د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

سوداګرۍ او صنعت خونه: پاکستان ته به نږدې راتلونکي کې صادرات پیل شي


تورخم
تورخم

د افغانستان سوداګرۍ او صنعت خونه وایي په نږدې راتلونکې کې به پاکستان ته صادرات پیل شي.

د دغې خونې د عامه اړیکو مسؤل امین بابک د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان حکومت په دې اړه پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی چې ژر تر ژره له افغانستان نه پاکستان ته صادرات پیل شي.

ښاغلي بابک زیاته کړه، افغانستان اوسنیو شرایطو کې نه‌شي کولی د پاکستان په وړاندې ورته عمل ترسره کړي ، ځکه په خبره يې دا به په بازارونو کې د بیوو د لوړېدو لامل شي.

ارشیف
ارشیف

هغه زیاته کړه: "تاسې پوهېږئ چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی او ډېری توکي د ګاونډیو او سیمې هېوادونو نه واردوي، په دې وضعیت کې بل مثل عمل کولی شي خلکو ته زیان ورسوي او بازار کې د توکو بیو لوړېدو لامل شي، اوسني فصل کې د صادراتو د بیا پیل موضوع په اړه د سوداګرۍ وزارت، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان دولت له پاکستان سره په خبرو بوخت یوو چې په نږدې راتلونکې کې به هغه هېواد ته د افغانستان صادراتو یو ځل بیا پیل شي."

خو د دقيق وخت په اړه يې څه نه وايي.

افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره له پاکستان سره ټولې وارداتي او صادراتي اړیکې پرې شوي.

دوه میاشتې وړاندې د افغان حکومت او سوداګریز و بنسټونو د هڅو په نتيجه کې له افغانستان سره واردات پيل خو د صادراتو لړۍ لا هم په ټپه ولاړه ده.

اوس‌مهال افغانستان کې د تازه مېوو د فصل په را رسېدو سره افغان کروندګر، بڼوال او سوداګر له لویو ستونزو سره مخ دي ،دوی اندېښنه لري که پاکستان یې پرمخ د تورخم-چمن او سپین بولدک پولې خلاصې نه کړي تاوان به‌یې نه جبرانېدونکی وي.

یو شمېر افغان سوداګر وایي، که صادرات پیل نشي دوی ته به نږدې پنځه زره لکه ډالر تاوان واوړي.

د افغانستان د خصوصي متشبثينو د عالي بورډ مشر رحم‌الدين حاجي اغا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ټول سوداګر اندېښمن دي، افغان حکومت باید دې ستونزې ته بايد بنسټيزه حل لاره پیدا کړي.

د افغانستان د خصوصي متشبثينو د عالي بورد مشر رحم‌الدين حاجي اغا
د افغانستان د خصوصي متشبثينو د عالي بورد مشر رحم‌الدين حاجي اغا

حاجي اغا وویل: "ټول سوداګر باغدار زمیندار شکایت لري، د خټکو، بادرنګو، الوچو، زردالو او حتا د انګورو د پخېدو وخت رسېدلی دی، همدا اوس سپین بولدک کې په ټنو ټنو ممیز وراسته شوي او په ټنو ټنو نور د صادراتو لپاره چمتو دي خو دروازې بندې دي، خلک له ستونزو سره مخ دي، که اقتصاد ختمېږي نو بلاخره ټول شیان به ختم شي.

د ښاغلي حاجي اغا په وینا يو تېر کال چې صادرات وشوه نور هر کال پاکستان افغان صادراتو ته اجازه نه ورکوي، چې دا هرکال سوداګرو ته زرګونه ډالر تاوان اړوي.

افغان سوداګر وايي که افغان حکومت له پاکستان سره یادې ستونزې نه‌شي حلولای نو د سوداګرۍ لپاره دې په بدیلو لارو فکر وکړي.

د يادونې ده چې د کرونا ويروس تر خپرېدو مخکې به افغان صادرات د هوايی دهلېزونو له لارې هم د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونو ته ترسره کېدل خو ياد ويروس اوس له دې لارې هم سوداګري سوداګريزې چارې ننګولې دي.

XS
SM
MD
LG