د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۵۶

د جورج فلویډ له وژنې وروسته د امریکايي پولیسو د اصلاح کېدو غوښتنې


د جورج فلویډ د وژنې په غبرګون د اعتراضونو یو انځور

د امریکا په متحد ایالتونو کې د جورج فلویډ تر مړینې وروسته د پولیسو د اصلاحاتو غوښتنې زیاتې شوې دي، یو نظر چې په عامه سطحه او د یو شمېر چارواکو توجه یې جلب کړې ده هغه د عوامو سلامتیا ده.

د جورج فلویډ تر مړینې وروسته په عامه کچه دا غوښتنه شوې ده چې پولیس مه تمویلوئ، دوی وایي چې د سپین پوستو پولیسو له لوري دا لومړۍ پېښه نه ده دا یوه سلسله ده چې پخوا هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

دا غږ په مینیاپولس کې چې هلته د مې په ۲۵ فلوید مړ شو پورته شو بیا یې د متحد ایالتونو په نورو ښارونو کې د خلکو توجه جلب کړه او یو شمېر مخکښو امریکایي سیاستوالو هم غبرګونونه څرګند کړل.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې غواړي د نومبر د دریمې نېټې په ټاکنو کې د بلې څلور کلنې دورې لپاره ولسمشر شي د مظاهره چایانو له دې نوي شعار سره ښکاره مخالفت کړی دی.

ټرمپ د جون په اتمه په ټویټر کې ولیکل: "سږکال زموږ د هېواد په تاریخ کې تر بل هر کال د جرمونو کچه ټیټه ده اوس افراطي ښي اړخي ډیموکراتان غواړي چې پولیسو تمویل نه شي او موږ له پولیسو خلاص شو، په بخښنې سره زه نظم او قانون غواړم."

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

داسې ښکارې چې په راتلونکو ټاکنو کې به د ټرمپ او د ډیموکراتانو د کاندید جوبایډن سخته سیالي وي.

د جوبایډن د ټاکنیز کمپیان یوه ویاند د جون په ۸ مه وویل چې بایډن له دې تحریک سره چې پولیس دې نه تمویلیږي مخالفت کړی دی خو ده په پولیسو کې د عاجلو اصلاحاتو حمایت کړی دی.

د پولیسو نه تمویل څه معنی لري؟

کله چې مظاهره چیانو او د مدني ټولنې استازیو د پولیسو د نه تمویل غږ اوچت کړ د دوی مطلب په عمومي ډول دا نه و چې له پولیسو ځانونه خلاص کړئ لکه څرنګه چې ولسمشر ټرمپ ادعا کړې ده.

دوی غواړي چې په بودیجه کې چې یوه اندازه پیسې پولیسو ته ځانګړې شوې دي هغه دې پر ښوونځیو، د حرفه اي زده کړو د روزنې پرمرکزونو، د عصبي ناروغیو د درملنې پر مرکزونو او ارزان بیه کورونو ولګول شي.

ګڼ اکاډیمیک شخصیتونه او د مدني ټولنې مخکښ فعالان وایي چې فقر، بیکاري او عصبي ناروغۍ د جرمونو اصلي ریښې دي او د دې ستونزو حل به تر دې ډېر اغېزمن وي چې د امنیت لپاره په لارو کوڅو کې د پولیسو شمېر زیات کړو.

ایا د پولیسو له ( نه تمویل!) سره به جرایم زیات شي؟

دا هغه څه دي چې د پولیسو یو شمېر چارواکي، د پولیسو د اتحادیې مشران او سیاستوال په ځانګړي ډول جمهوري غوښوتکي یې ادعا کوي.

دوی وایي، له دې سره به د جرمونو پرضد منابع کمې شي.

په تکساس کې جمهوري غوښتونکی ویسلي هنټ چې په خپله هم تورپوستی دی د جون په ۸ مه یې په ټویټر کې ولیکل: "د پولیس افسرانو یوه وړه برخه له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي چې حساب کتاب باید ورسره وشي خو د پولیسو نه تمویلول او له پولیسو خلاصېدل ډيره خطرناکه حرکت دی چې جرمونو به ورسره زیات شي او د ډېرو بېګناه خلکو د ځورونې سبب به شي."

هینټ د تکساس دی د هغه ځای چې فلویډ په کې ستر شو او هلته یې د جون په اتمه د یاد مراسم ترسره شول.

د دې سربېره انتقاد کوونکي وایي چې اوس هم په هغو ټولنو کې چې د بېلابېلو رنګونو خلک اوسي په لارو کوڅو کې پولیس ډېر وي خو غوره دا ده چې په دې ځایونو کې چې خاص حالت وي د ټولنیزو چارو له متخصصینو او د عصبي ناروغیو له متخصصینو استفاده وشي.

د بروکلین په پوهنتون کې د سوسیالوجي (ټولنیزو چارو د علم) متخصص الکس وایټل چې د "پولیسي انجام" په نوم یې یو کتاب هم چاپ شوی دی وایي، له څلورمې برخې تر نیمایي پورې هغه کسان چې د امریکایي پولیسو له خوا هرکال وژل شوې دي عصبي ستونزې لرلې دي.

ښاغلي وایټل زیاته کړه چې د پولیسو افسران له دغه ډول خلکو سره د چلند سم وسایل نه لري.

وایټل ازادي راډیو ته وویل: "موږ باید د عصبي ناروغیو د درملنې بنسټونه اساسي ورغوو ترڅو د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې جرایمو ته د ځواب ورکولو ظرفیتونه رامنځه کړو او پولیس له دې ستونزو سره له مقابلې لرې اړخ ته کړو.

وایټل زیاته کړه چې پولیس باید له ښوونځیو هم لرې کړو، نوموړی زیاتوي چې په ښوونځیو کې د پولیسو حضور د جرمونو مخه نه نیسي او زده کوونکي یو ډول ورسره تحقیریږي.

وایټل بیا وویل، د نیویارک ښار په ښوونځيو کې ۵۰۰۰ پولیس وي چې دا شمیره د ښوونځیو تر سلاکارانو لوړه ده.

د نورو پولیسو اصلاحات تجربه شوې دي؟

په وروستیو کلونو کې چې د پولیسو له لورې په متحد ایالتونو کې د بل رنګ د خلکو پرضد زیاتی شوی دی، د پولیسو اصلاحاتو ته مخه شوې ده چې له ستونزو سره څرنګه چلند وکړي.

د پولیسو څانګو داسې روزنیز پروګرامونه پلي کړې دي چې څرنګه له بېلابېلو تعصبونو څخه مخنیوی وکړي.

د همدې لپاره د پولیسو لیکو ته د مختلفو سیمو او رنګونو خلک جذب شوې دي، له پولیسو غوښتل شوې دي چې کمرې ورسره وي خو کتونکي وایي چې بیا هم نتیجې ډېرې محسوسې نه دي.

وایټل ازادي راډیو ته وویل چې دغه یوه شي هم کار نه دی ورکړی.

ایا د امریکایي پولیسو نظامي کیدل د ستونزې یوه برخه ده؟

د فلویډ تر مړینې وروسته چې په وسلو سمو سمبالو پولیسو هڅه کوله چې مظاهره چیان او لوټمار راوګرځوي د پولیسو د نظامي کیدو په برخه کې سوالونه راپورته شول.

له کلونو راهیسې د متحد ایالتونو پولیس په عسکري وسایلو لکه لاسي بمونه، لرې ویشتونکو ټوپکو سمبال شوې دي او عسکري تمرینات د دوی د روزنې د پروګرامونو جز شوي دي.

د پولیسو لیکو ته په نویو جذب شویو کسانو کې په زرګونو هغه کسان دي چې په افغانستان او عراق کې یې په جګړو کې برخه اخیستې ده.

د امریکا د مدني ازادیو ټولنې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په یوه راپور کې ویلي و چې د ځانګړیو وسلو او ځانګړي تخنیک ډلې چې پخوا به د اختطافونو د خلاصون او د ډزو د مخنیوي لپاره استفاده ترې کېده اوس په دوامدار شکل له دوی څخه د مخدر موادو د پلټڼې لپاره کار اخیستل کېږي چې امریکایان په غیرضروري ډول له خطرونو سره مخامخوي.

شپږ کاله وروسته تر دې راپوره داسې ښکارې چې ډير څه نه دې بدل شوي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې واشنګټن پوسټ د فیلیپ سکینر لیکنه خپره کړه، ده پخوا د ترورزم ضد څانګې کې په (سي ای اې) کې کار کاوه او اوس د جورجیا په ساوانا کې پولیس دی.

ده لیکلي دي چې د متحد ایالتونو د پولیسو څانګې هغو پوځي ځواکونو ته ورته دي چې یو ځای یې نیولی وي د ده په وینا د پولیسو روزنه پر دې تمرکز کوي چې څرنګه پولیس افسران له خلکو وساتي.

سکینر زیاتوي: "هرڅومره چې خپلو ګاونډیانو ته ورنژدې شوی یم په هماغه کچه خوندي شوی یم کله چې موږ خپل فکر بدل کړو د پولیسو روزنه هم بدلولی شو، سکینر بیا وویل چې دی په هغه ټولنه کې ژوند کوي چې هلته ګزمه کوي."

په کانګرس کې د څه وړاندیز شوی؟

مظاهره چیانو ته د ځواب په اړه په استازیو جرګه کې ډیموکراتانو د تور پوستو د غړیو په مشري وړاندیز کړی دی چې د قانون د نفاذ ادارې باید د پولیسو د وحشت او توکمپالنې علاج وکړي.

په پولیسو کې د عدالت د غوښتنې لایحه د جون په ۸ مه کانګرس ته وړاندې شوه چې د پولیسو له لورې له خلکو سره سخت چلند او په پوځي وسایطو کې د پولیسو ګرځېدل راګرځېدل محدودوي.

همدارز په دې لایحه کې ټینګار شوی دی چې د رنګ، جنس، معلولیت، دین او عمر په اساس له خلکو سره چلند ونه شي.

ښارونه څه کوي؟

د لاس انجلس ښاروال ایریک ګارسیتي د جون په ۳ اعلان وکړ چې د ده اداره به د پولیسو بودیجه تر ۱۵۰ میلیونه ډالرو پورې کمه کړي او دا پيسې به پر هغو ټولنو ولګوي چې د مختلف رنګ خلک په کې ژوند کوي.

د نیویارک ښاروال بیل دي بلاسیو د جون په ۷ وویل چې دی به د پولیسو د اضافي بودیجې پیسې په ټولنیزو چارو ولګوي.

د نیویارک ښاروال بیل دي بلاسیو
د نیویارک ښاروال بیل دي بلاسیو

په مینیا پولیس کې، په هغه ځای چې فلویډ وژل شوی دی د ښاري شورا اکثریت غړیو یوه افراطي ژمنه وکړه، دوی د جون په ۷ تعهد وکړ چې پولیس به منحلوي.

د مینیاپولیس د ښاري شورا مشرې لیزا بیندر وویل چې د عامه حفاظت پروګرام به د پولیسو د ځواکونو ځای ونیسي او په راتلونکې کې به د ستونزو د حل لپاره د سیمې له خلکو سره مشورې کېږي.

نور څه وړاندیزونه شوې دي؟

د مخدر موادو پرضد د متحد ایالتونو اوږده جګړه ښایي د پولیسو د نه تمویل قرباني شي. البته یو شمېر کسان په امریکا کې دا جګړه ناکامه ګڼي.

د مخدر موادو پر ضد ځواکونه د متحد ایالتونو د ټولو پولیسو تر نیمایي زیات منابع لري.

XS
SM
MD
LG