د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

ایراني ځواکونو ۳۶۰۰ تنه د کرونا ویروس د اوازو خپرولو له کبله ونیول


د ایران وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال ابوالفضل شکارچي
د ایران وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال ابوالفضل شکارچي

د ایران وسله‌والو ځواکونو ۳۶۰۰ کسان په دې هېواد کې د کرونا ویروس په اړه د اوازو خپرولو له کبله نیولي دي.

د دغو ځواکونو ویاند برید جنرال ابوالفضل شکارچي د اپرېل پر ۲۸مه، په یوه خبري پروګرام کې چې په ژوندۍ بڼه د دولت تر کنټرول لاندې یوه ټلوېزیون له لارې خپرېده دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي ادعا وکړه: "د اسلامي جمهوریت دښمنان په هېواد کې دننه عناصر لري او د هغوی غوښتنې تعقیبوي."

شکارچي وویل چې دا بې‌نومه دښمنان هڅه کوي دغه هېواد ته چې د ده په وینا د کرونا ویروس پر وړاندې یې ډېره ښه مبارزه کړې، زیان ورسوي.

د ایران رسمي شمېرې چې د اپرېل پر ۲۹مه، خپرې شوې ښیي په دې هېواد کې څه باندې ۹۳۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او نږدې ۶۰۰۰ ایرانیان له همدې ویروسه مړه شوي دي.

خو د ایران د رژیم له لوري پر دغو ورکړل شویو شمېرو شک ښودل کېږي او پر دولت تور پورې دی چې رښتوني ارقام نه‌ښیي.

د شکارچي دا څرګندوني وروسته له هغه شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران د هغو کسانو په نیولو تورن کړی وو چې ګواکي له امریکایي چارواکو سره په اړیکه نیولو سره‌یې هڅه کوله د کرونا ویروس د رښتوني شمېرو راپور ورکړي.

XS
SM
MD
LG