د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

ایران کې ټول جوماتونه په موقت ډول پرانیستل کېږي


په ایران کې یو جومات
په ایران کې یو جومات

نن به په ایران کې ټولو جوماتونو ته په موقت ډول د بیا پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شي.

دا د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو بل اقدام ګڼل کېږي.

د ایران دولتي خبري اژانس د ایران د اسلامي تبلیغاتو د سازمان د مشر محمد قمي په حواله راپور ورکړی چې وايي د جوماتونو د بیا پرانیستل کېدو پرېکړه له روغتیا وزارت سره په مشوره شوې ده.

ښاغلي قمي وروسته وویل چې جوماتونه به یوازې د درېیو ورځو لپاره د روژې مبارکې میاشتې د ځانګړو شپو د درناوي لپاره پرانیستي وي.

په منځني ختیځ کې ایران له هغو هېوادونو دی چې کرونا ویروس سخت ځپلی دی.

که څه هم د ایران په ځینو برخو کې د دغه ویروس خپرېدل په زیاتېدو دي، خو دغه هېواد د محدودیتونو کمول پیل کړي دي.

په ایران کې په کرونا ویروس تر پرون پورې د مړینو شمېر ۶،۶۸۵ ته رسېده او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو لک او ۹،۲۸۶ کسانو پورې رسېږي.

XS
SM
MD
LG