د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د کرونا وبا، د تېلو بیو او د وسلو کنټرول په اړه د ټرمپ او پوتین خبرې


(ښی) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (کین) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
(ښی) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (کین) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

سپینه ماڼۍ او کرملېن وايي چې د کرونا وبا، د تېلو بیې او د وسلو کنټرول د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین د پرونیو ټیلیفوني خبرو مهم مسایل وو.

د امریکا او روسیې ترمنځ د وسلو د کنټرول د مهم تړون د اعتبار موده پای ته رسېدلې ده. روسیې د نوي تړون لاسلیک ته چمتووالی ښودلی، خو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره غواړي چې په نوي تړون کې چین هم شامل وي.

دواړو ولسمشرانو همداراز په دوهمه نړیواله جګړه کې پر جرمني د متحده هېوادونو د بریا د راروانې ۷۵ کلیزې د مناسب په اړه هم خبرې وکړې.

د کرملېن په بیان کې راغلي چې پوتین او ټرمپ، په دوهمه نړیواله جګړه کې د دواړو هېوادونو د خلکو تاریخي اتحاد د اهمیت په اړه چې په نتیجه کې یې ګډ دښمن مات شو، ټینګار وکړ او د سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي دي چې ټرمپ پر دې ټینګار وکړ چې متحده ایالات د وسلو داسې اغېزمن کنټرول ته ژمن دی چې یوازې نه روسیه، بلکې چین هم په‌کې شامل وي.

د روسیې بالیستیک توغندی
د روسیې بالیستیک توغندی

اوس‌مهال د اټمي وسلو د کنټرول یوازنۍ دوه اړخیزه موافقه چې نافذه ده د ۲۰۱۰ کال د نوي پیل تړون دی. دا موافقه هر هېواد په دې مکلف بولي چې له ۱۵۵۰ زیات اټمي سروکي او له ۷۰۰ زیات توغندي او بم غورځوونکي به نه‌فعالوي، خو د دې تړون اعتبار هم که‌یې دواړه خواوې د نورو پنځو کلونو لپاره تمدید نه‌کړي، له یو کال څخه په لږه موده یعنې د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي.

روسیې د اوسني تړون له تمدید سره موافقه کړې ده، خو د ټرمپ ادارې د داسې یوه نوي تړون د لاسلیک غوښتنه کړې چې چین هم په‌کې وي. چین ویلي چې په دې اړه په خبرو کې ګډون ته لېوال نه‌دی.

د راپورونو له مخې د امریکا او روسیې ولسمشرانو په خپلو خبرو کې د تېلو د بیو د ثابت ساتلو لپاره د هڅو په اړه هم خبرې کړي. د تېلو بیې د هغو محدودیتونو له کبله راولوېدلې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په ترڅ کې وضع شول.

د تېلو بیې
د تېلو بیې

د سپینې ماڼۍ بیان زیاتوي چې ښاغلي ټرمپ ولسمشر پوتین ته دا یادونه هم وکړه چې د ده اداره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې په امریکا کې دننه خلکو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره جدي هڅې کوي او په عین حال د روسیې په ګډون له نورو هېوادونو سره مرستې ته هم چمتو ده.

دا معلومه نه‌ده چې ایا پوتین له ټرمپ څخه د مرستې غوښتنه کړې کنه.

پرون د مې په اوومه په روسیه کې د اعلان شویو شمېرو له مخې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۷۱۶۰ او د مړو شمېر ۱۶۲۵ ته ورسېد او په متحده ایالاتو کې یې د ناروغانو شمېر ۱۳ لکو او د مړو شمېر ۷۷ زرو ته نږدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG