د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

امریکا د 'پرانیستي اسمان' له ټړون وځي


پرانیستي اسمان اړوند د امریکا هوايي پوځ الوتکه
پرانیستي اسمان اړوند د امریکا هوايي پوځ الوتکه

د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې دوی به د پرانیستې اسمان له تړون په دې خاطر ووځي چې روسیې له دې هوکړې سرغړاوی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن به نن جمعه «۲۰۲۰ کال د مې ۲۲» د دې تړون ۳۴ لاسلیکوونکو هېوادونو ته له دې تړون څخه له وتلو شپږ میاشتې مخکې اطلاع ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپاره کړي بیان کې زیاته کړې "که چېرې روسیه د دې تړون بشپړه عملي کېدو ته ستنه شي، موږ به هم ترې پر وتلو بیا غور وکړو."

ولسمشر ډونالد ټرمپ خبریالانو ته وویل "زه فکر کوم موږ له روسیې سره ډېرې ښې اړیکې لرو: "موږ او روسیې ډېرې ښې اړیکې پراخې کړي، تاسو وکتل چې موږ د تېلو په ستونزه شریک کار وکړ. زه فکر کوم اوس موږ روسیې سره ډېرې ښې اړیکې لرو، خو روسیه د پرانیسي اسمان تړون نه‌عملي کوي، نو تر څو چې دوی دا تړون نه‌عملي کوي، موږ ترې وځو، خو د دې ډېر چانس شته چې موږ نوی تړون وکړو او یا داسې څه وکړو چې دا تړون بېرته په ګډه وپالو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو ویلي، له دې تړون څخه د امریکا وتل به د اروپا امنیت ته ګوزار وي.

د ګروشکو په وینا، ټرمپ هڅه کوي چې له "یو اساسي تړون" څخه د هغو "تخنیکي مسئلو" پر سر خپل وتل توجیه کړي چې هغه باید په تړون کې دننه حل شي.

د پرانیستې اسمان (اوپېن سکای) په نوم ۱۸ کاله مخکې د لاسلیک شوي دې تړون چې روسیه هم په‌کې شامله ده هدف د نړیوال ثبات زیاتول دي. دا تړون لاسلیکوونکو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې د یو بل پر خاوره د څارنې الوتنې وکړي څو د یو بل پوځي تأسیسات او وسایل وڅاري.

د روسیې د پرانیستي اسمان اړوند الوتکه
د روسیې د پرانیستي اسمان اړوند الوتکه

سپینې ماڼۍ روسیه تورنه کړې چې له دې تړون‌یې سرغړوای کړی او وايي، مسکو د امریکا متحده ایالاتو ته اجازه نه‌ده ورکړې چې ګورجستان ته نږدې او د بالتیک سمندرګي پر کالننګراد ښار الوتنې وکړي چې د تړون له مخې اجازه ورکړل شوې ده.

له دې تړون څخه وتل، له نړیوالو تړونونو په یو اړخیزه توګه د وتلو یو بل ګام دی چې ولسمشر ټرمپ یې اخلي. تېر کال متحده ایالاتو له روسیې سره د منځني واټن د اټمي ځواک له تړون هم ووتل.

له دې تړون څخه وتل ممکن له مسکو سره د امریکا اړیکې خړې کړي، همدارنګه به د امریکا یو شمېر اروپايي متحدان او د کانګرس ځیني غړي خوابدي کړي.

XS
SM
MD
LG