د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

امریکا کې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره؛ سناتوران بېرته کار پیلوي


د امریکا د سنا یو انځور- ارشیف
د امریکا د سنا یو انځور- ارشیف

له مارچ میاشتې را وروسته د دوشنبې په ورځ امریکايي سناتوران د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته ستانه شول.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کرونا ویروس د خپریدو له امله دا اندېښنې شته چې ښايي سناتوران او د دوی همکاران په کرونا ویروس اخته شي.

د سنا د غونډو د بیا پیل په اړه جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټان هم خپلو کې یوه خوله نه دي.

د امریکا د سلو سناتورانو نژدې نیمايي یې د ۶۵ کلونو څخه د زیات عمر لرونکي دي او په هغه کټګورۍ کې راځي چې د کویډ- ۱۹ ویروس له کبله تر نورو زیات زیانمنونکي دي.

په داسې حال کې چې واشنګټن کې د کرونا ویروس د تدابیرو له کبله ډېر کاروبارونه تړلي، د سنا د غونډیو پیلېدو دغلته سمدستي د دې پیل په اړه ګوندي اختلافات راپورته کړي.

د امریکا په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکونیل د دې پرېکړې دفاع کړې.

نوموړې ویلي، په داسې حال کې چې روغتیا پالان، د خوراکي توکو پلورنکي او نور امریکایان خپلو کارونو ته دوام ورکوي، دا مهمه ده چې سناتوران یې هم څرګند شي او د دوی ملاتړ وکړي.

د امریکا په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکونیل
د امریکا په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکونیل

په احتیاطي تدابیرو کې سناتورانو او همکارانو ته یې ابي ماسکونه وړیا ورکول کېږي، له عامه خلکو سره تماس یې محدود دی.

سناتورانو ته سپارښتنه شوې چې ماسکونه پر مخ کړي، له یو بل دوه متره واټن وساتي او د خپلو همکارانو شمېر محدود کړي.

د سنا د کاري اجنډا په سر کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د حکومت او قضا لوړو پوسټونو ته د نومونو مسئله ده چې د سنا تصویب ته اړتیا لري.

په سنا کې د اقلیت ډیموکراټانو مشر چاک شومر وايي، دا مرسته نه کوي چې مکونیل بېرته د سنا غونډې وروبللې څو د جمهوري غوښتونکیو سیاسي اجنډا تعقیب کړي.

په سنا کې د اقلیت ډیموکراټانو مشر چاک شومر
په سنا کې د اقلیت ډیموکراټانو مشر چاک شومر

شومر ویلي: "دا چې موږ بېرته د بحران تر وریځو لاندې کار ته راستانه شوي یوو، د سنا جمهوري غوښتونکي باید موږ سره پر دې مرسته تمرکز وکړي چې له کرونا ورغېږو، نه دا چې ښي اړخي قاضیان راباندې تایید کړي او یا راباندې هغه لوی کاروبارونه وساتي چې له خطر سره د کارګرانو د مخ کولو ګواښ یې کړی دی."

تمه ده چې د امریکا د سنا ډیموکراټان او جمهوري غوښتونکي همدا راز د کورنا ویروس یوه نوې قانوني لایحه تصویب کړي، په کومه چې لا دمخه اختلاف لري.

ډیموکراټان وايي، په دې لایحه کې دې، د دولت او سیمه ییزو حکومتونو د مرستې لپاره یو ټریلیون ډالر شامل شي.

خو جمهوري غوښتونکي بیا د هرې لایحې د مخکې تګ لپاره، د کاروبارونو لپاره خوندیتوب د شرط په توګه غواړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG