د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

نړۍ

د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفی‌الکاظمي ته باور رایه ورکړه

د عراق پارلمان
د عراق پارلمان

د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفی‌الکاظمي ته چهارشنبه ناوخته په غوڅ اکثریت د باور رأیه ورکړه.

په دې ترتیب د عراق د نوې کابینې د تشکیل لانجه چې له میاشتو میاشتو د دې هېواد د کړکېچ یو عمده دلیل بلل کېږي تر یوې اندازې هوار شو.

مصطفی‌الکاظمي د عراق د ملي اطلاعاتو پخوانی رئیس و.

د الکاظمي د نوې کابینې ۱۵ نوماند وزیرانو هم د باور رایه خپله کړه.

یوازې د بهرنیو چارو او د نفتو نوماند وزیرانو د عراق په پارلمان کې د خلکو د استازو د نظر د اختلاف په سبب د باور رایه وانه‌خیسته.

د عراق په پلازمېنه بغداد او جَنوب شیعه مېشتو ښارونو کې خلکو له تېر کاله د دولتي فساد، بې‌کارۍ، ناسمو عمومي خدماتو او د ایران د نفوذ په غبرګون پراخې مظاهرې وکړې.

دا مظاهرې د پخواني صدراعظم عادل عبدالمهدي د استعفا لامل هم شوې.

عبدالمهدي تر دې وروستیو ورځو د صدارت چارې د یوه کفیل په توګه مخته وړلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس په عراق کې د نوي حکومت او کابینې له جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې امریکا به له یاد حکومت سره مرستې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان کې مظاهرې؛ پوځ اسلام‌اباد کې نور سرتيري ځای پر ځای کړي

اسلام‌اباد کې د مظاهرو له بهيره يو انځور
اسلام‌اباد کې د مظاهرو له بهيره يو انځور

داسې مهال چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د اعتراضونو د پای ته رسولو غوښتنې رد کړي، پوځ په پلازمېنه اسلام‌اباد کې اضافي سرتېري ځای پرځای کړي دي.

ویل کېږي چې تېره شپه پر پوځیانو د موټر د ټکرولو له پېښې وروسته چې په نتیجه کې لږ تر لږه درې سرتېري ووژل شول، نن سهار وختي پوځ ته پر معترضانو د ډزو اجازه ورکړل شوه.

همداراز ویل کېږي لسګونه پولیس له مظاهره‌چیانو سره په نښتو کې ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی.

پرون په داسې حال کې چې د اسلام‌اباد لویې لارې او سړکونه د مظاهره چیانو پرمخ بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي ګولۍ وکارول.

اسلام‌اباد د تېرې شنبې له ماښام راهیسې د پولیسو له‌خوا کلابند شوی دی او هيچا ته د غونډو او ټولنو د جوړېدو اجازه نه ورکول کېږي.

پاکستاني پوليسو پر مظاهره‌چيانو ډزې کړي، د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

پاکستان کې مظاهرې
پاکستان کې مظاهرې

د راپورونو له‌مخې سه‌شنبه سهار د پاکستان پولیسو په هغو مظاهره‌‌چیانو ډزې کړي چې، د عمران خان د خوشې کولو لپاره راوتلي.

لږ تر لږه د یوه مظاهره‌‌چي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، که مظاهره‌‌‌چیان له وسلو کار واخلي پولیس به یې هم په مرمیو ځواب ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په پاکستان کې د مظاهره‌‌‌چیانو پر ضد د وسلو کارول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې، د پوځ مقررات اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو پر ضد وسلې وکاروي.

د پاکستان پولیسو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له مظاهره‌‌چیانو سره په اخ‌ و ډب کې د دوی یو افسر وژل شوی او نهه نور سخت ژوبل دي.

د سه‌‌شنبې په سهار پولیسو همداراز په مظاهره‌‌‌چیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او هڅه یې کړې د هغوی د مخته تلو مخه ونیسي.

د تحریک انصاف پاکستان زرګونه پلویان چې په مظاهره راوتلي، د اسلام‌ا‌‌‌‌‌باد لس کیلومترۍ ته رسېدلي دي.

يونان کې د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې ۶ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي

ارشيف
ارشيف

د یونان ساموس ټاپو ته نژدې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په نتیجه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي.

د دې سیمې د ساحل ساتونکو په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي دي.

خو له‌‌‌دې وړاندې یې درې نور کسان ژغورلي وو.

د دې ادارې په وینا، د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم روان دي.

تر اوسه دا نه‌‌‌ده څرګنده چې ایا د دې کښتۍ نور مهاجر ورک دي که‌‌نه، خو چارواکو د شپږو ماشومانو او دوو بالغو ښځو د مړو جسدونه موندلي دي.

ساموس او د ایجې سمندرګي په ختیځ کې نور ټاپوګان د هغو پناه غوښتونکو لپاره کلیدي لارې دي چې په غیرقانوني ډول له ترکیې څخه د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځي.

یوناني چارواکي وایي چې، د دې زیاتوالي علت په منځني ختیځ کې روانې شخړې دي.

خامنه‌اي: د نتنیاهو د نیولو حکم کافي نه دی، په کار ده چې د اعدام حکم یې صادر شي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د ایران رهبر آیت‌الله علي خامنه‌اي وايي چې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم کافي نه دی.

خامنه‌اي نن دوشنبه د بسیجیانو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په کار ده د نتنیانو د اعدام حکم صادر شي.

د نړیوالې جزايي محکمې مخکښ څارنوال کریم خان تېره پنجشنبه وویل چې د بنیامین نتنیاهو او د اسراییل د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت، دغه راز د افراطي ډلې حماس د یوه پوځي مشر محمد ضیف د نیولو حکم یې صادر کړی دی.

دوی د غزې په جګړه کې د بشریت خلاف په جرایمو تورن شوي دي.

د حماس دغه قوماندان احتمالاً وژل شوی دی.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

اسراییل د نړیوالې جزايي محکمې دغه حکم بې معنی بللی دی.

پولیسو د عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو کار واخیست

د عمران خان د پلویانو د تاوتریخجن لاریون یو انځور
د عمران خان د پلویانو د تاوتریخجن لاریون یو انځور

د پاکستان پولیسو نن دوشنبه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو څخه کار واخیست.

مظاهره‌چیان له زندانه د عمران خان خوشې کول غواړي.

چارواکو او د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان د مېرمنې په مشرۍ شاوخوا اته زره مظاهره چیانو له خیبرپښتونخوا ایالت څخه لاریون پیل کړ او د اسلام‌اباد په څنډه کې له پولیسو سره لاس و ګرېوان شول.

د پاکستان حکومت زرګونه پولیس او وسله‌وال ځای پرځای کړي او پلازمېنې ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.

د خیبرپښتونخوا حکومت په ملاتړ د عمران خان د پلویانو لاریون د یکشنبې په ورځ په پېښور کې پیل شو.

د پولیسو او مظاهره‌چیانو ترمنځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۵۰ معترضان او ۲۰ پولیس ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې اعتراض کوونکو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي دي.

هندوستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د هند کرکټ ملي لوبډله
د هند کرکټ ملي لوبډله

د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د نومبر په ۲۲مه نېټه پیل شوې ټېسټ سیالي نن دوشنبه د نومبر په ۲۵مه نېټه هندوستان وګټله.

دغه سیالي چې د اسټرالیا په پرت ښار کې ترسره شوه، هند د دواړو پاڼیو تر لوبولو وروسته کوربه لوبډلې ته د ۵۳۴ منډو هدف ورکړ.

هندوستان د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۰، خو په دویمې پاڼۍ کې یې د ۶ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۴۸۷ منډې وکړې او نوره یې خپله پاڼۍ ونه غځوله.

په هندي توپوهونکو کې یشسوي جایسوال ۱۶۱ او ویرات کولي ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسټرالیا لوبډلې بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۴ منډې کړې وې او د هدف په تعقیب یې یوازې ۲۳۴ منډې وکړې او دا سیالي یې د ۲۹۵ منډو په تفاوت وبایلله.

د هندي توپ اچونکو له ډلې جسپریت بومرا په دواړو پاڼیو کې ۸ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

ټاکل شوې ده چې په دې لوبلړۍ کې به دواړه لوبډلې ۴ نورې ټېسټ سیالۍ هم ولوبوي او دغه لوبلړۍ به د نوي ۲۰۲۵ زیږدیز کال د جنورۍ په ۷مه نېټه پای ته ورسیږي.

د جرمني يوه الوتکه نن د ليتوانيا پلازمېنه کې نسکوره شوې ده

د الوتکې د نسکورېدو سيمه
د الوتکې د نسکورېدو سيمه

د جرمني د DHL د لوژستیکي شرکت یوه اړونده الوتکه نن دوشنبه د لیتوانیا پلازمېنې ویلنیوس هوايي ډګر ته نږدې نسکوره شوې ده.

د هوايي ډګر او پولیسو ویندویانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په‌‌دې پېښه کې یو تن مړ او ۳ نور ژوبل شوي دي.

د پېښې ساحې ته نږدې زیات پولیس او د امبولانس کارکوونکي لیدل شوي او هلته څېرمه ځینې لویې لارې تړل شوې دي.

د بحران د عمومي مدیریت یوه ویاند ویلي، دغه الوتکه د جرمني له لایپزیګ ښار څخه روانه شوې وه، چې پر یوه کور لګېدلې ده.

د هغه په وینا د کور اوسېدونکي ژوندي دي.

دغه بوینګ 400-737 ډوله الوتکه پر ځايي وخت نن سهار درې نیمې بجې نسکوره شوې او چارواکي وايي علت یې څېړي.

علي لاريجاني: ایران اسرايیل ته د ځواب ویلو لپاره په چمتووالي بوخت دی

علي لاریجاني
علي لاریجاني

د ایران د رهبر ایت‌الله علي خامنه‌يي یوه لوړ رتبه سلاکار علي لاریجاني ویلي، ایران اسرايیل ته د ځواب ویلو لپاره په چمتووالي بوخت دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، لاریجاني دا خبرې په هغه مرکه کې کړې، چې د ایران تسنیم خبري اژانس پرون خپره کړې ده.

د اسرايیل جنګي جټ الوتکو د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه د ایران پر ځینو اهدافو یو لړ بمبارۍ وکړې.

دا بمبارۍ څو اوونۍ وروسته له هغې وشوې چې ایران پر اسرايیل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وویشتل.

ایران ویلي دغه حمله یې د لبنان د حزب‌‌الله او د فلسطینیانو د حماس ډلې د مشرانو د وژنې په ځواب کې کړې دي.

د امریکا متحدایالتونه، حزب‌‌الله او حماس ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي، تروریستي سازمانونه ګڼي، خو اروپايي ټولنې یوازې د حزب‌الله پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر د اسراييل او حزب‌الله ترمنځ د سم‌لاسي اوربند غوښتنه کړې

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل پرون یک‌شنبه لبنان ته د سفر پر مهال د اسرايیل او د لبنان د حزب‌‌‌الله ډلې ترمنځ د فوري اوربند غوښتنه وکړه.

د امریکا متحدایالتونه، حزب‌‌‌الله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب الله یوه توندلارې ډله او سیاسي ګوند دی، چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د لبنان په پارلمان کې یې څو څوکۍ په واک کې دي.

جوزیپ بوریل په‌‌‌داسې حال کې د اوربند غوښتنه کړې، چې حزب‌‌الله پر اسرايیل د تازه حملو مسوولیت منلی دی.

د اسرايیل پوځ ویلي، چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌‌الله ډلې پرون پر اسرايیل ۱۶۰ توغندي ویشتلي دي.

د ځینو دغو توغندیو مخه نیول شوې خو ځینې یې د فرانسې خبري اژانس د تصاویرو له‌‌‌مخې د اسرايیل په مرکزي برخو کې د کورونو د تخریب سبب شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو، چې د لبنان پر پلازمېنه بیروت او نورو سیمو د اسرايیل په حملو کې ۸۴ کسان وژل شوي دي.

د لبنان دولتي رسنیو پرون یک‌شنبه د بیروت په جنوبي برخه د دوو نورو حملو خبر هم ورکړ، چې د حزب‌‌‌الله له عمده سنګرونو ګڼل کېږي.

راپورونه: اسراييل او لبنان د اوربند د هوکړې په درشل کې دي

پر لبنان د اسراييل بريد
پر لبنان د اسراييل بريد

د اکسیوس وېب‌‌پاڼې په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د قوس ۵مه) يې خپور کړی، د دوو لوړ پوړو اسراییلي او دوو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې، اسراییل او لبنان د اوربند د هوکړې په درشل کې دي.

د اکسیوس په وینا، د اوربند د موافقې په مسوده کې د امریکا په مشرۍ د څارنې کمېټه شامله ده چې د اوربند د تطبیق څارنه کوي او سرغړونې به په ګوته کوي.

د اکسیوس په وینا، واشنګټن موافقه کړې چې اسراییلو ته دا تضمین ورکړي چې متحدایالات به د لبنان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په وړاندې د اسراییلو د پوځي اقدام او پولې ته نږدې د حزب‌‌‌الله د نوي پوځي حضور پر وړاندې اقداماتو ملاتړ وکړي.

حزب‌‌الله د متحدایالاتو له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوی او اروپایي اتحادیې يې يوازې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌‌‌الله یوه سیاسي او نظامي ډله ده چې، سیاسي برخه یې د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د دې هوکړې د مسودې له‌‌‌مخې، د اسراییلو پوځي اقدام باید له امریکا سره تر مشورې وروسته ترسره شي په هغه صورت کې چې د لبنان پوځ له دغه ګواښ سره مقابله ونه‌‌‌کړي.

د لبنان، اسراییلو او امریکا چارواکو د اکسیوس راپور ته تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG