د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

ټرمپ: د کرونا ویروس له امله رامنځته شوې د بې روزګارۍ ستونزه حلېږي


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر وايي، د بې مخینې بې روزګارۍ ستونزه، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله رامنځته شوې، په حل کېدو ده.

ډونالډ ټرمپ هیله لري چې په نړیوالو بازارونو کې د پام وړ پرمختګ به ډېرو خلکو ته بیا د کار شرایط برابر کړي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د امریکا په متحدو ایالتونو کې د بې روزګارانو شمېر هغه حد ته ورسېد چې په تاریخ کې یې ساری نه و لیدل شوی.

اروپا هم د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د یوې بلې میاشتې لپاره د پولو تړلو ته دوام ورکوي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د اپریل په میاشت کې ۲۰ میلیونه او ۵ لکه تنه بې روزګاره شول.

په مارچ کې هم ډېرو خلکو کار له لاسه ورکړی و چې ورسره د امریکا په متحدو ایالتونو کې د بې روزګارانو فیصدي ۱۴ اعشاریه ۷ ته ورسېده چې دا په امریکا کې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوړه فیصدي ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا فیصدي بې اهمیته وبلله، ویې ویل چې دا د توقع وړ وه.

سپینې ماڼۍ د مې په اتمه یعني پرون په نړیوالو بازارونو کې د پام وړ پرمختګ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له دې سره به بېرته کار پیدا شي.

ولسمشر ټرمپ، چې د سږ کال په نومبر میاشت کې انتخابات په وړاندې لري، خبریالانو ته وویل: "راتلونکی کال به مو عحیب کال وي، فکر کوم چې هر څه به بدل شي."

د رسمي شمېرنو له مخې، کرونا ویروس د امریکا لپاره په ځانګړي ډول ډېره وژونکې وبا وه.

په دغه هېواد کې تر پرونه ۷۷ زره ۱۸۰ تنه په کرونا ویروس مړه شوي او نژدې یو میلیون او ۳ لکه تنه پرې اخته شوي دي.

خو له دې سره سره په دغه هېواد کې هیلې غوړېدلي چې د دې وبا د بد حالت دوره په پای ته رسېدو ده.

د امریکا د بېلابېلو ایالتونو والیان غواړي چې خلک بېرته کارونو ته ورشي، بیزنسونه او کاروبار له سره پیل شي.

د اروپايي هېوادونو حکومتونه هم غواړي چې بندیزونه نرم کړي.

XS
SM
MD
LG