د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د افغانستان او ایران سرحدي کمیسارۍ د افغانانو د ډوبېدو پېښې څېړنه پیلوي


د دوو هغو افغانانو مړي چې ادعا کېږي د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا په هریرود سیند کې ډوب شوي دي.
د دوو هغو افغانانو مړي چې ادعا کېږي د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا په هریرود سیند کې ډوب شوي دي.

د افغانستان او ایران سرحدي کمیسارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې د افغانانو د وژلو په اړه نن څېړنې پیلوي.

د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله کې د مسافرو افغانانو د وژلو تر راپورونو وروسته افغان حکومت وايي، دا پېښه به د عدالت تر پلي کېدو په هر اړخیز ډول وڅېړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۴» یوې خبرې غونډې ته وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ مذاکراتو کې په دې هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو سرحدي کمیساري دې نن په دې اړه څېړنې پیل او ژر تر ژره د پېښې پلټنه ترسره شي.

ښاغلی هېواد زیاتوي: "د افغانستان او ایران ترمنځ هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو سرحدي کمیساري دې د پېښې په سیمه کې خپلې څيړنې پيل کړي، څېړنه به د افغانستان او ایران د سرحدي کمېساریو د ۱۳۳۵ کال د تړون پر بنسټ نن پيل شي."

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

نوموړي زیاته کړه چې له دې څېړنې سره به د پېښي څرنګوالی ښکاره او د عدالت پلي کولو زمینه به برابره شي.

له دې وړاندې د افغانستان حکومت چارواکو تأیید کړې چې ۱۳ ورځې وړاندې د ثور میاشتې په ۱۹مه نېټه د ایران پوله‌ساتو ٥٠ افغان مسافر وهلي او وروسته‌یې هریرود سیند ته غورځولي دي.

که څه هم ایران په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي، خو یادې پېښې د افغانستان او نړۍ په کچه سخت غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څلور ورځې وړاندې د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا د افغان مهاجرینو د وهلو او وژلو د ادعا د څېړلو لپاره با صلاحیته پلاوی وټاکه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د دې پلاوي څېړنې لا نه‌دې بشپړې شوي، خو د دې پلاوي د وروستیو موندنو پر بنسټ ۱۰ مړي پیدا شوي،۱۱ تنه ژغورل شوي او ۱۷ نور لا هم نادرکه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ټينګار کوي چې د افغانستان او ایران د کمیساریو څېړنې دې بې‌پرې او هر اړخیزې وي.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون
د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون

د کمېسیون ویاند مرستیال ذبیح‌الله فرهنګ وویل: "زموږ غوښتنه دا ده چې دا پلاوی ژر تر ژره خپل راپور نشر کړي، موږ هیله‌مند یو چې دا راپور بې‌پرې، خپلواک او هر اړخیز وي، ترڅو د دې پېښې پټ رازونه رابرسېره او د بشر حقونو تر پښو لاندې کېدل ښکاره کړي."

دغه کمېسیون باور لري که د داسې پېښو لاملونه په سمه توګه په ګوته او حقیقت رابرسېره شي، حکومتونه کولای شي په راتلونکي کې یې د بیا تکرار مخنیوي وکړي.

XS
SM
MD
LG