د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د ایراني ځواکونو لخوا د افغانانو د وژلو او شکنجې د ادعاوو څېړنه پیل شوې


په دې وروستیو کې د هرات سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو په ګډه پوله یې د ۱۸ نورو افغان کډوالو مړي هم پیدا کړي دي.
په دې وروستیو کې د هرات سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو په ګډه پوله یې د ۱۸ نورو افغان کډوالو مړي هم پیدا کړي دي.

د افغانستان حکومت د څېړنې پلاوي په هرات ولایت کې د ایراني پوله ساتو لخوا د افغان کډوالو د وژلو او شکنجې د ادعاګانو د څېړلو کار پیل کړی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو او ټولنیزو رسنیو د کارونکو د پرله پسې انتقادونو وروسته د ایراني پوله ساتو له خوا د افغان کډوالو د وژنې او شکنجې په تړاو د ادعاوو د څېړلو په هدف یو با صلاحیته پلاوی ته دنده سپارلې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال دغه پېښه ټکان ورکونکې بللې او وایي چې د افغانستان حکومت حقیقت ته د رسېدو لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه اخلي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

هغه زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر د حکم له مخې پلاوی ټاکل شوی څو له ایران سره په پولې زموږ د هېوادوالو د وژلو موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي، هغوی خپل کار پیل کړی دی."

د دغه لس کسیز پلاوي مشري د افغانستان د مسلح ځواکونو د اعلی سر قومندانۍ سر څېړونکي محمد حمید طهماسي ته سپارل شوې چې د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو استازي او د ملي امنیت عمومي ریاست، ملي شورا او د هرات ولایت یو شمېر سیمه ییز چارواکي یې غړیتوب لري.

په ورته وخت کې د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دې پلاوي د ولایت سیمه ییزو چارواکو سره په همغږي پرون خپل کار پیل کړ خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

نږدې لس ورځې وړاندې هرات کې ځینو کسانو د شاهدانو په توګه وویل چې د ایران پوله ساتو ٥٠ افغان مسافر ربړولي او ٢٣ نور یې هریرود سیند ته غورځولي دي.

په هغه وخت کې وویل شول چې د شپږو کسانو مړي له اوبو ویستل شوي دي.

په دې وروستیو کې د هرات سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو په ګډه پوله یې د ۱۸ نورو افغان کډوالو مړي هم پیدا کړي دي.

په هرات کې چارواکو ویلي، چې د ایران پوله ساتو دغه افغانان په هریرورد کې اچولي.

دغه شان افغانستان ته په راستنو شویو یو شمېر نورو افغان کډوالو کې چې له دغه هېواد راستانه شوي وه او له ازادي راډیو سره یې مرکې کړي هم د وهلو ټکولو نښې نښانې لیدل شوي دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان وايی چې، ایران په تېر کې هم له افغان کډوالو سره ناسم چلند درلود او وروستۍ پېښه باید په جدیت سره وڅېړل شي.

د نړیوالو اړیکو پوه محمد اکرم عارفي وايي، دا موضوع باید یوازې له سیاسي اړخه نه بلکې له بشري اړخه هم وڅېړل شي.

هغه زیاته کړه: "افغانستان تل له خپلو ګاونډیو سره د ښو اړیکو سیاست خپل کړی، او تمه یې دا ده چې ګاونډیان یې هم ورته سیاست خپل کړي، د داشان پېښو تکرار کولای شي د دواړو هېوادونو په ستراتېژیکو اړیکو اغېز ولري، اړتیا ده چې د افغانستان دولت د دغې موضوع بېلابېل اړخونه په پام کې ونیسي."

که څه هم ایران په دغه پېښه خپل لاس لرل رد کړي خو دا موضوع په افغانستان کې دننه او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوې.

افغانانو د طالبانو په ګډون د ایران د پوله ساتو دا عمل غیر انساني کړنه ګڼلې او د دغه کار د عاملینو محاکمه یې غوښتې ده.

امریکا هم دغه عمل سخت خواشینونکی بللی او د بشر د حقونو څارونکي سازمان بیا د ایراني پوله ساتو دا عمل ټکان ورکونکی بللی دی.

XS
SM
MD
LG