د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

د دولت عالي شورا ترکیب به له اختر وروسته بشپړ شي


د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک
د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې باخبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د دغې شورا پر جوړولو کار پیل شوی او د دولت عالي شورا ترکیب به له اختر وروسته بشپړ شي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې له مخې، ټاکل شوې د دولت عالي شورا په نوم نوی نهاد جوړ شي چې مهمترینه دنده به‌یې د هېواد د مهمو مسایلو اړوند مشورې ورکول وي.

دغې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د دغې شورا د جوړولو لپاره سلا مشورې پیل کړې دي.

دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې ونه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي وایي، پرون هم ولسمشر په دې اړه د افغانستان له یو شمېر مطرحو سیاسي مشرانو سره لیده کاته درلودل.

له دې سره د سیاسي چارو شنونکی سید اسحاق ګېلاني وایي چې د دولت د عالي شورا د مؤثریت لپاره مهمه ده چې سیاسي څېرې په‌کې په نظر کې ونیول شي او د هغوی سلا مشورې پلي کړل شي.

د سیاسي چارو شنونکی سید اسحاق ګېلاني
د سیاسي چارو شنونکی سید اسحاق ګېلاني

هغه زیاته کړه: "مهمه دا ده چې د دولت په عالي شورا کې هغه څېرې چې راټولېږي څوک دي؟ او دوهمه دا چې د هغو مشورې تر کومه حده اورېدل او پلي کېږي، که د غړو غوراوی سم وي او مشورو ته‌یې غوږ کېښودل شي د افغانستان په خیر به وي."

تر دې دمه د دولت عالي شورا د غړو او د شمېر په اړه‌یې څه نه‌دي ویل شوي، خو د سید اسحاق ګېلاني د معلوماتو له مخې، دغه شورا شااوخوا ۱۰ غړي به ولري او ټول هغه‌یې پېژندل شوې سیاسي څېرې دي.

له بل لوري په سپېدار ماڼۍ کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دولت د عالي شورا د جوړېدو په اړه له مطرحو سیاسي اشخاصو سره خبرې اترې پیل کړې دي.

خو دغې سرچینې په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل.

له دې سره د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون مرستیال سید محمد جمال بهشتي وایي چې د دولت عالي شورا د مشورو پلي کول الزامي نه‌دي او ممکن دغه شورا ګټوره هم نه‌وي.

هغه وویل: "د دولت عالي شورا به ولسمشر ته مشورې ورکوي او الزامي نه‌دي یعنې مشور به‌یې د ملي شورا د قوانینو او مصوباتو په شان نه‌دي چې پر ولسمشر الزام راولي."

د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې په اول بند کې راغلي چې د سیاسي اجماع د رامنځته کولو لپاره د دولت عالي شورا چې سیاسي مشران او ملي شخصیتونه به په‌کې وي، جوړه شي.

د سیاسي هوکړې لاسلیک
د سیاسي هوکړې لاسلیک

دغه شورا چې غړي به‌یې له ځانګړي دولتي پروتوکول برخه‌من وي او د هغوی لپاره به لازمې امنیتي اسانتیاوې په نظر کې نیول کېږي، په ملي مهمو مسایلو کې به د افغانستان ولسمشر ته مشورې ورکوي.

اټکل کېږي هغو سیاسي څېرو چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړيتوب کړی و، هغوی به هم د دغې شورا غړیتوب ولري.

XS
SM
MD
LG