د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د افغانستان عامې روغتیا وزیر په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شو


د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار رسنیو ته په استول شوي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د ښاغلي فېروز د ټست نتیجه مثبته ده، خو روغتیايي وضعیت‌یې ډاډمن دی.

ښاغلی مایار زیاتوي: "ډاکتر صاحب فېروز له څو ورځو راهیسې د کرونا ویروس نښې او علایم لرل او په کور کې په قرنطین کې و. له بده مرغه د ټسټ نتیجه‌یې مثبته راوتلې. د هغه عمومي وضعیت ډاډمن دی او اوس‌مهال په کور کې د تجرید په حالت کې دی."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې ښاغلی فېروز په رسنیو او رسنیزو غونډو کې نه‎دی لیدل شوی.

ښاغلي فېروز په افغانستان کې د کرونا ویروس د سرایت په پیل کې خبرداری ورکړی و چې ښايي د افغانستان له نیمايي زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شي او اټکل‌یې کړی و چې ښايي له یو لک او ۱۰ زرو زیات خلک په دې ناروغۍ مړه شي.

د عامې روغتیا وزارت د نویو شمېرو له مخې چې پرون اعلان شوې په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵۶۳ ته او له دې کبله د مړو شمېر ۱۰۶ ته رسېدلی.

XS
SM
MD
LG