د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د عراق صدراعظم مصطفی‌الکاظمي د لومړیو کاري ورځو مهمې پرېکړې


د عراق د نوي صدراعظم مصطفی الکاظمي
د عراق د نوي صدراعظم مصطفی الکاظمي

د عراق صدراعظم مصطفی‌الکاظمي د حکومت ضد مظاهرو پر مهال د بندي شویو عراقیانو د ازادۍ فرمان ورکړ.

تېر ۲۰۱۹ کال د اکټوبر له لومړۍ د عراق په پلازمېنه بغداد او عمدتاً شیعه مېشتو جَنوبي ښارونو کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې پیل شوې چې په نتیجه کې یې تر اوسه د حکومتي ځواکونو له‌خوا ۶۰۰ کسان وژل شوي او نږدې درې زره تنه بند ته اچول شوي دي.

دغو مظاهرو پخوانی حکومت استعفا ته مجبوره کړ او دا دی نوي حکومت په لومړیو ورځو کې د بندیانو د ازادۍ فرمان ورکړ.

نوي صدراعظم د نیول شویو کسانو د ازادۍ فرمان ترڅنګ د داعش او ترهګرۍ ضد مرکز ګوښه کړای شوی مشر جنرال عبدالوهاب السعدي وستایه.

د داعش او ترهګرۍ ضد مرکز ګوښه کړای شوی مشر جنرال عبدالوهاب السعدي
د داعش او ترهګرۍ ضد مرکز ګوښه کړای شوی مشر جنرال عبدالوهاب السعدي

مصطفی‌الکاظمي چې تېره اوونۍ یې د عراق له پارلمانه سره له خپلو نوماند وزیرانو د باور رایه واخیسته یکشنبه ماښام د بندیانو د ازادۍ په اړه وېډیويي بیانیه ورکړه.

هغه زیاته کړه: "موږ خپلو امنیتي ادارو ته خبر ورکړ ټول هغه بندیان خوشې کړي چې په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه. همداراز مو د قضاً له عالي شورا څخه وغوښتل چې په ثانوي قضیو د محکومو بندیانو په خوشې کولو کې همکاري وکړي، په استثنا د هغو کسانو چې په وژنو کې ښکېل دي."

الکاظمي د داعش پر ضد د مبارزې د مرکز ګوښه کړای شوی قوماندان جنرال عبدالوهاب الساعدي یو اتل وباله او ویې‌ویل چې ژر به ترفېع ورکړل شي او بېرته به په خپلې دندې وګمارل شي.

مخکېني صدراعظم عادل عبدالمهدي د دغه قوماندان رتبه ټیټه کړې وه او بیا یې په کور کېنولی و.

عادل عبدالمهدي
عادل عبدالمهدي

دغه کار هم په عراق کې مظاهرو ته زور ورکړ.

لکونه عراقیان د تېر ۲۰۱۹ کال د اکټوبر له لومړۍ د پلازمېنې بغداد او یو شمېر نورو ښارونو عمدتاً شیعه مېشتو ښارونو کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې وکړې.

مظاهره‌چیان د بې‌کارۍ، دولتي فساد، ناڅیزو خدماتو او د ایران د نفوذ په وړاندې راپورته شوي و چې ورځ تر بلې یې مظاهرو زور اخیست او ورسره د پوځیانو چلند هم تاوتریخجن کېده.

د مظاهرو له پیل اووه میاشتې او یوه اوونۍ تېرېږي او تر دې دمه د حکومتي پوځیانو په لاس د ۶۰۰ مظاهره‌چیانو د وژل کېدو او د نږدې درېیو زرو نورو د بندیانولو راپورونه ورکړل شوي.

مظاهرې که څه هم عراق ته د کرونا ویروس په رسېدو کمرنګه شوې، خو لا بشپړې نه‌دي غلې شوي.

شنبه او یکشنبه په پلازمېنه بغداد او شېعه مېشتو جَنوبي ښارونو کې خلک راوتلي و او خپل پخواني شعارونه‌یې تکرارول.

XS
SM
MD
LG