د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

امریکايي استاد: امریکا او نړۍ دې روسیه جدي وګڼي


جوزف نای
جوزف نای

جوزف نای د امریکا په هارورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد پاتې شوی او په نړۍ کې د داسې یوه شخص په توګه پېژندل کېږي چې د هېوادونو ترمنځ یو پر بل د اتکا په اړه یې مهم نظر وړاندې کړی دی.

هغه د مې د میاشتې په ۱۱مه نېټه د ازادې اروپا او ازادي راډیو د بالکان له برخې سره په ځانګړې مرکه کې پر امریکا او نورې نړۍ غږ کړی چې روسیه دي جدي وګڼي.

د جوزف نای نظریاتو د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د غربي نړۍ په سیاستونو کې مهم رول لوبولی او د نیو لیبرالیزم (نوي لیبرالیزم) د نظریې له سترو ملاتړکونو بلل کېږی.

هغه ویلي چې دی فکر نه کوي چې دا نظریه چې په اروپايي هېوادونو کې له چین او روسیې سره د اړیکو د ټینګ ساتلو لپاره علاقه تردې حده زیاته ده چې ښايي له امریکا سره د اړیکو په بیه تمامه شي.

جوزف نای ویلي، یقناً، اروپا د بهرنیوهېوادونو ترمنځ د قدرت په مسابقه کې پرته ده، خو دی فکر نه کوي چې دا حالت به مثلاً د۰ ۱۹۵میلادی وخت ته ورته وي.

د نای په وینا، د ختیځې اروپا په هېوادونو، د بېلګې په ډول په پولند کې خلک له روسیې سره په یوه اتحادي چوکاټ کې د داخلېدو په اړه فکر هم نه شي کولائ خو ټینګار کوي چې روسیه باید له پامه ونه غورځول شي بلکه باید جدي وګڼل شي.

نای په دې اړه چې نړۍ د کرونا ویروس له وبا سره په مبارزه کې اخته ده او د امریکا حکومت دا سیاست چې امریکا تر هرچا مخکې، پلی کوي، ټینګار کړی چې روسیه د رهبرۍ رول د خپلولو په برخه کې ستونزې لري او دی د چین او امریکا د اړیکو په توازن کې بدلون نه ګوري.

د امریکا په هغو حکومتونو کې چې د ډیموکراتانو په لاس کې وو، جوزف نای د بهرني سیاست د اصولو په ټاکلو کې مهم رول درلود او له نیوریالیزم (نوي ریالیزم) سره یې چې اهدافو ته د رسېدو لپاره د یوه هېواد پر پوځي زور زیاته اتکا مني،اکثر مخالف موقف نیولی دی.

جوزف نای د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو له کلکو منتقدانو دی.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

هغه د ازادې اروپا او ازادي راډیو خبریال ته په مرکه کې ویلي چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د متحدو ایالاتو نرم ځواک (سافت پاور) کمزوری شوی او په (ایا امریکايي سلیزه ختمه شوه؟) کتاب کې یې په دې اړه جدي سوالونه هم مطرح کړي دي.

جوزف نای ویلي چې روسیه د کمزورېدو په حال کې ده.

د نای په باور، د روسیې د کمزورېدو دلیل دا دی چې په وروستیو کلونو کې یې لږترلږه ۷۵۰ زره وګړي له کاري ځواک څخه کم شوي او حکومت یې نه دی توانېدلی چې د عصري ټکنالوجۍ اقتصادي سیسټم جوړ کړي چې پر انرژۍ د متکي سیسټم خلاف دی.

خو د جوزف نای په وینا، روسیه لا هم د جغرافیې له اړخه یو ستر هېواد دی، اټومي قوت او ډیر مستعد خلک لری.

جوزف نای ویلي: "اکثراً د کمزورېدو په حال کې هېوادونه ډېر خطرناک وي ځکه هغوي د هر ډول خطر منلو ته تیار وي نو روسیه باید زموږ له څاره ونه لویږي، بلکه په ځیني مواردو کې یې باید حضور ډېر جدي وګڼل شي."

په وروستیو کلونو کې په ختيځه اروپا کې د روسیې پوځي مداخلې لکه له اوکراینه د کرېمیا ټاپووزمې جلا کېدل، د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ همدا راز په کور د سیاسي مخالفانو ځپلو، پر بشري حقونو زیاتیو او په اروپا کې د سیاسي متنقدانو قتلونو چې پړه يې پر روسیه ور اچول کېږي، د مسکو او غرب اړیکې تر ډېره حده خراب کړي دي.

پر روسیه تازه تور لګېدلی چې د استخباراتو یو ماموریې د (رسین) په نوم له زهرجنوموادو سره د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته استولی و.

دا ډول زهرجن مواد د انسان د وجود په حجرو کې د پروتین تولید بندوي او حتی د مرګ سبب کېدلای شي.

په همدې حال کې، چین په اروپايي هېوادونو کې پانګه زیاته کړې ده.

د چین پانګونه په هغو هېوادونو کې چې اروپايي ټولنې ته د ور داخلېدو علاقه لري لکه د بالکان په سیمه کې، لا زیاته معلومېږي.

د چین حکومت د کرونا د وبا په وخت کې د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې د طبی وسایلو او درملو د مرستې اوخرڅلاو له لارې ګړندۍ کړې دي.

د یادونې وړ ده چې کرونا ویروس د تېرکال په ډېسېمبر میاشت کې له مرکزي چینه را پیدا او بیا په ټوله نړۍ کې خپور شو.

د رپوټونو پر اساس، په نړۍ کې ۴ اعشاریه ۸ میلیونه وګړي په دې ویروس اخته شوي او دهغو رپوټونو پر اساس چې د مې په ۱۷مه خپاره شوو، ۳۱۵ زره وګړي له دې کبله مړه شوي دي.

جوزف نای په دې وضعیت کې د چین هڅو ته چې په اروپا کې یې د نفوذ د زیاتولو لپاره کوي، په بل نظر ګوري.

هغه وايي فکر نه کوي چې د چین د هواوي جي ۵ ټکنالوجۍ په څېر مسایل په اروپا کې موجود اتحاد ته زیان رسولای شي.

خو هغه وايي چې د کرونا وبا پر ضد د اروپا اقدام او دا مسئله چې کوم هېواد د دې مبارزې لپاره څومره پیسې باید ولګوي او له دې کبله په اروپا کې موجود اختلاف ورته د زیاتې اندېښنې وړ دی.

د نای له نظره، اروپا ته کورنۍ لانجې د بهرنیو قدرتونو لکه دامریکا، روسیې او چین د رقابت په پرتله زیات ګواښ دی.

د نای له نظره چین له ډېرې مودې هڅې کوي چې د ټکنالوجۍ له لارې په اروپا کې خپل اقتصادي نفوذ زیات کړي خوکه چېرې اروپايي هېوادونو ته وکتل شي، لیدل کېږي چې په دې برخه کې یې د چین له پروپاګندې ډک مواد نه دي اخیستي.

د دې سیاسي څیړونکي په باور، چین او امریکا مجبور دی چې پر یو لړ نړیوالو مسئلو لکه له کويډ نولس سره مبارزه او د نړۍ د اقلیمي بدلونونو مخنیوی، په خپلو کې همکاري وکړي.

له دې کبله، فکر کوي چې نړۍ به د یوې بلې سړې جګړې د تجربه کولو پرځای له داسې وضعیت سره مخامخ شي چې دې یې رقابتي همکاري بولي، په دې معنی چې په ځینو مسلو کې به هېوادونه سره رقابت او په ځینو نورو کې به سره همکاري کوي.

جوزف نای د امریکا او چین ترمنځ ځينط جدي اختلافي مسئلې یاد کړې دي.

هغه د بېلګې په ډول، د ازادې اروپا او ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د چین او امریکا حکومتونه پر ځیني مهمو مسئلو لکه د تایوان خپلواکۍ اختلاف لري او ايډیالوژیکي مخالفتونه یې هم له پامه نه شي غورځول کېدلای لکه دا چې د چین حکومت خپل مخالفان سخت ځپي او د اقلیت مسلمانانو د ټولنېز رګونه اویغور مسلمانان یې تر سختو بندیزونو لاندې کړي دي.

خو دا نظر چې د چین او امریکا ترمنځ به د شوروي د وخت سړه جګړه پېښه شي، ردوي.

جوزف نای وایي چې چین او امریکا به په ځانګړو مسئلو سره جلا وي خو پر ځیني نورو مسئلو نه شي کولای چې په مطلق ډول اړیکې سره وشلوي.

XS
SM
MD
LG