون او اصلاح غوښتنه کړې چې له امله یې پولیس ډېر زور زیاتی کوي او د هر ډول چلند په برخه کې یې لاس خلاص وي.

د امریکا د استازیو جرګې د عدلي چارو د کمېټې مشر جري نادلر تېر سېټېمبر د پولیسي کړنلارو د اصلاح په یوه استماعیه غونډه کې وویل: "د پولیسو له خوا د عامو خلکو په وړاندې د ډېر ځواک د کارولو ډېرې اندېښمنوونکې پېښې شوي دي، ډېر دا کسان بې وسلې و او ګڼ یې "تور پوستي" یا رنګه پوستکي والا و، زورزیاتي اکثر په غمجنو مرګونو تمام شوي چې له امله یې د پولیسو او خلکو اړیکې زیاتې خرابې شوي دي."

د امریکا د استازیو جرګې د عدلي چارو د کمېټې مشر جري نادلر
د امریکا د استازیو جرګې د عدلي چارو د کمېټې مشر جري نادلر

نادلر په دې بیان کې ځينې هغه پېښې یادې کړې چې په نتیجه کې یې تورپوستي امریکایان د سپین پوستو پولیسو له لاسه وژل شوي.

هغه د ۲۰۱۳ کال یوه پېښه یاده کړه چې پکې یو اولس کلن ځوان تورپوستی ترایوون مارتین په فلوریډا کې د اته ویشت کلن سپین پوستي پولیس جورج زیمرمن له خوا په ډزو ووژل شو.

پولیس په محکمه کې وویل چې دا کار یې د ځان د دفاع لپاره وکړ او په دې اساس بېګناه وپيژندل شو.

د محکمې دې پرېکړې د پولیسو له خوا د تور پوستو د وژنې پر ضد پراخې مظاهرې وپارولې او په ترڅ کې یې د "تور پوستو ژوند ارزښت لري" شعارونه پيل شول.

پخوا څومره لوی پاڅونونه شوي؟

د ۲۰۱‍۴ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ د پولیسو په لاس د ګڼو تور پوستو وژنې په وروستیو څو کلونو کې د پراخو لاریونونو سبب شوي چې ځینې یې په تاوتریخوالي اوښتي.

د تور پوستو د وژنو ځینې قضیې لکه د فلویډ د مرګ په څېر عکاسي او فلمبرداري شوي چې بیا په انټرنېټ او ټلویزیونو خپرې شوي.

د ۲۰۱۴ کال په جولای کې ایریک ګارنر د سګریتو د ناقانونه پلور په تور د یوه سپین پوستي پولیس لخوا په ځمکې وغورځول شو او بیا یې په غاړې باندې فشار راووړ څو یې ساه وخته.

ایریک ګارنر د پولیسو له لوري د نیولو پرمهال
ایریک ګارنر د پولیسو له لوري د نیولو پرمهال

د ګارنر تر وژنې یواځې یوه میاشت وروسته بل تور پوستی ځوان مایکل براون د میسوري په فیرګوسن ښارګوټي کې د یوه سپین پوستي پولیس له خوا د ځاني دفاع د ادعا په قضیه کې په ډزو ووژل شو حال دا چې له براون سره وسله نه وه.

د دغو پېښو عاملین د ځاني دفاع د ادعا په خاطر د محکمې له خوا خوشې شول.

د امریکا د استازیو جرګې د عدلي چارو کمېټې مشر جري نادلر وايي ګڼې داسې قضيې شوي چې لسیزې مخینه لري او لا هم تر سترګو کېږي.

د افریقايي امریکایانو د وژنې په غبرګون اکثر پاڅونونه په شور او بلوا اوښتي دي.

په ۱۹۶۵ کال کې د یوه تور پوستي ځورونې ۶ ورځني کاوړي پاڅونونه او بلواوې پیل کړې چې په نتیجه کې یې ۳۴ نور کسان ووژل شول او سلګونه ودانۍ زیانمنې شوې.

اکثر پخوانۍ لویې بلواوې د افریقایی امریکایانو له محلو پیل شوي چې غټې بېلګې یې د نیوارک، نیوجرسي، دیترویټ او میشګان یادېږي.

د دغو بلواو د کرارولو لپاره ډېری وختونه د ملی ګارډ غړي موظف شوي دي چې له یې د خلکو غوصه پارولې ده.

د افریقايي امریکایانو د ځورونې او وژنې په غبرګون ۱۹۹۲ کال په لاس انجلس کې یو لوی شورماشور جوړ شو چې د امریکا د معاصر تاریخ تر ټولو خرابه بلوا یادېږي.

هغه وخت یوه سپين پوستي پولیس یو تور پوستی کس په دې خاطر چې له پولیسو تښتېده ونیوه او ډېر کلک ګوزارونه یې پرې کول او له ډاګه یې وویشت.

له دې صحنې یوه بل کس فیلم اخیستی و چې په خپرېدو سره یې ګڼ افریقايي امریکایان وپارېدل او وروسته له هغه چې محکمې د پولیسو افسر بې ګناه وپېژنده د څلورو ورځو قهرجنو مظاهرو او بلواو په نتیجه کې لسګونه کسان ووژل شول.

د تېرو پاڅونو او بلواو توپير له اوسنیو سره په څه کې دی؟

د بروکلین کالج د ټولنپوهنې پروفیسور او د پولیسي خدماتو او ټولنیز عدالت د پروژو همغږی کوونکی الیکس ویټېل وايي چې په کومه اندازه چې پولیس اوس وخت له زور کاره اخلي پخوا یې دومره تشدد نه کاوه.

پروفیسور الیکس ازادي راډیو ته وویل چې پولیس اوس اکثر افریقايي امریکایان د ډېرو کمو او ناچیزو تورونو په خاطر هم بندیانوي چې اکثر د داسې قضیو پلټلو ته هېڅ اړتیا نه وي.

د ده په خبره چارواکي د پولیسو د چلند د اصلاح لپاره د کړنلارو په ښه کولو کې پاتې راغلي دي.
د افریقايي امریکایانو یا تور پوستو مشران څه وايي؟

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما چې د لومړني افریقايي - امریکايي په توګه یې دوه دورې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۶ کاله د امریکا د ولسمشر په توګه کار وکړ د جون په لومړۍ نېټه په یوه مقاله کې ویلي چې دغه پاڅونونه د پولیسو او عدلي سیسټم په اصلاح کې له ناکامیو د خلکو رښتینی او مشروع خپګان په ډاګه کوي.

اوباما بیا دا ټینګار هم وکړ چې د مغازو لوټل او بلواوې کومه عقلاني توجیه هم نه لري.

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما
د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما

اخوا د امریکا په استازیو جرګه کې د مینسوتا ایالت استازې سومالي الاصله امریکايۍ الهان عمر اې بي سي ټلویزیون ته ویلي چې له تورپوستو سره توکمیز تعصب ژورې ريښې لري خو خلک دې اجازه ورنه کړي چې عدالت ته د رسېدو هدفونه یې د لوټماریو او بلواو تر تاثیر لاندې راشي.

عمر زیاته کړه: "زموږ هېواد درد تېروي، خلک یې تصور نه شي کولای هغه پولیس چې د ټولنې د خدمت او ساتنې لپاره موظف شوی د جورج فلویډ ساه بنده کړي او وې وژني خو دا پېښه موږ ته دا واقعیت را یادوي چې موږ له ډېره وخته داسې هېواد کې اوسېږو چې پکې له کلونو راهیسې پر افریقايي امریکایانو رقم رقم ظلمونه شوي، له غلامۍ نیولې تر ډله ییز حبس او د پولیسو تر زور زیاتي پورې."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جورج فلویډ د وژنې په غبرګون د پيل شویو مظاهرو او اوسنیو بلواو په اړه څه ویلي؟

ټرمپ وویل د جورج فلوید مرګ داسې یوه لویه تراژیدي وه چې ټوله امریکا یې له قهر او غمه ډک کړه خو ټینګار یې وکړ چې د هغه اداره به داسې مظاهرې چې په نښتو او چور او تالان تمامېږي، ونه زغمي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د سپينې ماڼۍ په روز ګاردن کې خبریالانو ته وویل: "داګړۍ چې له تاسو سره خبرې کوم، زرګونه په درنو وسلو مسلح عسکر او پوځيان او د قانون د حاکمیت د ټینګولولپاره ځانګړي ځواکونه استوم تر څو د لاریونونو، چور اوتالان، بدماشۍ او د خلکو پر ملکیتونو د حملو او بربادۍ مخینوی وکړي."

ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په روز ګاردن کې د پولیسو سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته خبرې کړي.
ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په روز ګاردن کې د پولیسو سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته خبرې کړي.

ټرمپ وویل چې د هغو خلکو چې له وقار او درناوي سره د جورج فلوید دمړیني پر ضد اعتراض کوي، غږ باید د تالان اچونکو په شور کې ورک نه شي.

خو کله چې ټرمپ په روز ګاردن کې خبریالانوته بیان ورکاوه، سل هاوو کسان په مخامخ پارک کې د اعتراض لپاره را یوځای شوي وو چې پولیسو یې د خورولو لپاره پر هغوي اوښکې بهونکی ګاز وپاشل.

له تور پوستو سره د توکمیز چلند او د پولیسو د ناوړه برخورد د له منځه وړلو لپاره قانون جوړوونکي څه کوي؟

استازیو جرګه د نژادي پېژندنو د قانون د ختمولو لایحه ارزوي.

د دې لایحې په اساس پولیس د خپلو پرېکړو په وخت د نژاد، قوم، اصلي سیمې، مذهب یا جنسیت په اساس له اقداماتو منع کیږي.

دا لایحه همداراز د نژادي تعصب د مخنیوي په برخه کې پولیسو ته روزنې ورکوي.

خو په دغو اقداماتو باندې بیا هم انتقادونه موجود دي.

د عدلیې وزارت د کاپس یا ټولنیزو پولیسي خدماتو مخکینی مشر رونالډ ډېوېس وايي یواځې پولیسو ته په دې برخه کې روزنه کفایت نه کوي بلکې په دې برخه کې د قانون د یوې اساسي پلې کوونکې ادارې د رامنځته کولو اړتیا ده.

ډېوېس چې تور پوستی دی او په خپله یې دېرش کاله د پولیسو د افسر په توګه دنده ترسره کړې زیاتوي چې د امریکا پولیس لا هم د ۱۹۵۰ ا و ۱۹۶۰ کلونو زړې پالیسۍ تطبیقوي چې توکمپالنه یې په ذات کې نغښتې ده.

XS
SM
MD
LG