د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

نړۍ کې داسې هېواد چې له کرونا ویروس پاکېږي، ایا امکان لري؟


مونته‌نګرو
مونته‌نګرو

د ډېرې مودې لپاره د کرونا ویروس د نويو پېښو نشتوالی هغه څه دي چې کولای شو ووایو یو هېواد له کرونا ویروسه پاک شوی دی.

د نړۍ ډېری هېوادونه د همدې رښتوني هدف د ترلاسه کولو هیلې لري، خو مونته‌نګرو د بالکان سیمې یو کوچنی هېواد دی چې ادعا کوي د دې لاسته راوړنې په درشل کې دی.

آیا واقعاً دا هېواد په اروپا کې له کرونا ویروس څخه لومړنی پاک کېدونکی هېواد بللی شو؟

د مونته‌نګرو صدراعظم دوسکو مارکوویچ 'Dusko Markovic' د مې پر ۲۵مه اعلان وکړ چې په دې نېټه په هغه هېواد کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

تر دې اعلان یوه ورځ دمخه په مونته‌نګرو کې د هغه وروستي ناروغ چې ویل کېدل په کرونا ویروس اخته وو، درملنه وشوه او روغ شو.

د مونته‌نګرو صدراعظم
د مونته‌نګرو صدراعظم

اوس که چېرې د کرونا ویروس کومه تازه پېښه په دې هیواد کې ثبت نه‌شي، نو مونته‌نګرو پلان لري د جون پر دوهمه دا هېواد له کرونا ویروسه پاک اعلان کړي.

دوی دا اعلان د هغو معیارونو پر اساس کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا ټاکل شوي دي.

په مونته‌نګرو کې شاوخوا شپږ لکه او ۲۰ زره کسان ژوند کوي.

په تخنیکي لحاظ به دا لومړنی اروپایي هېواد نه‌وي چې ځان له کرونا ویروسه پاک اعلانوي. سلوانیا تر دې وړاندې په دې وروستیو کې ورته اقدام وکړ، خو وروسته د یاد ویروس د تازه پېښو راپور په‌کې ورکړل شو.

له دې ښکاري چې له ویروسه د یوه هېواد پاک اعلانول څومره د قطعیت له نشتوالي ډک حرکت کېدای شي.

د مونته‌نګرو حکومت هیله لري چې له کرونا ویروسه پاک وضعیت به د دې هېواد د ګرځندوی صنعت پیاوړی کړي او بهرنیو سیلانیانو ته به ډاډ ورکړي چې هر څه خوندي دي، خو حکومت به بیا هم دې هېواد ته د سیلانیانو د ورتګ په برخه کې انتخابي چلند ولري.

مونته‌نګرو
مونته‌نګرو

مونته‌نګرو چې یو غرنی هېواد دی د مارچ پر ۱۷مه په دې هېواد کې د کرونا ویروس د لومړنۍ پېښې راپور ورکړل شو او په دې توګه د اروپا وروستی هېواد شو چې دا ناروغي په‌کې ثبت شوه.

په مجموع کې په دې هېواد کې د کرونا ۳۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۹ تنه ترې مړه شوي دي.

پوښتنه دا ده چې یو هېواد څنګه له کرونا ویروسه پاک ګڼل کېدای شي؟

مونته‌نګرو وایي که د جون تر دوهمې نېټې د دې ویروس نوې پېښه ثبت نه‌شوه، دوی به له دې وژونکې ناروغۍ څخه پاک اعلان شي.

ولې؟

دا به په یاد هېواد کې د مې له ۵مې نېټې څخه چې د کرونا ویروس وروستۍ پېښه په‌کې ثبت شوه، پوره ۲۸مه ورځ وي.

د روغتیا نړیوال سازمان هغه مهال یو هېواد له یوه ویروسه پاک اعلانوي چې له ویروس څخه د بېرته رغېدو مودې دوه برابره وخت کې د ویروس نښې ونه‌لیدل شي.

مونته‌نګرو کې له کرونا ویروس د پاکېدو له اعلان وروسته په رستورانت کې ناست خلک
مونته‌نګرو کې له کرونا ویروس د پاکېدو له اعلان وروسته په رستورانت کې ناست خلک

د کرونا ویروس د نښو د ښکاره کېدو او بیرته رغېدو لپاره ۱۴ ورځې ټاکل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې له روغتیایي بحران څخه د یوه هېواد پاکوالی رسماً اعلان کړی دی او دا کار یې په ۲۰۱۴ کال کې د ایبولا ویروس په برخه کې کړی وو.

خو اوس معلومه نه‌ده چې ایا دا سازمان به د مونته‌نګرو په اړه دا کار وکړي که نه او دا چې څه وخت به‌یې وکړي هم معلومه نه‌ده.

مونته‌نګرو د مارچ له ۱۰مې څخه د ایټالیا، اسپانیې، د چین هوبې ولایت او جنوبي کوریا چې کرونا ویروس سخت ځپلي ول، پر الوتنو بندیزونه ولګول.

د بالکان سیمې دغه کوچني هېواد تر هغه وروسته د ټولو بهرنیو اتباعو پر مخ خپلې پولې وتړلې، یوازې هغه کسان استثنا ول چې په دې هېواد کې یې د اوسېدو موقت یا دایمي جواز درلود.

تر دې اقدام دوه ورځې وروسته په دې هېواد کې د کرونا لومړنۍ پېښه ثبت شوه.

مونته‌نګرو
مونته‌نګرو

د مارچ په لومړیو کې یې ښوونځي بند کړل، پر ګرځېدو یې بندیز ولګاوه او له کوره بهر ټول فعالیتونه‌یې وځنډول.

دغه‌راز دا هېواد د کرونا ویروس د ازموینو له اړخه هم وستایل شو ځکه د مې تر ۲۶مې پورې یې څه باندې ۱۲ زره کسان وازمویل.

د مونته‌نګرو صدراعظم د مې پر ۲۵مه ویلي چې دوی به خپلې پولې د هغو هېوادونو د مسافرو پر مخ پرانیزي چې په هغو هېوادونو کې په هرو یو لک کسانو کې تر ۲۵ ډېر کسان په کرونا اخته نه‌وي.

په دې کې د کروېشیا، البانیا، سلوانیا ، جرمني او یونان خلک شاملېږي.

XS
SM
MD
LG