د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

دفاع وزارت: یرغلیزو عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې


د افغان ځواکونو نظامي هیلیکوپټره د هوايي برید پرمهال
د افغان ځواکونو نظامي هیلیکوپټره د هوايي برید پرمهال

ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په یرغلیزو عملیاتو کې د حکومت د مخالفو وسله‌والو یو شمېر مهم ځایونه په نښه شوي.

د دې وزارت مسوولان وايي، افغان ځواکونو د ځمکني او هوايي بریدونو له لارې وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.​

په کابل او ننګرهار کې د خونړیو بریدونه او په سبا یې د افغان ځواکونو لخوا د یرغلیزو عملیاتو له پیل وروسته، ملي دفاع وزارت په دې بریدونو کې د حکومت مخالفو وسله‌والو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.​

ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ افغان ځواکونو ته پر خپلو دښمنانو د یرغلیزو عملیاتو د پیل امر ورکړ.​

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې عملیاتو کې د حکومت د مخالفو وسله‌والو مهم پټنځایونه په نښه شوي او له‌منځه تللي دي.​

روح الله احمدزی
روح الله احمدزی

هغه زیاته کړه: "په تېرو څو ورځو کې موږ توانېدلي یوو چې د دښمن مواضع او سنګرونه په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو له لارو تر هدف لاندې ونیسوو او زیات تلفات ور اړول شوي دي، زموږ عملیات به د هوا او ځمکې له لارې همداسې دوام وکړي. "​

بدخشان، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، خوست، بادغېس، هرات، کندهار، فاریاب او هلمند هغه ولایتونه دي چې د افغان ځواکونو له‌خوا په کې د روانې اوونۍ په اوږدو کې هوايي او ځمکني عملیات شوي دي.​

د دې وزارت لخوا همدا ډول په ورځني ډول رسنیو سره وسله‌والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبر ورکول کېږي چې پر بنسټ یې یوازې د یک‌شنبې په شپه په خوست، فراه او ارزګان کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي دي.​

خو یو شمېر نظامي شنونکي بیا د یرغلیزو عملیاتو پیل د جګړې د شدت او د تلفاتو د زیاتېدو په معنا بولي.​

پخوانی نظامي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل، پر افغان ځواکونو به هم د وسله‌والو بریدونه شدت پیدا کړي.​

هغه زیاتوي: "زه فکر کوم کوم عملیات چې افغان ځواکونو پیل کړي یا یې شدت ورکړی، پایله به و نه لري، تجربو ښودلې چې په افغانستان کې جګړې په هېڅ سطحه مثبته نتیجه نه درلوده، یعنې ګټونکی نه لري، له همدې کبله باید هڅه وشي چې په دوحه کې د سولې شوې هوکړه عملي شي او زیاته انرژې د سولې د راتلو په هدف مصرف شي."​

طالبانو د افغان حکومت له‌خوا د دوی پر ضد د یرغلیزو عملیاتو له پیل وروسته په یوه اعلامیه کې دا دریځ د سولې خلاف عمل وباله او تر خوا یې د جګړې د دوام لپاره تیاری وښود.​

که څه هم د افغانستان د حکومت له‌خوا د یرغلیزو عملیاتو له پیل وروسته، یو شمېر غبرګونونه هم راپورته شول خو د افغانستان حکومت یې په ځواب کې وویل، د یرغلیزو عملیاتو له پیل هدف، د وسله‌والو مخالفینو سولې ته حاضرول دي.​

XS
SM
MD
LG