د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د امریکا په ډېری ښارونو کې لسګونه زره کسانو بیا لاریونونه کړي


په واشنګټن کې پرونی لاریون د دې اعتراضونو له پیله تر ټولو لوی و، چې لسګونه زره کسانو ګډون په کې وکړ.
په واشنګټن کې پرونی لاریون د دې اعتراضونو له پیله تر ټولو لوی و، چې لسګونه زره کسانو ګډون په کې وکړ.

د متحدایالاتو په ډېرو ښارونو کې پرون یوځل بیا لسګونه زره کسانو سوله ییز لاریونونه وکړل.

په واشنګټن کې پرونی لاریون د دې اعتراضونو له پیله تر ټولو لوی و، چې لسګونه زره کسانو ګډون په کې وکړ.

په نیویارک، شمالي کارولینا او نورو ښارونو کې هم معترضانو د نژادي توپیر او د پولیسو د بیرحمیو پرضد شعارونه ورکړل.

پرون د جون په شپږمه یو ځل بیا لسګونه زره کسان د متحدایالاتو په بېلابېلو ښارونو کې واټونو ته راووتل او د پولیسو د بیرحمیو او د نژادي ناانډولۍ پرضد یې د اعتراض غږ اوچت کړ.

د دې اعتراضونو چې د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تورپوستي جورج فلویډ له مړینې وروسته پیل شول په ټوله امریکا کې ۱۲ ورځې پوره شوې خو په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې چې ټول سیاسي سیسټم ته یې ټکان ورکړی پرون د لاریونونو نهمه ورځ وه.

په دې لاریونونو کې ځوانان او زاړه او تور او سپین لیدل کېدل.

دوی د پلازمېنې مرکزي واټونو ته له شعارونو سره راوتلي وو او ویناوې یې کولې.

د لاریونونو له پیل مخکې د واشنګټن ډي سي اکثر واټونه د پوځي موټرو، پولیسو او د استخباراتو د مامورینو له خوا بند شوي وو.

معترضان د کانګرس، نشنل مال او د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شول.

د واشنګټن ښارواله موریل باوسر سپینې ماڼۍ ته نژدې د اعتراضونو ځای ته له رارسېدو سره سم د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه ځکه یوه ورځ مخکې دې د خلکو د راټولېدو مرکز ته نژدې ودانۍ د ”تور ژوند مهم دی پلازا” په نوم ونوموله.

دا د لاریونونو له پیله د معترضانو اصلي شعار دی.

په نیویارک، فیلادیلفیا، سیاتل، شیکاګو او لاس انجلس کې هم پراخ لاریونونه وشول.

په شمالي کارولینا کې د جورج فلویډ د زېږېدو ښار ته نژدې بیا سلګونه کسانو د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د اعتراضونو پرمهال له چورتالان، د تاسیساتو له سوځولو او تاوتریخوالي وروسته په تېرو څو ورځو کې که څه هم په واشنګټن کې سیاسي اختلافونه په زیاتېدو دي خو لاریونونه عموماً سوله ییز دي.

پروني اعتراضونه هم سوله ییز وو او حتی په واشنګټن، اتلانتا او ځینو نورو ځایونو کې د معترضانو په لیکو کې چې تور او سپین په کې وو، د خوشالۍ فضا لیدل کېده.

دا لاریونونه داسې مهال کېږي چې په متحدایالاتو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له څو اوونیو راهیسې لګول شوي محدودیتونه په تدریجي ډول د نرمېدو په حال کې دي.

کوویډ۱۹ ناروغۍ تراوسه په متحدایالاتو کې له یولک او دولس زرو زیات کسان وژلي او نژدې دوه میلیون کسان پرې اخته شوي دي.

یو شمیر خلک اندېښمن دي چې په لویو غونډو کې د خلکو راټولیدل ښایي د دې ویروس له خپرېدو سره مرسته وکړي.

همداراز د عامه شتنمیو چور او د ودانیو ویجاړولو په ښاري سیمو کې د کاروبار او سوداګرۍ د بیا پیل هڅې چې د کرونا د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له کبله بند شوي وو، زیانمنې کړې دي.

د فلویډ د وژنې پرضد اعتراضونه تر متحدایالاتو پورې محدود پاتې نه شول.

په برلین، پاریس، لندن او د نړۍ په یو شمیر نورو ښارونو کې هم زرګونه خلکو د کرونا د مخنیوي له محدودیتونو سرغړونه وکړه او لاریونونه یې وکړل.

په لندن کې معترضانو له پولیسو سره نښتې وکړې او په اسټرالیا کې هم زرګونه کسانو د حکومت خبرداری له پامه وغورځاوه او په لاریونونو کې یې ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG