د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

ایران د لنډې مودې لپاره جوماتونه پرانېزي


تهران کې د یوه جومات انځور
تهران کې د یوه جومات انځور

په ایران کې نن د لنډې مودې لپاره ټول جوماتونه پرانیستل کېږي.

دا په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په لګولو شویو بندیزونو کې یو بل نرمښت دی چې رامنځته کېږي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د جوماتونو د پرانیستې پرېکړه، د دې هېواد د روغتیا وزارت سره په سلا مشوره شوې ده.

د ایران دولتي خبري رسنیو د دې هېواد د اسلامي پراختیا د سازمان د رئیس محمد قمي له خولې ویلي، چې د جوماتو د موقتي پرانیستو پرېکړه د روغتیا وزارت سره په سلا مشوره شوې ده.

نوموړې وروسته وویل، جوماتونه به یوازې د درېیو ورځو لپاره د روژې په میاشت کې په مشخصو شپو د عبادت په موخه پرانیستي وي.

د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس فارس په وینا دا تر اوسه پورې مشخصه نه ده چې همداسې پرانیستې به پاتې شي او کنه.

ایران په منځني ختیځ کې هغه هېواد دی چې کرونا ویروس تر ټولو زیات ځپلی.

په وروستیو کې دې هېواد پر خپل اقتصاد د فشار کمولو لپاره د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شویو محددیتونو کمول په داسې حال کې پیل کړي چې په ځینو برخو کې یې د کرونا ویروس په ورځینو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د خوزستان په ولایت کې یوه سیمه قرنطین شوې ده.

دې خبري اژانس د سیمه ییزو چارواکو له خولې ویلي، دغلته د کرونا ویروس په نویو پېښو کې ناڅاپي زیاتوالی راغلی و چې چارواکي یې اړ کړل، کارونو ته د ستنېدو پرېکړه بېرته واخلي.

ایران د اپریل له یولسمې نېټې بېرته د عادي کېدو په اړه تدریجي اقدامات پیل کړي او هڅه کوي خپل اقتصاد چې په کرونا سربېره د امریکا بندیزونو هم ځپلی وژغوري.

په ایران کې د کرونا ویروس لکه کبله د مړو شویو کسانو رسمي شمېر ۶۶۸۵ تنه ښودل شوی دی.

د دې هیواد د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور په وینا په کرونا د اخته کېدو پېښې هم په دې هېواد کې نژدې ۱۱۰زرو ته رسېدلي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د دې هېواد په ۱۳۲ ناحیو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو خطر په کې کم دی، جوماتونه بېرته د عبادت کوونکو لپاره پرانیستل کېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

دا د ایران د اداري واحدونو یوه له درېیو برخو سره برابره ده.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، په دې هېواد کې په ۱۸۰ ښارونو او ښارګوټو کې چې د کرونا له پلوه کم خطره بلل کطږي، د مې له اتمې نېټې څخه د جمعې لمونځونه هم پیل شوي دي.

د ایران د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ د ولسمشر حسن روحاني له خولې ویلي چې راتلونکې اوونۍ به ښوونځي هم پرانیستل شي.

په دې هېواد کې لا دمخه د ولایتونو ترمنځ په سفرونو بندیز لرې شوی او لویو سوداګریزو مرکزونو خپلې چارې بېرته پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG