د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

۷۸۲ تازه مثبتې پېښې؛ افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۹۸ ته ورسېد


افغان روغتیايي کارکونکي هرات کې د خلکو د معاینې پرمهال
افغان روغتیايي کارکونکي هرات کې د خلکو د معاینې پرمهال

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې لس زرو ته ورسېدې.

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۸۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو او په بازارونو کې د خلکو ګڼې ګوڼې د روغتیا وزارت سخت اندېښمن کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۵۲۸ ټېسټونه شوي چې سم نیم ۷۸۲ کسان يې په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي.

دا لومړي ځل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې په دې شمېر کسان په کرونا ویروس اخته کېږي.

په دې سره په دې هېواد کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۹۸ ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح خلکو ته خبرداری ورکړ چې که د دې وزارت لارښونې او قرنطین په جدي ډول مراعت نه کړي نو وضعیت به لاپسې بدتر شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح

مجروح زیاته کړه: "موږ خلکو ته جدي خبرداری ورکوو، که چېرې قرنطین مراعت نه کړي، په کورونو کې پاتې نه شي، لاسونه بار بار په صابون او اوبو ونه مینځي او د ګڼې ګوڼې سیمو ته له ورتګ ډډه ونه کړي له بده مرغه باید ووایم چې هم به خپل ځآن او هم به خپله کورنۍ د کرونا ویروس له خطر سره مخ کړئ."

ښاغلي مجروح وویل چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس نه ۱۰۴۰ کسان ښه شوي خو ۲۱۶ يې له امله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې په دې وروستیو ورځو کې قرنطینونه نرم شوي او زیات شمېر خلک د اختر د سوداګانو لپاره ښارونو ته راوتلي دي.

د اختر په ورځو کې کابل کې قرنطین نه مراعتېږي
د اختر په ورځو کې کابل کې قرنطین نه مراعتېږي

خو افغان حکومت ویلي چې د اختر په ورځو کې به په کابل کې د خلکو په ګرځېدو محدودیت سخت کړي.

د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ یو شمېر نور بنسټونه هم شته چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د لاخپراوي د مخنیوي په هدف هلې ځلې کوي.

د افغانستان د مدني ټولنو مجتمع له همدې بنسټونو یو دی.

د دې مجتمع رييس عزیز رفیعي ازادي راډيو ته وویل خلک باید د کرونا ویروس د لا خپراوي په مخنیوي کې ونډه واخلي.

عزیز رفیعي
عزیز رفیعي

رفیعي وايي: "زموږ لویه اندېښنه داده چې خلک کرونا ویروس جدي نه ګڼي، تر هغه وخته چې خلک دا ویروس ساده ګڼي او فکر کوي چې دا ناروغي خطرناکه نه ده نو دا ویروس به همداسې په چټکۍ خپرېږي او له خلکو به قرباني اخلي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د عامي روغتیا او حج اوقافو وزارتونو له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې په کورونو کې پاتې شي او د خپلو خپلوانو کورونو ته له ورتګ ډډه وکړي.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر ټینګار وکړ، هغه کسان چې د کرونا ویروس نښې لري نورو ته د لېږد د مخنیوي له امله باید د اختر د لمانځه لپاره جوماتونو ته له تګ ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG