د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ایراني چارواکي: د افغان مسافرو د ډوبېدو پېښه د افغانستان دننه شوې


ډوب شوي افغانان
ډوب شوي افغانان

لا په هریرود کې د ډوبو شویو افغانانو مړي نه‌دي پیدا چې ایراني چارواکو وختي د دې پېښې له مسؤلیته اوږې سپکې کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون چې ایراني پوله‌ساتو یو شمېر ناقانونه وراوښتونکي افغان مسافر وهلي او بیا یې رود ته اچولي، یو بیان خپور کړی او ویلي دي چې ایراني پوله‌ساتو افغان مسافرو ته زیان نه‌دی اړولی او دا پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې.

د دغه وزارت ویاند سید عباس موسوي پرون یکشنبه «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۴» په یوه اعلامیه کې د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو ډاډ ورکړی چې داسې کومه پېښه د یران په خاوره کې دننه نه‌ده شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي

د دې پېښې عیني شاهدان بیا متفاوته روایت لري.

د فاریاب ولایت اوسېدونکی شاه ولي ازادي راډیو ته وویل چې ایراني پوله‌ساتو دوی ووهل او د ډزو په زور یې اړ کړل چې ځانونه اوبو ته واچوي.

هغه زیاته کړه: "ایراني پولیسو د شپې په ۱:۳۰ بجې ونیولو او په سبا یې په دوو بجو رد مرز کړلو. په اوبو یې په زوره راپورې ایستلو. موږ ویل چې اوبه مو وړي راته ویل‌یې چې وړي مو به 'به درک' ۵۷ نفر و. ۲۳ مړه دي په اوبو کې ورک دي. موږ ویل چې اوبازان راغواړو ویې نه‌منله. هر څه مو زارۍ ورته وکړې نه‌یې منله. د قران روی د خدای روی هېڅ‌یې نه‌منل. په قمچین او په کنداغونو یې وهلو. په ټېله‌یې واچولو. په دغو اوبو کې یې په خپل ما دوه فیره وکړل."

په هرات کې سیمه‌ییزو او په کابل کې لوړپوړو چارواکو تأیید کړې چې ایراني پوله‌ساتو زیاتی کړی او افغان مسافر یې په زور اوبو ته اچولي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې یوه چارواکي ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې لږترلږه ۷۰ کسان چې غوښتل‌یې له هرات څخه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د سرحدي ځواکونو له‌خوا وهل شوي او بیا هریردو ته اچول شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه د دوی پلاوی مؤظف شوی او پلټنې یې پیل کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد یکشنبه په یوه پیغام کې وویل: "وروسته له هغه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت رهبري له ایران سره د پولې په اوږدو کې د افغان مسافرینو د وژل کېدو د غمجنې پېښې په اړه خبر شول، تحقیقات پيل شول. تحقیقات په دوو کچو لومړی د جمهور رئیس تر نظر لاندې د دولت د عالي رهبرۍ په کچه او هم د سیاسي معین تر نظر لاندې په تخنیکي او سیاسي برخو کې روانې دي. انکشافات له نږدې څارل کېږي. کله چې څېړنې بشپړې شوې په‌دې اړه جدي او اساسي پرېکړې کېږي او له خلکو سره به شریکې شي."

د هرات حوزوي روغتون رئیس عارف جلالي وايي د پنځو کسان مړي دې روغتون ته رسېدلي چې له دې ډلې یې څلور کسان په اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون رئیس عارف جلالي
د هرات حوزوي روغتون رئیس عارف جلالي

د بشري حقونو مدافعین دا پېښه غندي او وايي چې باید په جدي توګه وڅېړل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیاله پترېشیا ګاسمن په یوه لیکلي لنډکي پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې پخوا مو هم د ایران د سرحدي ځواکونو په لاس د افغانانو د ځورونې په اړه راپورونه لیکلي او دا اوسنۍ قضیه د دې په خبره "وحشتناکه" ده.

هغې وویل چې په دې اړه به د معلوماتو له بشپړولو سره په تفصیل خبرې وکړي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ایران امنیتي ځواکونو افغانان اړ کړي چې اوبو ته ورګډ شي او په نتیجه کې یې ځیني کسان مړه شوي.

د دغه کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل ایران د افغانستان د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او باید د دې پېښې جدي پلټنه وشي.

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې د افغانانو په وړاندې د ایران او افغانستان په پوله کې شوي د افغانانو د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده چې متأسفانه د ایران امنیتي ځواکونو له‌خوا پېښ شوي. د منابعو په اساس او هم د دې پېښې له ژغورل شویو، زیانمنو شویو او سیمه‌ییزو چارواکو سره د اړیکو پر بنسټ دا افغانان دې ته اړ ایستل شوي چې له اوبو تېر شي. د دې کار په نتیجه کې د هغو چې لامبو زده وه ځانونه‌یې ژغورلي او ځیني ډوب او مړه شوي دي."

ایراني پوله‌ساتي ځواکونه تل له افغان کډوالو او په تېره بیا له هغو افغانانو سره په ناوړه چلند تورن دي چې د قاچاقبرو له‌خوا ایران ته انتقالېږي.

مخکې ډېرې داسې وېډیوګانې د افغانستان پولې ته نږدې ایراني پوله‌ساتو ډکې کړي چې په‌کې لسګونه هغه افغانان کتار درول شوي او په زور توبې پرې ایستل کېږي چې د کار په لټه ایران ته اوښتي دي.

هریرود سیند څخه د غورځول شویو افغانانو د موندلو عملیات پیل شوي

بهرنیو چارو وزارت: ایران سره په پوله د ځینو افغانانو د وژنې راپورونه څېړوو

په دننه ایران کې خو بیا افغان پناه غوښتونکي په دې سربېره چې له روغتیايي خدمتونو، تعلیم او ګڼو نورو اساسي حقونو بې‌برخې ګرځول شوي کله کله د یوه یا څو کسانو د مرګونو حملو او یا هم جنسي تېریو ښکار کېږي.

XS
SM
MD
LG