د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

افغان حکومت، طالبان او داعش؛ څوک په افغانستان کې څه کنټرولوي؟


افغان سرتېری او د افغان حکومت له لوري خوشې شوي طالبان
افغان سرتېری او د افغان حکومت له لوري خوشې شوي طالبان

افغانستان له ۱۸ کاله جګړو او وینو بهولو وروسته په یوه ولاړ خونړي حالت کې لاس پښې وهي.

په افغانستان کې که څه هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره هڅې روانې دي، خو لاهم په هېواد کې درنې جګړې روانې دي او د تشدد په پېښو کې هره ورځ افغانان وژل کېږي.

طالبان د ډېری هغو حملو مسؤلیت له منلو ډډه کوي چې ملکي وګړي په‌کې وژل کېږي، خو د ځینو وروستیو حملو مسؤلیت داعش ډلې منلی.

له دې حالت سره دا پوښتنه مخې ته راځي چې له ۱۸ کاله جګړې وروسته اوس حکومت، طالبان او نورې ډلې د افغانستان پر کومو برخو کې واکمن دي؟

د فبرورۍ میاشتې په پای کې امریکا او طالبانو افغانستان ته د سولې د راوستو هغه موافقه لاسلیک کړه چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د واک شریکولو او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پوره وتلو ته لاره اواروي.

په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

تېره اونۍ د طالبانو پلاوي د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو لپاره په کابل کې و. په عین حال کې حکومت او طالبان د مستقیمو خبرو د پیل لپاره تیاری نیسي، خو له دې سره سره په ټول هېواد کې د خونړیو حملو څپه روانه ده او ښکېل اړخونه له خبرو سره په یوه وخت کې د جګړې ستراتېژي په عمل کې پلې کوي.

کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ او د دې ډلې لخوا د ۸۰ افغان سرتېرو خوشې کېدل

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، افغان حکومت پر پلازمېنه کابل، لویو ښارونو او د اکثر ولسوالیو پر مرکزونو ولکه لري. په واشنګټن کې د دېره تحقیقاتي مرکز د خپرنیزې پروژې لانګ وار ژورنال د معلوماتو له مخې حکومت د افغانستان د ټولو ۴۰۷ ولسوالیو په سلو کې پر ۳۰ او طالبان په سلو کې پر ۲۰ واک چلوي، خو د پاتې سیمو د کنټرول پر سر جګړې روانې دي.

افغان حکومت د امنیتي دفاعي ځواکونه د پرسونل د شمېر له پلوه د طالبانو پرتله برلاسی دی. اټکل کېږي چې د طالبانو د دایمي جنګیالیو شمېر ۶۰ زرو او د موقتي هغو ۹۰ زرو ته رسېږي، خو د دولتي ځواکونو تلفات زیات دي، سرتېري یې تښتي او معنویات‌یې کمزوري دي چې علتونه‌یې د طالب وسله‌والو د فعالیت بیا پیل، د وسله‌والو ځواکونو بې‌کفایته مشرتابه او فساد بلل کېږي.

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

د امریکايي تحقیقاتي مرکز 'CNA' امنیتي څېړونکي جوناتان شرودین ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت نه د خپل پوځ د کارولو صلاحیت لري او نه پر خپل ټول قلمرو واکمن دی. نوموړی وايي، طالبان چې د تبعیدي حکومت ادعا لري د دولتي حاکمیت ډېره ساحه نیولې ده، خو قلمرو یې هومره پراخ نه‌دی چې د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي، نو د شرودین په وینا د دې نتیجه اوسنی ولاړ حالت دی.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پای کې رامنځته شوي سیاسي کړکېچ هم د افغان حکومت پر پوځي وړتیا ناوړه اغېز وکړ. د افغانستان د شنونکو د شبکې څېړونکی عبید علي وايي افغان حکومت یوه پوځي ستراتېژي نه‌لرله ځکه مشران‌یې په خپلمنځي سیاسي اختلافونو کې ښکېل وو.

طالبان پر افغانستان د امریکا له پوځي یرغل په راوروسته موده کې اوس‌مهال تر ټولو پر زیات قلمرو ولکه لري. د طالبانو مرکزونه تر ډېره په پاکستان کې دي، جنګیالي یې هلته روزل کېږي او تجهیزات ترلاسه کوي. طالبان هغه ستراتېژي تعقیبوي چې د امنیتي چارو پوهان‌یې له بهر څخه نفوذ بولي.

مجاهدینو هم د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد پر مهال همدا ستراتېژي تعقیبوله.

طالبانو په پاکستان کې له خپلو مرکزونو څخه د افغانستان د کلیوالو سیمو د نیولو لپاره عملیات وکړل، له هغه ځایه‌یې خپلو لیکو ته جنګیالي او امکانات جذب کړل او د افغانستان پر پراخو سیمو یې ولکه ټینګه کړه.

په وروستیو څو کلونو کې طالبانو پر ګڼ مېشتو سیمو د دې لپاره حملې پیل کړې چې لومړی یې کلابندې کړي او بیا یې ونیسي. په دې لړ کې یې کندز ښار چې د وګړو د شمېر له پلوه د افغانستان پنځم لوی ښار دی دوه ځلې ونیوه.

وسله‌وال طالبان
وسله‌وال طالبان

خو د طالبانو فعالیتونه په افغانستان کې د نورو کوچنیو بهرنیو ترورېستي ډلو د یووالي علت دی. په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو، لشکر طیبه، لشکر جنګوي او جیش محمد په ګډون د پاکستان او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او ختیځ ترکمنستان د اسلامي نهضت او د منځنۍ اسیا د نورو افراطي ډلو په ګډون شااوخوا ۲۰ بهرنۍ ترورېستي ډلې فعالې دي.

د افغانستان د شنونکو د شبکې څېړونکی عبید علي وايي، طالبان له هغو بهرنیو ترورېستي ډلو سره چې د دوی تر بیرغ لاندې فعالیت کوي اړیکې لري. د علي په وینا دا ډلې د طالبانو له مرستې پرته فعالیت نه‌شي کولای.

  • خو اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې څه کوي؟

افغان امنیتي ځواکونو نږدې درې اوونۍ مخکې د جنوبي اسیا لپاره د داعش ډلې د مشر ابو عمر خراساني د نیولو اعلان وکړ. د خراساني نیول کېدل د داعش ډلې د ماتو د لړۍ یوه مرۍ وه. په تېره اپرېل میاشت کې افغان امنیتي ځواکونو په کندهار کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر عبدالله اورکزی له یو شمېر ملګرو سره یوځای ونیوه.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۹ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د داعش ډلې څه باندې ۱۴۰۰ جنګیالي او ملګري یې افغان یا امریکايي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

ارشیف
ارشیف

د امریکا پوځ وايي چې په نومبر میاشت کې په ننګرهار کې د داعش ډلې مرکزونه د امریکا د پوځ په هوايي حملو او د افغان ځواکونو په عملیاتو او همداراز له طالبانو سره د جګړو په نتیجه کې ویجاړ شوي دي.

د امریکا پوځ اټکل کوي چې په افغانستان کې د داعش دوه-دوه نیم زره جنګیالي لاهم فعال دي. عبید علي وايي چې داعشیان یوازې د کونړ ولایت په ځینو سیمو کې دېره دي او ښايي د نورستان ولایت په یو شمېر سیمو کې یې هم مرکزونه وي، خو نوموړی هغه وروستي راپورونه چې وايي د داعش وسله‌وال د افغانستان په شمال کې هم فعال دي، ناسم بولي.

عبید علي په عین حال کې په دې باور دی چې د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې د داعش ډلې د جنګیالیو نیول ښيي چې دا ډله لاهم په افغانستان کې پټې ځالې لري.

XS
SM
MD
LG