د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۷

اسلام اباد په ځینو برخو کې له سره بندیزونه اعلان شوي

اسلام اباد کې بندیزونه هغه مهال له سره ولګېدل چې هلته د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو شوې.
اسلام اباد کې بندیزونه هغه مهال له سره ولګېدل چې هلته د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو شوې.

په داسې حال کې چې پاکستان په یو شمېر سیمو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف لګول شوي بندیزونه نرم کړي، خو د پلازمېنې اسلام اباد په ځینو برخو کې دغه بندیزونه له سره اعلان شوي.

د دغو بندیزونو په اړه د اسلام اباد یوه چارواکي حمزه شفقت رویټرز اژانس ته ویلي: "هېڅوک اجازه نه لري چې له خپل کور له ښکاره او روښانه اړتیا پرته بهر راووځي، د هر کور یوازې یو کس حق لري چې د سودا لپاره بهر ولاړ او ژر بېرته کور ته ستون شي، د بېړنیو پېښو په صورت کې باید د سیمې خلک امنیتي پوستو ته مراجعه وکړي، د وضعیت له ارزونې وروسته به پرېکړه کېږي چې له کوره د بهر وتلو اجازه ورکول شي او که نه."

د ( ورلډ مټرز) ویبپاڼې پرون شنبه وویل، پاکستان کې د کرونا ویروس پېښې یو لک او دوه دېرش زره او څلور سوو ته رسېدلي او له دې کبله ۲۵۵۰ تنه مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG