د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

روسیه کې په یوه ورځ څه باندې ۱۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي


روسیه
روسیه

روسیې پرون خبر ورکړ چې څه باندې ۱۰ زره کسان په دغه هېواد کې په یوه ورځ به کرونا ویروس اخته شوي.

دا په یوه ورځ په کرونا د اخته کېدونکو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی. هلته د ټولو مثبتو قضیو شمېر یو لک او ۳۵ زرو ته رسېږي.

پرون څلورمه پرله‌پسې ورځ وه چې په روسیه کې زیات کسان په کرونا ویروس اخته شول. په روسیه کې د کرونا ویروس له لاسه د کمو مړو راپورونه خپاره شوي.

په دغه هېواد انتقاد کېږي چې ممکن د شمېرو په خپراوي باندې کلکه څارنه وکړي او پرېنږدي چې واقعي شمېرې دباندې درز وکړي.

هلته د ټول‌ټال مړو شویو خلکو شمېر ۱۲۸۰ تنه ښودل شوی.

۱۵ زره کسان په دغه هېواد کې بېرته روغ شوي هم دي. د روسیې صدراعظم میخاییل میشوستین هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هېواد وضعه ډېره ستونزمنه وبلله.

XS
SM
MD
LG