د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

امریکا، روسیې ته د تنفس ۲۰۰ مصنوعي دستګاوې ورکوي


ارشیف، د تنفس مصنوعي دستګاوې
ارشیف، د تنفس مصنوعي دستګاوې

امریکا متحده ایالات روسیې ته د تنفس ۲۰۰ مصنوعي دستګاوې یا وېنټېلېټر ورکوي.

امریکا وروسته له هغه د دې مرستې ژمنه وکړه چې په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر بېخي زیات شو.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېګا له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفون خبرې کړي او هغه ته‌یې ویلي چې امریکا له روسیې سره د تنفس د مصنوعي دستګاوو مرسته کوي.

د تنفس مصنوعي دستګاوې په کرونا ویروس هغو اخته ناروغانو ته لګول کېږي چې وضعه‌یې خرابه وي او په طبیعي توګه د تنفس اخیستلو وس نه‌لري.

د تنفس دا مصنوعي دستګاوې په اکثرو هېوادونو کې نه‌شته او د راپورونو په اساس ډاکتران له مجبورۍ دا دستګاوې له زړو کسانو ځوانانو ته لګوي.

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر دوه لکه او ۸۲ زرو ته رسېدلی چې له ډلې یې نږدې ۲۷۰۰ کسان مړه شوي.

روسیه تر امریکا وروسته په کرونا ویروس د اخته خلکو دوهم لوړ شمېر لري، خو د مړو په لحاظ لا په ټيټو درجو کې ده.

XS
SM
MD
LG