د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

ملي امنیت شورا: هېڅ داسې دلیل نشته چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل نشي


قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او د ملکيانو د خوندیتوب برخې رییس وايي، قرایین ښيي چې افغانستان د سولې د خبرو پیل ته نېږدې شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب د برخې رییس انتظار خادم وايي، په کوچني اختر کې درې ورځنې اوربند، د افغان ولسمشر لخوا د ۲زره طالب بندیانو ازادیدل او د طالبانو له لوري له دې اقدام څخه هرکلی د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پرمختګونه ګڼلی شو.

د نوموړي په خبره، افغان حکومت هیله من دی چې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي.

انتظار خادم
انتظار خادم

هغه زیاته کړه: "موږ د بین الافغاني خبرو پیل لپاره هیڅ خڼد نه ګورو، فکر کوم قرایین ښيې چې موږ ورو ورو او قدم په قدم بین الافغاني خبرو ته نېږدې شوي یو او هېڅ داسې دلیل نشته چې بین الافغاني خبرې پیل نشي."

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي او نه یې هم په دې اړه زمونږ اړیکې ځواب کړې.

خو دغې دلې د افغان حکومت له لوري د دوی د دوه زره بندیانو د خوشې کېدو اقدام ستایلی خو مونږ تر دې دغې ډلې ویلي وه چې تر بین الافغاني خبرو دمخه باید د دوی پنځه زره لندبان د افغانستان له رندانونو خوشې شي.

مخکې تر دې د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا رییس وټکل شو چې یاده شورا د سولې په برخه کې د هر ډول پرېکړې صلاحیت لري.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني له لوري د دوه زره طالب بندیانو په اړه د نوموړي د ورستي د اقدام هرکلی کړی دی.

طالبانو هم په د حکومتي بندیانو د خوشې کېدو په تړاو په یو تازه اقدام کې تیره ورځ په کندز او بغلان ولایتونو کې ۸۰ افغان سرتیري ازاد کړه.

هممهاله د طالبانو یو پخوانی چارواکي سید اکبر اغا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رامنځته شوې د باور فضا بې سارې ده.

دی وايي، طالبان او افغان حکومت باید دغه ترلاسه شوی فرصت له لاسه ورنه کړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي.

سید اکبر آغا از اعضای پیشین گروه طالبان
سید اکبر آغا از اعضای پیشین گروه طالبان

هغه زیاته کړه: "دواړو خواو ته لازمه ده چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي، له دې ورهاخوا افغانان هم باید په دواړو طرفو فشار واچوي څو بین الافغاني خبرې پیل شي."

خو د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره دغه خوشبینۍ په داسې حال کې دي چې، د افغانستان دفاع وزارت نن په یو اعلامیه کې ویلي چې، په پکتیا کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۴ افغان سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

په اعلامیه کې راغلي چې وسله والو طالبانو بېګاه شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوسته برېد کړی و.

تر دې مخکې، د پنجشنبې په ورځ یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل، غږ او نوم یې خپرو شي، ازادي راډیو ته ویلي وه، چې د چهارشنبې په شپه طالبانو د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې په سیمه ییزې اردو برید کړی او ۹ افغان سرتیري یې وژلي.

سرچینې دا هم ویلي وه، چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ په فراه ولایت کې د پولیسو په يوې پوستې هم حمله کړې وه.

په ورته وخت کې د زابل ولایت د پولیسو ویاند محمد لعل امیري هم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویلي، چې د شاه جوی په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنو عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي.

د لوګر او فراه په بریدونو کې هم طالبانو ته د تلفاتو د اوښتلو خبره شوې ده.

طالبانو د اختر په شپه د اختر په مناسبت د درې ورځو اوربند اعلان کړ چې حکومت هم دا اوربند ومنه او ورته اعلان یې وکړ، خو اوس سره له دې چې دواړه لوري د اوربند د غځېدو یا ماتېدو خبره نه کوي د داشان حملو راپورنه ورکول کېږي چې د سولې او بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هیلې هم اغېزمنولی شي.

XS
SM
MD
LG