د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

یو شمېر مدني فعالانو په کابل کې د ایران سفارت مخې ته اعتراض وکړ


ارشیف، د ایران سفارت مخې ته د افغانانو اعتراضونه
ارشیف، د ایران سفارت مخې ته د افغانانو اعتراضونه

یو شمېر مدني فعالانو په کابل کې د ایران سفارت مخې ته د ایرانیانو له‌خوا د وروستۍ کړنې په غبرګون اعتراض وکړ.

وروسته له هغې چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه د ایران پوله‌ستاتو ځواکونو شااوخوا ۵۰ افغان کارګر له شکنجې وروسته اوبو ته وغورځول دغې پېښې په هېواد کې سخت غبرګونونه راوپارول.

دغه اعتراض کوونکو د یو مدني حرکت په ترڅ کې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ایرانیانو له لوري د وروستۍ کړنې په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

دوي ګواښ کوي که حکومت او نړیواله ټولنه د دې موضوع جدي پلټنه ونه‌کړي تر دې په سترو لاریونونو به لاس پورې کړي.

ارشیف، د ایران سفارت مخ ته اعتراضونه
ارشیف، د ایران سفارت مخ ته اعتراضونه

دغو مدني فعالانو د ایران حکومت د افغانانو په بې‌رحمه وژنې تورن کړ.

د دې اعتراضیه غونډې یو غړی نصیر احمد مایار وايي، که د دوی غږ وانه‌ورېدل شي اعتراضیه غونډې او لاریونونه به پراخ کړي.

هغه زیاته کړه: "که چېرته افغان حکومت زموږ دا غږ وانه‌وري موږ مجبور یو د خپلو افغانانو لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په لاریونونو لاس پورې کړو. زموږ غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه دا ده چې په دې برخه کې په کابل کې د ایران سفیر احضار کړي او په دې اړه ترې پوښتنه وکړي."

د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه هغه مهال چې شااوخوا ۵۰ تنه افغانانو غوښتل په غیر قانوني ډول ایران ته ولاړ شي د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا نیول شوي او له وهلو ټکولو وروسته د ایران په ذوالفقار سیمه کې هریرود سیند ته غورځول شوي دي.

اعتراض کوونکو مدني فعالانو د دغه پېښې په تړاو افغان حکومت په بې‌غورۍ تورنوي او وايي، حکومت دې د وژل شویو افغانانو کورنیو سره ژر تر ژره مرستې وکړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وايي، په دې تړاو د دواړو طرفونو له لوري څېړنې پیل شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

هغه زیاته کړه: "د افغان ولسمشر د حکم پر بنسټ د دې قضیې د څېړلو لپاره یو پلاوی جوړ شوی، دغه پلاوي هرات ته سفر کړی او هلته‌یې د هرات له محلي چارواکو سره لیدلي د هرات سیمه‌ییزو چارواکو د پېښې له ځایه هم لیدنه کړې، هغه افغانان چې له دې پېښې روغ وتلي د هغو د خبرو په اساس به خپلو څېړنو ته دوام ورکوو."

دغه‌شان د دغه وزارت له‌خوا په یوې تازه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ‌یې خپره کړې ویل شوي چې د ایران او افغانستان په پوله د رامنځته شوې پېښې په اړه د دواړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تر څېړنو وروسته به د دواړو هېوادونو چارواکي که اړتیا ولیدل شي د دې موضوع په اړه به د پېښې په ځای، مشهد او هرات کې ناستې هم وکړي.

د افغان حکومت له لوري د ټاکل شوي پلاوي مشر حمید طهماسي پرون هرات کې خبریالانو ته ويلي، په دې اړه کره شواهد شته چې دا کسان د ایران په خاوره کې مړه شوي دي.

حمید طهماسي
حمید طهماسي

مخکې تر دې د ایران حکومت په دې پېښه کې د ایراني سرحدي ځواکونو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.

XS
SM
MD
LG